تاند، شنبه، د سنبلې ۳۰مه: په کابل کې د امریکايي ځواکونو یو لوړپوړي چارواکي ویلي، وړمه شپه د ننګرهار خوږیاڼو ولسوالۍ داعش جنګیالي د هوايي برید پرمهال د جلغوزې ټولوونکو کارګرو په منځ کې پټ شوي وو.
امریکايي ځواکونو د بې پیلوټه الوتکې په برید د پنجشنبې په شپه د ننګرهار خوږیاڼو ولسوالۍ په وزیرو تنګي کې د ځايي خلکو په وینا ۳۲ کسان ووژل او ۴۰ نور ټپيان شول.
د ننګرهار د ولایتي شورا یو غړي اجمل عمر له دغه برید وروسته ادعا وکړه چې وژل شوي ټول ملکیان دي، خو امریکايي چارواکو بیا وویل، دوی ملکیان نه دي وژلي بلکې پر داعش جنګیالیو یې عملیات کړي دي.
اوس په دې تړاو د امریکايي ځواکونو د تروریزم ضد قطعې یو لوړ پوړي چارواکي رویټرز اژانس ته ویلي چې دغه ځای کې داعش وسله وال اوسېدل، خو دوی چې معلومات کړي دي نو داعشیانو د جلغوزې د فصل په رارسېدو سره له ځايي خلکو سره معامله کړې چې دوی به جلغوزي ټولوي او یوه اندازه پیسې به داعش ته ورکوي: (( موږ له ځايي خلکو سره د داعش له دغه قرارداد څخه ناخبره نه وو، خو اوس پلټنې کوو چې په دغه برید کې مړه او ټپيان څومره ملکیان وو او څومره داعشیان.))7
رویټرز اژانس ته د ننګرهار د وچې مېوې یو سوداګر رحمت الله سردار هم اعتراف کړی چې دوی مجبور دي له داعش یا طالب جنګیالیو سره د جلغوزې د راټولولو پر مهال معامله وکړي، مګر دی وايي، امریکا هم باید ومني د ملکیانو د وژنې اشتباه یې کړې ده.
امریکا په داسې حال کې د ننګرهار په خوږیاڼو کې ظاهرا ملکیان وژلي چې په دې وروستیو کې یې ګواښ کړی چې پر طالب او نورو ترهګرو به نظامي فشارونه زیات کړي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د امریکايي ځواکونو په بریدونو کې ملکي تلفات زیات شوي او شنونکي وايي، چې امریکا دا کار د غني پر حکومت د فشارونو زیاتولو لپاره کوي، نه دا چې ترهګر وځپي.
خدای نه وه، دنیا نه وه، مځکه نه وه فضا نه وه خو پښتون وه او داعش وه، پښتون و داعش داسې دي لکه اوبه و رطوبت، لکه اور و سیځل، لکه مرداری و بد بوی، لکه ټټۍ و غول او لکه…