تاند- د جان مکین په مشرۍ امریکايي سناتوران وايي چې پاکستان د ځان خلاف د نړیوالو نظر درک کړی او غواړي چې د افغانستان په برخه کې د دغه هیواد په پالیسۍ کې د بدلون لپاره وخت ورکړای شي.

د امریکا د مشرانو جرګې د وسله والو خدماتو د کمېټې ريیس جان مکین، سناتور لینزي ګراهام، جودانلي او بین سیسي د شنبې او یکشنبې په ورځ له پاکستاني چارواکو سره د افغانستان په اړه اوږدې خبرې وکړې او میرانشاه ته هم لاړل.

د افغانستان د ولسمشرۍ دفتر وايي چې جان مکین او ورسره ملګري پلاوی د سولې د ټینګښت او د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د افغانستان د حکومت هلې ځلې وستایلې او د پاکستان د همکارۍ لپاره یې د افغانستان هڅې پر دغه هیواد د غاړو د خلاصېدو په معنا وبللې.

سناتور جان مکین افغان چارواکو ته /دوشنبه/ وویل چې له پاکستانه یې وغوښتل چې عملاً ثابته کړي چې په افغانستان کې سوله او د جګړې پای ته رسېدا غواړي.

سناتور مکین همداراز وویل چې د امریکا د کانګریس تقریباً ټول غړي د افغانستان او امریکا ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا په برخه کې مثبت نظر لري.

ده ونه ویل چې امریکايي سناتوران د پاکستان په برخه کې هم ورته نظر لري.

2د ارګ له خبرپاڼې سره سم، د کانګرس پلاوي پاکستان ته د خپل وروستي سفر په هکله ولسمشر محمد اشرف غني ته معلومات ورکړل او ویې ویل،« د پاکستان ملکي او نظامي مشران د ځان په اړه د نړۍ په لیدلوري کې بدلون احساسوي او د هغوی پیغام دا دی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د مسایلو د څېړلو لپاره یو بل فرصت ورکړل شي او د ستونزو د حل په برخه کې هڅې وکړي.»

د افغانستان ولسمشر پلاوي ته په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د شمېر په هکله وویل:« د دې ځواکونو د شمېر په هکله تصمیم د متحده ایالتونو په خلکو او حکومت پوري تړلی دی، مګر موږ د هر هغه تصمیم، چې د افغانستان د امنیتي شرایطو د ارزونې په اساس نیول کېږي، د دواړو هېوادونو تر منځ د امنیتي توافقنامې په چوکاټ کې د امنیتي ځواکونو د تداوم هرکلی کوو.»

د امریکا حکومت تراوسه پوري په افغانستان کې د پاتې کېدونکو امریکايي پوځیانو د شمېر په اړه وروستۍ پرېکړه نه ده کړې. دوی وايي که د طالبانو حملې زیاتې شوې، او افغان امنیتي ځواکونو د امریکایانو مرستې ته اړتیا لرله، د ځواکونو شمېر به کم نه کړي.

2 thoughts on “امریکايي سناتوران وايي، پاکستان د خپلې پالیسۍ د بدلون لپاره د یوه بل فرصت غوښتنه کوي”
  1. په یوه اونۍ کې به معلومه شې چې فکیستان څومره د افغانستان په باب خپل نظر بدلوی؟ د خرمرګو او ټالیبانو بریدونه به څو سلنه کم شی ؟ د افغان مهاجرو او کډوالو سره به څومره انسانی چلند وشی.

  2. پاکستان د شیطان حیثیت لري او شیطان غولول اسان کار نه دی. پاکستان چې په هر ځای کې عملیات کړي لومړی یې د هغې سیمې طالبان خبر کړي چې ووځي او بیا یې د هغې سیمې د خوارو، غریبو او بې ګناه خلکو کورونه او دوکانونه په بولډوزرو نړولي او بیا یې د ای ایس ای سره د تنظیم میډيا پواسطه نړیوالو ته خودلي چې د طالبانو مرکزونه مو په عملیاتو کې ړنګ کړل. حتی داسې هم شوي چې خلک یې په مزدورۍ نیولي ځينو ته یې د پوځ لباس او ځینو ته یې د طالبانو لباس اغوستی او سره د وینو په څیر رنګونه یې پرې اچولي او د مړو پشان یې ترې په غرو کې عکاسي کړې چې نړیوالو ته وښایي چې په عملیاتو کې مو دومره پوځ مړ او دومره طالبان مو مردار کړل. همدا قصې په میران شاه کې شوي چیرته یې چې جان مکین بوتلی ؤ تر څو هغه ته د غریبو خلکو نړیدلي کورونه او دوکانونه وښایي چې دا مو د ترهګرو مرکزونه وران کړي او امریکایي پلاوی تیرباسي، او یو بل چانس وغواړي. خو زما په اند اوس نړیوال او امریکایان د پاکستان په دوه مخیتوب پوه شوي او بیا به بل فرصت ورنکړي.

ځواب ورکول سلیمان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *