تاند- د امریکا یوه جګپوړی استخباراتي چارواکی وویل چې وسله وال طالبان به له افغانستانه د امریکا د ټولو روزونکو او ځواکونو له وتلو دوه کاله وروسته هم په ښارونو کې د حملو توان ولري.

د متحدو ایالتونو د دفاعي استخباراتو د ادارې رييس دا اټکل کانګریس ته په یوه لیکلي وضاحت کې کړې ده.

د امریکا د دفاعي استخباراتو د ادارې رييس برید جنرال وینسینت سټیوارت د سې شنبې په ورځ د کانګریس د وسله والو خدماتو د کمېټې په استماعیه غونډه کې، چې په نړۍ کې د خطرونو د ارزونې لپاره جوړه شوې وه، ګډون وکړ.

ده وویل، په روان ۲۰۱۵ کال کې به د افغان امنیتي ځواکونو په حساس حالت کې وي ځکه چې وسله وال یاغیان به په کلیوالي سیمو کې د خپل نفوذ د زیاتولو لپاره پراخ بریدونه وکړي، او په کلیو کې د یو شمېر پوستو او د ځینو ولسوالیو د مرکزونو په ساتلو کې به افغان امنیتي ځواکونه له چلینج سره مخامخ کړي.

ده همداراز وویل چې وسله وال یاغیان به په ځانګړي ډول په مرکز کابل کې یو لړ لویې حملې هم وکړي. طالبان هڅه کوي چې د افغان امنیتي ځواکونو د وړتیا په باب خلکو ته شکونه پیدا کړي.

برید جنرال سټیوارت په عین حال کې وویل چې طالبان به ښايي په کلیوالي سیمو کې ناکراریو ته دوام ورکړای شي او په ښارونو کې به تر ۲۰۱۸ پوري د حملو توان ولري.

ده اټکل وکړ چې طالبان، القاعده او په افغانستان کې نورې تروریستي ډلې به سږ کال په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د شمېر له کمېدو ګټه واخلي.

حاضردمه په افغانستان کې ۱۰۶۰۰ امریکايي پوځیان او روزونکي مېشت دي چې افغان امنیتي ځواکونه روزي خو ټاکل شوې ده چې د هغو شمېر د سږ کال تر پایه نیم ته رالږ شي. د ۲۰۱۶ په پای کې به یوازې زر تنه امریکايي پوځیان د امریکا د سفارت او کونسلګریو د ساتنې لپاره پاتې شي.

برید جنرال ستیوارت وویل، په روان ۲۰۱۵ کې توقع لري چې افغان امنیتي ځواکونه به په کابل او نورو کلیدي ښارونو کې ثبات وساتي. په لویو لارو کې به هم د تګ راتګ امنیت خوندي کړای شي خو طالبان او القاعده به د نړیوالو ځواکونو د شمېر له کمېدو څخه په استفادې پر افغان امنیتي ځواکونو فشار ډېر کړي، په ګڼ نفوسو سیمو کې به لوی بریدونه وکړي.

6 thoughts on “امریکايي چارواکی؛ طالبان به تر ۲۰۱۸ په افغان ښارونو کې د حملو توان ولري”
  1. ده زان نه لكيه لكه دوي سي امريكاي طالبان روزلي وي او اوس دا كار ده افغانانو دي به هر شي كي به دوي برخه اخلي به افغانستان سي هر سه كيشي هغه مسوله به امريكايان دي

  2. وایی چی لیونی ته یی ویلی وو چی په درمند پسی اور ورته نه کړی. د دغه امریکایی خبری خو دا معنی لری چی طالبان جګړی ته هڅوی دا خو نوی خبره نده چی د امریکا د استخبراتو چارواکی کړی ده. دلته ۴۰ کاله همدغه ډارمه روانه ده.
    موږ بیا وایو چی کله امریکا او ناتو له افغانستان څخه ځی طالبانو ته کومه بانه نه پیدا کیږی چی د خپلو افغان وروڼو سره جګړه وکړی. پکار ده چی طالبان د خپلو افغانانو ورونو سره روغ او جوړه وکړی.ځکه داسی څه نه شته چی طالبان یی د جګړی لپاره بانه کړی.

  3. که افغان ځواکونه په ښو وسلو سنبال شی او د دفاع وزارت کی یو قوی ، مدبر شخص د وزیر په صفت وګمارل شی ، دوی به د هر ډول خارجی تعرض په مقابل کی په میړانی سره مقابله وکړی او پنجابیانو، آخندانو او داعیشیانو اونورو تورمخو ته به غاښ ماتوونکی ځواب ورکړی.

  4. what the hell the talks every things they do by them self and now they says bulshit
    we want those who realy works for islam and afghanista. but thier mission is only to dis-stable the muslim world and we muslim don’t understand.

  5. American just want a continued fighting in Afghanistan and all Islamic world. This is beneficial for them as Afghan will fight among them for nothing and America will get happy of the killing. We as Afghan and Muslims are very much stupid. Fighting at the current situation has no benefit to Afghan and Muslims. Rather it decrease the power of Muslims. I hope that Talipan get to know the fact that they are killed and will kill innocents for nothing and will destroy their future life.

    What American says will be implemented by poor and knowledgeless Talipan and support of American spy (Pakistan).

  6. امريكاه دير كوشش كوى چه اوبه خرى كرى او ماهيان په كشى ونيسى داكار يى هم دا٣٦ كاله تراوسه پورى دوام لرى كه طالب دى كه القاعدة ده كه مجاهد دى كه داعش دى دا ټول ددوى پلان دى په جهان كى دشر او فساد زيزونكى هم دا أمريكا ،انكلس،سعودى ،يهود دى او پاكستان بيا ددى ټولو سبى دى

ځواب ورکول بشير رشاد ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *