تاند- د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د خاص استازي په مشرۍ جګپوړي امریکايي پلاوي د پاکستان له لوی درستیز سره د افغانستان په اړه خبرې وکړې.

پاکستاني رسنیو نن /شنبه/ راپور ورکړ چې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا له خاص استازي ریچارد اولسن سره د اسلام اباد په دې سفر کې په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ د ماموریت عمومي قوماندان جان نیکلسن هم ملګری دی.

دوی د پاکستان د پوځ له لوري درستیز جنرال راحیل شریف سره له پاکستان څخه افغانستان ته د طالبانو د اوښتو، د ډیورند کرښې په اوږدو کې د پاکستان د پوځ د منجمینټ او د سیمې د ثبات په اړه خبرې وکړې.

د افغانستان او هندوستان په تړاو د پاکستان بهرنۍ پالیسي د پاکستان د پوځ په کنټرول کې ده.

دا امریکايي پلاوی وروسته له دې پاکستان ته لاړ چې د افغانستان حکومت وویل چې په کابل کې پر امریکايي پوهنتون حمله په پاکستان کې پلان شوې وه او له هماغه ځایه یې قومانده ترلاسه کوله.

ولسمشر غني د پاکستان لوی درستیز ته هغه ۳ ټېلفون شمېرې وسپارلې چې د پاکستان له خاورې څخه یې په کابل کې د امریکايي پوهنتون د تروریستي برید له حمله کوونکو سره تماس خبرې کېدې.

د امریکا حکومت او پوځ تراوسه پوري پاکستان ته د امریکايی پلاوي د سفر او خبرو په اړه څه نه دي ویلي.

2 thoughts on “امریکايي چارواکو د کابل له حملې وروسته له راحیل شریف سره وکتل”
  1. ډیره شرافتمندانه ده چې نور پاکستان ته په افغانستان کې د ترور د مخنوي په موخه هیڅ یو افغان او یاهم بهرنی چارواکی سفر ونه کړي. ځکه چې د پاکستان نظام یو ترورستي نظام دی او ټوله نړۍ په دی ښه پوهیږي خو له له بده مرغه سترګې پرې پټوي.

  2. آخر راحیل شریف او نواز شریف هم د رنجیت سنګهه اولاده ده ، که له رنجیت نه چا خیر لیدلی وی نو له لمسیانو نه به یی هم خیر یوسی او که نه نو هسی وخت مه ضایع کوی. خپل مال ساتی ، ګاونډی غل مه نیسی. که وار یی راغی خوله به یی ورماته کړو.

ځواب ورکول مومند ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *