تاند (یکشنبه، د دلوې ۶) د امریکا او ناټو جګپوړو استازو په کابل کې د افغانستان ولسمشر محمداشرف غني ته له طالبانو سره د سولې د خبرو په اړه معلومات ورکړل.

د ولسمشر غني ویندوی صدیق صدیقي نن پر خپله ټویټرپاڼه کښلي«پرون ولسمشر غني په افغانستان کې د امریکا د سفارت له شارژدافېر راس ویلسن او د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت له قوماندان جنرال سکاټ میلر سره وکتل.

په دې کتنه کې جنرال سکاټ میلر قطر ته د خپل سفر په اړه ولسمشر غني ته معلومات ورکړل.»

د صدیقي په وینا میلر افغانستان ته د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د احتمالي سفر خبر هم ورکړ څو له طالبانو سره د خپلو خبرو د پرمختګ په اړه ولسمشر غني ته معلومات وړاندې کړي.

د صدیقي په وینا، جنرال میلر وویل چې د افغانستان د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او طالبانو ترمنځ خبرې د پرمختګ په لور دوام لري.

د طالبانو د قطر د دفتر ویندوی سُهیل شاهین تېره اوونۍ د پاکستان ډان ورځپاڼې ته وویل چې خلیلزاد او میلر په دوحه کې د طالبانو له استازو سره خبرې وکړې.

ده همداراز وویل چې دواړه خواوې د موافقې لاسلیک ته نژدې شوي دي او ښايي د روانې جنورۍ تر پای ته رسېدو مخکې لاسلیک شي.

شاهین دا هم وویل چې طالبانو موافقه کړې چې تشدد به کموي.

امریکا او طالبان له ۲۰۱۸ کال راهیسې په خپل منځ کې خبرې کوي او په ځلونو د دواړو خواوو ترمنځ د موافقې د نهايي کېدو خبرونه خپاره شوي دي. دواړه خواوې د خپلو خبرو جزییات پټ ساتي.

3 thoughts on “امریکايي چارواکو ولسمشر غني ته د سولې د پروسې په اړه معلومات ورکړل”
  1. د تشدد کمول هیڅ معنی نه لری ، نه شرعی اساس لری او نه هم ملت دا د منافقت وړاندیز منی ، که په رښتیا سره طالبان صلح غواړی نو باید اوربند ته غاړه کیږدی ، که نه دا هسی غلول دی او دوی نه غواړی چه دغه جګړیز تجارت چه ډیری ګټی ددوی جیبونو ته ورځی پریږدی . وګوری د افغانستان اسلامی جمهوری دولت اوربند ته تیار دی خو طالبان تیار نه دی نو اوس ډیره ښه معلومیږی چه څوک صلح ته ژمن دی او څوک د افغانانو وینه تویول غواړی ؟

  2. آمریکا د صلح په باره کی ، یا د خپلو قواو د کمولو او ایستلو په باره کی باید اول دخپل ستراتژیک پارتنریعنی د افغانستان ددولت در هبری سره خبری وکړی او همغږی شی اووروسته بیا د طالبانوسره که لازم وی خبری وکړی ، خو د افغانستان ددولت او طالبانو مستقیم مذاکرات د صلح په باره کی اړینی دی چه بغیر ددی مذاکراتو صلح نه شی راتللای ، ځکه اوس خو ۲۰۰۱ نه دی ، فعلآ د جنګ دوی خواوی دی یوه خوا د افغانستان دولت ، ملت او دهغه نظامی قوتونه اوبل طرف دطالبانو تروریستی ګروپونه

  3. طالبانو ته نږدې سرچینې وايي، د امریکا او طالبانو ترمنځ خبري یوازي د لنډ مهالي اوربند لپاره د سلا مشورو په موخه درول سوي دي.

    سرچینې وايي د تاوتریخوالي کمولو په اړه کړنلاره نهايي شوې؛ خو زلمي خلیلزاد له طالب استازو غوښتي، چې دغه مسله د لنډمهالي اوربند تر سرلیک لاندې له خپلو مشرانو او قومندانانو سره د مشورو پر میز کیدي.

    سرچینې دغه راز ويلي، چې زلمي خلیلزاد بروکسل ته رسیدلی او هلته به د سولې بهیر په تړاو مشورې وکړي.

ځواب ورکول ګل محمد نوری ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *