تاند- د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې د ځدراڼو قومي مشران وايي چې دوی نور د اتیایمې لسیزې په شان د حقاني او د هغه د زامنو ملاتړ نه کوي.

د ځدراڼو د قومي شورا مشر وايي، هغه څوک چې په ځدراڼو ښوونځی، کلینیک، سړک او نور پرمختیايي کارونه نه لوروي څرنګه به یې قوم ملاتړ وکړي.

له ډېرې مودې راهیسي د خوست او پکتیا ولایتونو پر غرنیو سیمو حقانیان پاچهي کوي.

حقاني په اتیایمه لسیزه کې د پخواني شوروي اتحاد پر ضد د جهاد له کلونو په دغو سمیو کې نوم وایست خو د ۲۰۰۱ کال په پای کې چې د امریکا په مشرۍ نړیوال ايتلاف د طالبانو رژیم وپرزاوه حقاني خپل مرکزونه له ډیورنډ کرښې واړول.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې له راپور سره سم حقاني او زوی یې سراج الدین حقاني، چې اوس د حقاني شبکې مشري کوي، په پاکستان کې اوسي او له هماغه ځایه په افغانستان کې حملې تنظیموي.

په خوست کې د حقاني خپله ځدراڼ قبیله وايي چې دوی له حقاني شبکې سره پرېکون کړی.

د حقاني شبکې یو پخوانی قومندان او د ځدراڼو د قومي شورا غړی فیصل رحیم له حقاني شبکې سره د پاکستان ملاتړ ته په اشارې وايي:«قوم اوس پوهېږي چې حقاني د چا لپاره کار کوي. د ده جګړه جهاد نه دی. دا د ډالرو جنګ دی او د پاکستان د روپیو او قدرت لپاره جنګېږي.»

د حقاني شبکې په ځلونو د افغانستان د حکومت او امریکايي قومندانانو دا ادعا رد کړې چې ګنې دوی د پاکستان د آی ایس آی او پوځ له ملاتړه برخمن دي. دې شیکې تل ځان د ملا عمر په مشرۍ د طالبانو د ډلې برخه بللې خو لوېدیځ کارپوهان وايي چې د حقاني شبکه له نورو طالبانو جلا او مستقل عمل کوي.

نیویارک ټایمز وايي له ټولو نښو نښانو داسي ښکاري چې د حقاني شبکه لا هم د تروریستي ضد ماهرانو او د امریکا د پوځ د قومندانانو لپاره د اندېښنې وړ ده.

ورځپاڼه وايي چې د حقاني شبکې په تېرو کلونو کې د خپل قوم ګڼ مشران، په تېره بیا هغوی چې د ده کسانو ته یې د پناه او ډوډۍ له ورکولو انکار کړی، وژلي دي.

ورځپاڼې د سپټمبر په میاشت کې د خوست په یوه جومات کې د یوه قومي مشر وژل کېدو ته په اشارې لیکلي چې د حقاني شبکې په دې ډول وژنو هڅه کړې چې په خلکو کې وېره او ترهه خپره کړي څو د دوی په وړاندې سر راپورته نه کړي.

د ځدراڼو د یوه قومي مشر او د شورا ريیس محمد علي ځدراڼ په وینا د حقاني شبکه د ښوونځيو، کلینیکونو، سړکونو او نورو مدني خدماتو مخه نیسي نو په داسي یو حالت کې یې څرنګه خلک ملاتړ وکړي.

د ده په وینا پخواني نسل په پټو سترګو د حقاني ملاتړ کاوه خو اوسنی نسل دا کار نه کوي.

5 thoughts on “له حقاني د ځدراڼو له نه ملاتړ سره سره امریکا حقاني شبکه خطرناکه ګڼي”
  1. د تاند ویب پاڼې ګرانو چلوونکو سلامونه او پېرزوینې مې ومنئ.
    ستاسې په دغه مطلب کې خو ما هغه څه ونه لیدل چې د سر ټکي ثبوت وکړي او هغه دا چې ځدراڼ یې نه مني. د ۲۰۰۱ کال راهیسې همدا ځدراڼ وو چې القاعده او حقاني شبکه یې له خپلې خاورې و دنګوله که نه کوم بل اتل خو تر لوګر نه دی ورتېر شوی چې دوی یې له سیمې ایستلي وي.
    زه سره له دې چې ځدراڼو ته منسوب نه یم او له حقاني شبکۍ مې د یوې ډېرې کرغیړنې او انسان وژونکې شبکې په توګه ژوره کرکه کیږي او ډیرې کورنۍ پیژنم چې زامن او پلرونه یې د همدغو جلادانو له لاسه وژل شوي دي لوستونکو ته ډاډ ورکوم چې داسې جلادان د خوست په شریف ولس کې ځای نه لري. پوهیږم چې دا به د کمزورې ژباړې له امله شوې وی او سهوه به وي. خو دا به ډیره بې انصافي وي که مونږ په بې خبرۍ سره داسې عمومي خبرې خپرې کړو چې ولسونه سره بیلوي . حتا که په اصلي مطلب کې یې د ځدراڼو غیرتي قوم په دې تورن کړی هم وای ستاسې ژباړونکي ته ښایي چې هغه یې له دلایلو سره واضح او ردکړې وای ځکه په لمړي ځل زه په پاڼه کې دا لولم چې یو لوی قوم په داسې یوه ګناه تورن شي چې کړی یې هم نه وي. زه ستاسې د ویب پاڼې کلک مینه وال یم او هیله لرم چې دی موضوع ته پام وکړئ او ژریې اصلاح څو زما په شان د نورو د مایوسۍ سبب نه شي.
    په خورا درناوي

    1. سیدي صاحب ډېره مننه چې موږ مو خپلې تېروتنې ته متوجه کړو. په متن کې ویل شوي چې ځدراڼ د حقاني شبکې ملاتړ نه کوي خو له دې سره سره امریکایان فکر کوي چې دا شبکه لا هم خطرناکه او تهدید ده. عنوان ناسم و، ستاسو له برکته مو اصلاح کړ.
      کور ودان
      تاند

  2. په هر قوم کی ښه او بد خلک شته. د یوڅو بدو ، خاینو، وطن خرڅوونکو کسانو لپاره ټول قوم ته بد نه شو ویلای. د حقانی مرتجع او بی ایمانه ډله د خپل ظلم او شقاوت له امله ډیره مشهوره شویده او دا پدی معنی چی دا بدنامه ډل د پاکستان آی اس آی ته ډیر وفاداره او منلی ده. هرڅه چی منافقین ورته وایی دوی یی په منډه اجرا کوی. دوی ته د وطن ، اسلام ، جومات ، قرآن عظیم الشان ، ایمان او ګران افغانستان مفاهیم هیڅ معنی نه لری. د ځدراڼو غیرتی قوم ته پکار ده چی خپل ټول مناسبات له دی بی ایمانه او په کلدارو پلورل شویو ناحقانیانو سره پری کړی او د دوی په مقابل کی له خپل هیواد او ملی اردو ملاتړ وکړی. له الله ج نه د دغو بدمرغو د تباهی او ذلت دوعا کوم.

  3. دا رښتيا ده چه دهغسئ وحشئ اشخاص لکه حقانئ د قومونو د ملاټر نه برخمن نه دۍ او قامونه په دهغو د پردو په غلامانو ملامته هم نه دۍ مګر سرحدۍ قامونو هم خپل فرض هير کړۍ دهغو قامونو د فرايضو کښۍ د سرحد نه دفاع کول يو ضرورۍ عنصر دۍ بل دا چه د ټول قام فرض دۍ چه دهغسئ عناصر په خپل کور کلئ کښۍ پريندئ او قيام وکړۍ د جهاد په وختونو کښۍ هم دولت د جنوبئ کښۍ ډير تلفات درلودل او اسيران به په ډير بئ رحمئ په کښۍ وژل کيدل او اوس هم همغه کار جارۍ دۍ مونږ پختانه بايد چه په دا وپوهيګو چه خپله پښه نوره بايد چه په تبر و نه وهو.

  4. زما په نظر هر هغه کس چې د هېواد ملي ګټو ته ژمن نه وي، که هغه په هرقوم پورې اړه ولري، نه هغه قوم ته چې نوموړی ورته منسوب وي او نه د افغانستان نورو پرګنو ته د منلو وړ دی، جلال الدین حقاني نه پخوا د ځدراڼو قوم ملاتړ د ځانه سره درلود او نه یې اوس لري. تاسو ویني چې د ځدراڼو په ټولو ولسوالیو کې د دولت تر نظام لاندې ادارې موجودې دي او ددې څخه سرګندیږي چې ځدراڼ د اوسني دولت څخه ملاتړ کوي، که څه هم د ځدراڼو جغرافیي موقیت د پښتونخوا سره په پوله ترټولو ناامنه سیمې جنوبي وزیرستان سره پوله لري اود ځدرانو سیمه ټوله غرنۍ ده نو د دولت دوښمنان ډېر په اسانۍ کولای شي چې په یادې سیمې کې تګ او راتګ وکړي خو د ځدراڼو قومي جوړښتونه، دود او دستو ددې باعث ګرځېدلي دي چې د دولت د دښمنانو د ناوړه کړنو مخه ډب کړي

ځواب ورکول انجینر سعیدالله ځدراڼ ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *