تاند- په افغانستان کې د امریکا پر بیارغونې د څارنې لپاره د خاص سرمفتش دفتر د افغانستان حکومت ته په مستقیم ډول د مرستو په موثریت کې شکونه راپورته کړل.
د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې د افغانستان حکومت ته په مستقیم ډول په ملیاردونو ډالر مرسته ورکول کېږي، امریکا درې کاله پخوا دوې نړیوالې خصوصي کمپنۍ وګومارلې چې معلومه کړي ایا د دغو پیسو په ساتلو او نه ضایع کولو کې پر افغانستان باور کېدای شي.
راپور وايي چې د دغو شرکتونو ځېړنه ډېره وحشتناکه وه او امریکايي چارواکو هڅه وکړه چې هغه محرم وساتي خو د افغانستان حکومت ته د پیسو ورکړې له دې سره سره دوام وکړ چې پلټونکو خبرداری ورکړل چې په شپاړس افغان وزیرانو کې پر یوه هم د پیسو د نه ضایع کېدو په اړه حساب نه شي کېدای.
خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سیګار یا د امریکا د بیارغونې د څارونکي سرپلټونکي راپور رد کړ.
نیویارک ټایمز ورځپاڼه وايي، د امریکا د بیارغونې د سرمفتش راپور ښايي له ولسمشر کرزي سره اختلاف وپاروي چې له څو کلونو راهیسي وايي د ولسمشر اوباما حکومت د ده د حکومت د کمزوره کولو لپاره هلې ځلې کوي.
ورځپاڼه وايي چې نن سبا ښاغلی کرزی امریکايي چارواکو ته چندان اهمیت نه ورکوي او د دوو هیوادونو د اړیکو خرابېدو له مخکې څخه افغانستان ته مرستې اغېزمن کړي دي.
کانګریس د روان مالي کال لپاره افغانستان ته انکشافي مرستې نیمايي ته رالږې کړي دي.
د ورځپاڼې په نظر د کانګریس دا اقدام د امریکا د متحدو ایالتونو په اړه د کرزي د توندو څرګندونو او د امنیتي موافقې د نه لاسلیکولو عکس العمل و.
د افغانستان د حکومت اکثره مصارف د لوېدیخو هیوادونو له لوري ورکول کېږي. د امریکا برخه بیا تر ټولو زیاته ده. واشنګټن په وروستیو کلونو د افغانستان حکومت ته په مستقیم ډول د مرستو ورکړه زیاته کړې ده او هغو پروګرامونو ته لږ پیسې ورکوي چې امریکايي مقامات یې اداره کوي.
د امریکا د ټولو مرستو اوس نیمايي د افغانستان حکومت ته ورکول کېږي او دا په افغانستان کې د باور وړ ملي حکومت د جوړولو په اړه د اوباما د ادارې د ستراتیژۍ اساس و.
د سرمفتش په راپور کې ویل شوي چې د افغانستان حکومت ته په مستقیم ډول د مرستو ورکولو د امریکا د پیسو د ضایع کېدو امکان زیات کړی دی.
نن پوه شوئ چې د سرو غلو سره مو سردی؟ اوس هم ټوکې کوئ، دروغ وایئ ، له تاسو اوـ کې پرته څوک والله که مدیر شي ، په افغانستان کې، وزیر خو پریږده. وایي: از ترومپو تچي چي میره، یک پوف!!! د امریکې د کارګرانو مالیه ده چې نامي دې نامي غلو مخونه پرې غټ شول، د حکومت یې څه، کارګران ټول ګنګس دي، څنګه؟ وایئ چې مارکس بیا راژوندی شي؟
سلامونه ! امریکا افغانستان حکومت ته په مستقیم ډول پیسې ځکه نورکوی چه دا پیسې یوازې د افغانستان حکومت برخه نده مګر دا د امریکا د هغې لوبې عمومی مصرف دی چه دم ګړی په افغانستان کې روانه ده. او په لوبه کی نور لوبغاړی هم شته چه باید لوبه ګرمه وساتی. ګیله به نکوو ځکه چه بیا خو لوبه ختمیږی
په درناوی