تاند- امریکايي چارواکي وايي، په افغانستان کې د سولې د پروسې د ملاتړ په اړه د دوی پالیسي ممکن بدله شي.

د متحدو ایالتونو دفاع وزیر جېمز ماتیس د استرالیا په کانبرا کې په زغرده وویل چې امریکا ممکن په افغانستان کې له طالبانو سره نور د سولې هلې ځلې پرېږدي.

دې ته ورته څرګندونې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن کړي او ویلي یې دي چې طالبان تروریستان دي او بالاخره به له پوځي لارې له منځه یووړل شي.

ماتیس وویل«موږ د هغه دښمن په وړاندې درېږو چې پوهېږي د رایو له لارې کامیابېدای نه شي، موږ باید ځان ته د دې حقیقت یادونه وکړو. همدا علت دی چې دوی له بمونو کار اخلي ځکه چې د خلکو په رایو واک ته نه شي رسېدای.»

ټیلرسن زیاته کړه«له افغانستان سره زموږ ژمنه دا ده چې دا هیواد به بیا هیڅکله د تروریستانو پر ځالې نه بدلېږي چې له هغه ځایه پر متمدنې نړۍ یا پر خپل کوم ګاونډي حمله وکړي، له همدې کبله د امریکا متحد ایالتونه تراوسه پورې د افغانستان حکومت هڅوي چې د جګړې د پای ته رسولو د یوازینۍ لارې په توګه د سولې پروسه پرمخ یوسي.»

د امریکا حکومت لا هم د افغانستان په اړه خپله نوې ستراتیژي بشپړه کړې نه ده خو د دغه هیواد د دوو مهمو چارواکو له څرګندونو داسې ښکاري چې دې هیواد د افغانستان په اړه خپل پخوانی دریځ، چې افغانستان ته به شا نه اړوي، بدل کړی نه دی بلکې لا یې جدیت پکې راوستی دی.

د چارو ځینې لویدیځوال کتونکي وايي چې د حقاني شبکې له لوري د کابل وروستیو خونړیو حملو له طالبانو سره د سولې په اړه د امریکايي چارواکو دریځ بدل کړی دی.

One thought on “امریکايي چارواکي وايي، له طالبانو سره د سولې د خبرو پالیسي ممکن بدله کړي”
  1. یوه سړی له یوی بیګانه ښکلی جلۍ سره سفر ته ولاړ! کله چی شپه شوه نودواړو د اعتبار لپاره تر منځ بالښت کښیښود او ویده شول! سبا له سفر راوګرځیدل او ښځه یی تر خپل کوره ږرسوله! حو بل سبا بیا ورغی او ورته ویی ویل چی زه په تا پسی راغلی یم دروازه بیرته که ګنی په دیوال دراوړم!!!!!!!!!!!!خو نجلی ورته وویل :ته په بالښت نه شي اوختلی په دیوال به څه راواوړې ۱۶ کاله او نن اوسبا
    ته راه سبا سبا کوه زه به بیګا کړم
    پریږده چی لوزونه ددروغو دی رشتیا کړم
    حمزه بابا!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!

ځواب ورکول ببرک ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *