سناتور ګراهام

تاند- د امریکا یو مخکښ سناتور وايي، په افغانستان کې سوله د امریکا لپاره ډېره مهمه ده او که پاکستان په دې برخه کې مرسته کوي، د ازادې سوداګرۍ امتیاز دې ورکړل شي.

جمهوریپال سناتور لیندسي ګراهم، چې د امریکا په پالیسي جوړونه کې یې نظر ته په درنه سترګه کتل کېږي، وویل، که پاکستان د افغانستان په سوله کې نفش ولوبولی شي، باید ازاده سوداګري ورته برابره شي.

ګراهم، چې په وروستیو کې افغانستان ته راغلی و، وايي«اسلام اباد د افغانستان په سوله کې مهم رول لري او باید د دغه هیواد چارواکي په افغانستان کې د سولې راوستلو ته وهڅول شي»

ګراهم د ولسمشر ټرمپ بهرنۍ پالیسي وستایله، ویې ویل چې په افغانستان کې د ښکېلو خواوو ترمنځ خبرې د امنیت سبب کېدای شي او دا د امریکا په ګټه ده.

سناتور ګراهم، ټینګار وکړ«په افغانستان کې د جګړې پای ته رسېدا د امریکا په ګټه ده او موږ باید د سولې د خبرو لار هواره کړو.»

امریکا په وروستیو کې هڅه کړې چې د سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو په مرسته پاکستان د افغانستان په سوله کې مثبت رول لوبولو ته وهڅوي.

په ابوظبي کې له طالبانو سره د امریکا، سعودي عربستان، متحده عربي امارت او پاکستان وروستۍ خبرې په همدې لړ کې وشوې.

ټاکل شوې ده چې د دغو خبرو بل پړاو روانه میاشت ترسره شي.

2 thoughts on “امریکايي سناتور: که پاکستان د افغانستان په سوله کې مرسته کوي، امتیاز دې ورته ومنل شي”
  1. TALIBI &JIHAADY PROJECT IS ONE BUSINESS FOR PAKISTAN;
    by mujaheeds pakistan made atom bumb&motorway.
    now by talibs get 10 miliards doller from saudi/
    10 miliards from uae emarat arabia/
    from turkia/america/russia/china will get more benefit.&ECONOMICAL SUPPORT.
    BUT I HOPE AFGHANISTAN DO NOT GIVE TO PAKISTAN PASHTOON
    LAND AND DO NOT RECOGNIZE OF DIUREND LINE
    TALIB PROJECT IS BEST BUSINESS FOR PAKISTAN

  2. هو! که د امریکا په ګټه وی نو پاکستان ته دی امتیاز ورکړ شی !!!.
    دا د یوه امریکایی سناتور( چی په امریکائیانو کی هوښیار او قابل حساب عالم دی) نظر دی.
    خو علمی، عادلانه او حتی په انسانی معیارونو او ارزښتونو ولاړ نظر ندی ،ځکه دی نظر کی د ظالم او مظلوم تمیز نشته، کوم علمی اصل ته اشاره نلری او هم کوم انسانی منل شوی ارزښت ته یی اشاره نده کړی فقط د امریکا ګټی؟؟؟
    حال دا چی د امریکا په پیسو ، پاکستانی حکام شر خپروی، په ګاونډیو ظلم کوی او زموږ بی خبره او احساساتی ځوانان استخداموی ،تجهیز او ورانکاری لپاره یی موږ ته رالیږی ،چی دا ټول ظلم او شر ته لمن وهل او د ټولو قوانینو خلاف یو ارذل غیر انسانی عمل دی او دی کار سره پاکستانی حکام د سزا وړ دی نه امتیاز.

ځواب ورکول Dr.Atal ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *