تاند- په ډېرو لوېدیځو هیوادونو کې خلک نن د اپریل په لومړۍ نېټه (April Fool) د ساتېرۍ لپاره د یو بل د تېرایستلو لپاره ښکرور درواغ وايي. دا یوازې عام خلک نه دي چې پر یو بل ټوکي کوي، ځینې لویې کمپنۍ هم دا کار کوي.
په ۱۹۹۸ کال برګرکینګ (د برګرو ستر تولیدوونکی) په امریکا کې یو اعلان خپور کړ. په اعلان کې یې ویلي و چې د خپلو خوراکونو په مینو کې یې یو نوی خوراک زیات کړی دی. په زرګونو خلک د دغه نوي خوراک لپاره د برګرکینګ رستورانونو ته لاړل خو نوی خوراک یې ونه موند. کله چې به مشتریانو وویل چې نوي خواړه خو نه ویني، د رستوران چلوونکو به وویل، ولې نن د اپریل لومړۍ نه ده؟!
په ۱۹۶۰ میلادي کال په سویډن کې اعلان وشو چې په اسانه طریقه خپل تور و سپین تلویزیون رنګه کړئ. په هماغه کلونو کې رنګه تلویزیون عام نه و.
په اعلان کې ویل شوي و چې د تلویزیون سټېشن یوه نوې تکنالوژي اختراع کړې چې ستاسو تلویزیونونه رنګه کوي. خلکو ته وویل شول چې د خپلو تلویزیونونو پر شیشو نایلون وغوړوي په خپله به رنګه شي.
سره له دې چې دا اعلان د اپریل د لومړۍ په سهار شوی و خو بیا هم په لکونو خلک په دې اعلان تېروتل.
دقیقه معلومه نه ده چې دا ورځ څنګه او ولي جوړه شوه. خو ځیني وايي چې دا ورځ د دې لپاره رامنځته شوې چې فصل یا موسم بدلېږي.
دا هم یو افغاني اپریل فول
نور ولي سعيد شينواري سهار وختي اميد زهيرمل ته ويلي چې نن د دفتر موټر نشته په پښو بايد دفتر ته لاړ شو، دفتر ته چې راغلل سعيد شينواري خاندي او خوشحاله ده چې زهيرمل يې اپريل فول كړى دى، ما پوښتنه وكړه چې ته نو موټر كې راغلې او كه ته هم ورسره ملګرى وي، واى نه زه هم ورسره ملګرى وم، نو ما ويل دا دي زهير مل نه بلكې خپله ځان اپريل فول كړى.
دا پېښه د تېرکال د اپریل فول په ورځ سعید زابلي په خپل وال لیکلې وه.
Salamoonah;
Tabrieyk! Pashtanie sara pa Ittefaaq shwal!
Afghan wajinah xlassah shwah!!
Daa ham d` April fooul 2 namoonae!!…
هاهاها ..داخو مو زه هم دوکه کړم جالبه داده چې زماانترنت کمزوری وه دا یی سم نه خلاصوه او زما ورته ډیره تلوسه وه
سلام،په دې برخه کې مو تربل هر چا زه ډېر زيات تېر اېستلم ،ځکه همدا اوس اوس ددې ناپېژانده ښکارندې په اړه د دوو کتابونو په ژباړه بوخت يم.يوه هغه مې بشپړه کړې ده اودويمه هغه مې تر لاس لاندې ده.او په ورته حال کې يېپه اړه مالومات هم راټولوم.په هر صورت، موږ ته .اپرېل فول پالل نه ښايي.بياهم مننه اوکورودان.
نن جمعه ده رخصتي ده څوک دفتر ته نه ځي. ته تردوی دواړونه زیات اپریل فول یې
هههههه موژموهم اپریل فول کړو ماچی ویل رشتیا
غوالنګه شوی ده
کاش شینواری صیب په موتر کی راغلی وای او زهیر مل صیب یی پر پشو روان کری وای
ستاسوپاڼی هم خلک آپریل فول کړل ځکه ستاسودراپورسروکۍ داسی دی چی یوڅوک ځانته په دی مطلب رکاږی چی ویی لولی خوپه پای کی هیڅ هم نوی.