تاند- د امریکا د کانګریس په مشرانو جرګې کې د دواړو ګوندونو د سناتورانو یوې ډلې، چې په افغانستان کې د امریکا د پوځي حضور د پای ته رسېدو غوښتونکي دي، د پنجشنبې په ورځ له ولسمشر بارک اوباما څخه وغوښتل، که په پام کې لري چې له ۲۰۱۴ وروسته په افغانستان کې پوځیان ولري، نو باید دا پرېکړه د کانګریس په تصویب وشي.

د ولسمشر بارک اوباما حکومت له ډېرې مودې راهیسي د افغانستان له حکومت سره خبرې کوي چې له ۲۰۱۴ وروسته په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د پاتې کېدو لپاره دوه اړخیزه امنیتي موافقه وکړي خو تراوسه پوري د افغانستان ولسمشر نه دی حاضر شوی چې دا موافقه لاسلیک کړي.

د دیموکرات ګوند سناتور جیف میرکلې خبریالانو ته وویل:«موږ د دواړو ګوندونو له لوري په ګډه یو پرېکړه لیک وړاندې کوو څو ووایو چې له ۲۰۱۴ وروسته په افغانستان کې د هر امریکايي پوځي د پاتې کېدو په اړه د ژمنې تر کولو مخکې دې کانګریس په دې اړه پرېکړه وکړي.»

ده همداراز وویل:«د نورو مسلو اتومات تصویب د منلو وړ دی خو کله چې خبره د جنګ وي، باید بیا د کانګریس رایه پرې واخیستل شي.»

محافظه کار سناتور مایک لي او جمهوري غوښتونکي سناتور رانډ پاول هم ورته غوښتنه وکړه.

د دیموکرات ګوند سناتور جو مانچین وویل چې حامد کرزی نور د امریکا متحد نه دی.

ده په افغانستان کې د امریکا د سر و مال تاوانونو ته په اشارې وویل:که په پیسو او پوځي قوې د نړۍ کومه برخه بدلېدای شوای نو موږ دا کار کړی دی. ده د افغانستان جګړه ناکامه وبلله.

د دوی په پرېکړه لیک کې نه په افغانستان کې د پوځیانو د پاتې کېدو او نه هم له دې هیواده د امریکايي ځواکونو د وتلو غوښتنه شوې ده او نه د امریکا پوځ پر القاعده شبکې له حملو یا د استخباراتي معلوماتو له راټولولو راګرځول شوی دی.

پرېکړه لیک وايي:«له څه باندې لس کاله جګړې وروسته پکار ده چې کانګریس او تر دې هم مهم د امریکا خلک په دې هکله نظر ورکړي او بحث وکړي.»

په کانګریس کې د دواړو ګوندونو دې ګډې ډلې همداراز ویلي:«په دې جګړه کې د امریکایانو د وینو د قربانیو او پیسو پرېکړه باید په سپینه ماڼۍ او پینتاګون کې ونه شي.»

د دوی پرېکړه لیک اجرايي ضمانت نه لري، خو ورڅخه دا انتباه اخیستل کېدای شي چې د کانګریس د غړیو دریځ څه دی یا په کوم لوري د بدلېدو په حال کې دی. همداراز د امریکا پر حکومت تر یوه حده فشار اچولی شي.

د متحدو ایالتونو د مشرانو او استازو جرګو تېر کال دې ته د ورته اقداماتو وړاندیز وکړ خو په کانګریس کې تصویب نه شول.

د افغانستان په جګړه کې، چې د ۲۰۰۱ کال په وروستیو میاشتو کې پیل شوه، تراوسه پوري ۲۳۰۰ امریکايي پوځیان وژل شوي او تر ۶۰۰ ملیارد ډالره زیاتې پیسې لګول شوي دي.

د امریکا د کانګریس په مشرانو جرګې کې د دوو ګوندونو ګډې ډلې د امریکايي پوځیانو مرګ ژوبلو او د امریکا مالي تاوانونو ته په اشارې ویلي چې اوس هغه وخت راغلی چې افغانان د خپلو چارو مسوولیت په خپله غاړه واخلي.

4 thoughts on “امریکايي سناتوران وايي، د افغانستان د جګړې په اړه پرېکړه دې کانګریس تصویب کړي”
  1. امریکا خو دالقاعدی لفاره نه بلکی دافغانستان دمعدن دچور او چفاو لفاره افغانستان ته راغلی ۰۰۰امریکا خو دشومو اهدافو لفاره افغانستان ته راغلی ۰۰۰او امریکا خو افغانی غله هم ذه ځان سره له بهرنیو هیوادو راوړی وه چی له هغو سخه نه افغا نان دخیر تمه لری او نه هم نړیوالو ورسخه ګټه وکړه هغوی له ځان سره لکه دمحمود کرزی غونته غله را وړی وه چی اکاونټ یی بیلکل نه ډکیږی لکه دفیلم بد ماش شفه او ورځ فه غلا او چور کی لګیا ده ان شا الله بیر ته به دروسانو فه شکل سفک او روسوا له هیواده وځی او ان شالله مقاومت به دوام کوی

  2. انجنیرحبیب الرحمن وروره زمونږ سلامونه ومنی او بیا مهربانی وکړه دالاندی املایی غلطی پدی شکل سره اصلاح کړه:
    لفاره – لپاره
    چفاو- چپاول
    ذه – د
    سخه- څخه
    ورسخه – ورڅخه
    شفه – شپه
    فه – په
    سفک – سپک
    ځکه څوک چی ځان ته د انجنیر علمی رتبه ورکوی نو هغه بیا دومره ډیری غلطی نه کوی. وروسته به ستاسو تبصری او نظریات هم ولولو. د پ د لیکلو لپاره لومړی د خپل کیبورد ښۍ او یا چپی خواته د شفت کلی چی له لاندی خوانه د کلیانو په دوهم قطار کی وروستۍ کلی ده کیکاږه او تر څویی مه خوشی کوه څو چی د اف کلی د نه وی کلیک کړی دلته د په حرف واقع شوی دی.

  3. داسی ویل کیزی دقیوم کرزی اول معاوین فه اقتصاد کی سیز یاشړل شو وی وه داسلام اباد له فو هنتون سخه تاسو یی فو شتنه وکړی که هغه معاوین دجمهور ریس وی سه فایده به ولری او اقتصاد کی به سه لاسته راوړنه ولری

ځواب ورکول استاد کړوخیل ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *