تاند- د امریکا د مشرانو جرګې د وسله والو خدماتو د کمېټې رييس وايي، له افغانستان سره په دې شرط د مرستو د دوام ملاتړ کوي چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د منلو وړ امنیتي – دفاعي تړون موجود وي.
د افغانستان او امریکا ترمنځ پر امنیتي موافقه له ډېرې مودې راهیسي بحث روان دی.
د دیموکرات ګوند سناتور کرل لیفین، چې د دغه هیواد په مشرانو جرګه کې د مشیګان ایالت استازیتوب کوي، له امنیتي موافقې سره د افغانستان د مرستو د تړلو مسله د پنجشنبې په ورځ له افغانستان څخه د ستنېدو په مهال په یوه خبرپاڼه کې یاده کړې ده.
ده د افغانستان د سفر په ترڅ کې له ولسمشر حامد کرزي سره ولیدل.
په خبرپاڼه کې راغلي: لیفین د افغانستان ولسمشر حامد کرزي ته ویلي: که په لنډ وخت کې د دوو هیوادونو ترمنځ امنیتي تړون لاسلیک نه شي امریکا به له افغانستان سره مرستې جاري ونه ساتلی شي.
د روانې میاشتې په لومړیو کې کابل ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري د سفر په ترڅ کې دواړه خواوې په امنیتي موافقه کې د لویو اختلافي مسایلو په حل کولو بریالي شول خو له ۲۰۱۴ وروسته د پاتې کېدونکو امریکايي پوځیانو د قضايي صلاحیت پر سر موافقې ته ونه رسېدل او د افغانستان ولسمشر په دې اړه پرېکړه لویې جرګې او ملي شورا ته وسپارله.
ټاکل شوې ده چې د راتلونکې میاشتې په وروستیو کې مشورتي لویه جرګه دایره شي څو په دې اړه دولت ته نظر ورکړي.
د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د امریکا د مشرانو جرګې د وسله والو خدماتو د کمېټې له رييس سره په کتنه کې وویل، افغانستان له امریکا سره د اوږدمهالو اړیکو د پراختیا غوښتونکی دی او هره هغه موافقه د افغانانو لپاره د منلو ړ ده چې د افغانستان ګټې پکې نغښتې وي.
سناتور کارل لیفین د افغانستان ولسمشر ته ډاډ ورکړ چې هیواد یې له افغانستان سره د اوږدمهالو او پیاوړو اړیکو غوښتونکی دی.
سنا تور امر یکا
هر سړی تر خپل مطلب پوری یا رده سنا تور صاحب موږ خیرات نه غواړو هر څه مو چه په افغا نستا ن کی زړه وو هغه مو وکړل که چیری ستا سو پلا ن شیطا نی نه وی وطن زما ده زړه ستا په بدیږی بیا درته افر ین لیږو او که پلان ستا سو دکټی وی زمو ږ پکی ضرروی نو بیا افغا نا ن حتما حساب غوړی دا مو په یا د وی یو څلی په مګوی وغرڅیدی خیر ده دوه څلی خیر ده دریم څل دمغزی ما ت شه؛