تاند- امریکايي سناتور رنډ پال. آر. کي (Rand Paul, R-Ky) له کانګریس څخه وغوښتل چې د هغو افغانانو د مهاجرت د منلو مخه ونیسي چې په انګلیسي ژبه پوهېږي.

د واشنګټن اګزماینر ورځپاڼې د راپور له مخې، سناتور پال وویل، امریکا باید په دې ټینګار کړی وای چې هغه افغانان په خپل هیواد کې پاتې شي چې په انګلیسي ژبه پوهېږي.

پال د یکشنبې په ورځ په نیویارک کې په یوه مرکه کې وویل«موږ نژدې ۶۰ زره افغانان د مهاجرو په توګه ومنل، زما نظر دا دی چې که دوی په انګلیسي پوهېږي او زموږ سره د ترجمانانو په توګه مرسته کوي، باید په افغانستان کې پاتې شي او د خپل هیواد د رغونې او پرمختګ موسسان واوسي او په افغانستان کې د لوېدیځ په شان پرمختللي افکار او نظریې خپرې کړي.»

ګڼ شمېر افغانان هم اندېښنه لري چې بېلابېل اروپايي او امریکايي هیوادونه په بهرنیو ژبو پوهو او زده کړو افغانانو ته پناه ورکوي او په دې توګه افغانستان ته زیان اړوي.

د امریکا ترڅنګ کاناډا، بریتانیا او یو شمېر نورو اروپايي هیوادونو ګڼ شمېر هغو افغانانو ته پناه ورکړې چې لوړې زده کړې یې کړي او یا په نړیوالو ژبو پوهېږي.

سناتور پال وویل«د دې پر ځای چې موږ له دغو کسانو په افغانستان کې د دغه هیواد په ګټه کار واخلو هغوی مو خپل هیواد ته راوستل. موږ ۶۵ زره تنه له عراق څخه راوستل. د هغوی یو شمېر زما خپل ښار ته راغلي دي، له بده مرغه په افراطیت او جهادیزم کې ښکېل شوي او لټه یې پیل کړې چې سټینګر توغندی واخلي او پر امریکا حمله وکړي.»

یو شمېر امریکايي سختدریځي فکر کوي چې درست مسلمانان د دوی په شان سختدریځي او د القاعده په شان ترهګر دي.

One thought on “امریکايي سناتور افغان ترجمانانو ته له پناه ورکولو سره مخالفت وکړ”
  1. ددې سناتور ماغزه خراب شوي.
    افغان ترجمانانو د امریکا سره د کار په بدل کې ډيرې قربانۍ ورکړي. د کورنۍ غړي یې د لاسه ورکړي، ځان او ټولې کورنۍ ته یې تهدیدونه راوړي، خپل ښه او هوسا ژوند یې په خطر کې اچولی او دا لیونی وایي چې د امريکا امنیت ته ګواښ دی. تاسو په امریکا ته بوتلو په هغوی څه احسان کړئ. اکثره لوړ تحصیلات لري مګر تاسو پرې د غلامانو غوندې کارونه کوئ. یا ټیکسي چلوي يا په هوټلونو کې کار کوي او یا کوم بل خشره کار کوي. تاسو یې په هیواد کې اور بل کړی او کله چې په افغانستان کې ارامي شي دا یو به هم په امریکا کې نه پاتې کیږي، ستاسو ګرین کارتونه او پاسپورتونه به ستا غوندې بې احساسه سناتور په مخ وولي او بیرته به ځي. که دومره نران یي خپلو خلکو ته وړیا صحي اسانتیاوې برابرې کړئ.

ځواب ورکول سلیمان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *