ژباړه: غلام نبي شاکر

په واشنګټن کي د انسان د پیدایښت پر کیمیایي او طبیعتي وجود څېړنه کوونکو امریکایي ساینس پوهانو د قرآن کریم خبره (مرګ او ژوند) منلي او ویلي یې دي چي انسان له اسمانه رالیږل سوی او له مړیني وروسته ژوند سته.

د امریکا یو فزیولوجست ډاکټر (الس سلور) په خپل خپور سوي کتاب ته ورته څېړنیز راپور کي لیکلي دي چي انسان د مځکي نه، بلکه له کوم بل ځای څخه راغلی دی، مځکي ته د انسان راتګ له بلي سیارې څخه سوی دی، په دې لړ کي هغه په خپل کتاب کي بېشمېره بېلګي او ثبوتونه وړاندي کړي او ویلي یې دي چي بېله شکه د هغه دغه څېړنه د مسلمانانو د وروستي کتاب قرآن مجید په رڼا کي ترسره سوې چي سل په سلو کي رښتیا ختلې ده،

امریکایي ساینسپوه د قرآن کریم د هغه آیاتونو ژباړه کړې چي د مځکي او اسمانونو د تخلیق ترڅنګ د انسان د تخلیق یادونه هم سوې ده چي هغه ورڅخه اغېزمن سو او شاوخوا لس کاله یې دهغه په اړه ساینسي څېړني وکړې او خبره دې ته راورسېده چي نور مخلوق همدلته پیدا سوی خو ښاغلی انسان د کومي بلي سیارې یا آسمان څخه رانازل سوی دی.

یو بل امریکایي ساینسپوه (رابرټ لانزا) په خپلو څېړنو کي ویلي دي انسان چي په دنیا کي پیدا سوی هغه بیاځلي ژوندی کیږي، مړینه یو پړاو دی چي هرڅوک اړ دي چي یوځل ورڅخه تېر سي که هغه انسان وي یا حیوان یوځل به هرومرو د مرګ خوند وګوري.

یو مطبوعاتي کنفرانس ته په خپله وینا کي هغه زیاته کړه: ما د زړه له تله د قرآن کریم او احادثو مطالعه کړې او د خپلې اوږدې څېړني په نتیجه کي دې پایلي ته رسېدلی یم څه چي په قرآن پاک کي دي، رښتیا دي، د انسان تخلیق او مرګ د یوداسي نالیدلي ځواک (طاقت) په لاس کي دي چي پیدا کوي یې هم هغه او ژوند هم هغه ورکوي.

(رابرټ لانزا) وایي: کله چي د انسان روح الوزي ترڅو ساعتونو پوري یې په وجود کي ژوند موجود وي چي داخبره طبي نړۍ هم منلې ده، هغه په دې څېړنه کي دې پایلي ته رسېدلی دی لکه څنګه چي انسان د پیدائښت، کوچنیوالی، ځوانۍ او زړښت پړاوونه تېروي همدا ډول د مرګ نه وروسته هم یو پړاو موجود دی.

نوموړي د بېشمېره مثالونو له وړاندي کړلو سره وویل چي قرآن کریم هغه کتاب دي چي له شک پرته د څښتن تعالی کلام دی، هغه (خدای پاک) تورات، زبور او انجیل هم را نازل کړي دي.

امریکایي ساینسپوه دا هم وویل چي د ټولو کتابونو تر مطالعې وروسته زه دې نتیجې ته ورسېدم چي په هر کتاب کي د وروستني رسول (صل الله علیه وسلم) او وروستني کتاب قرآن مجید یادونه سوې ده.

5 thoughts on “امریکایي ساینسپوهان قرآن کریم رښتونی کتاب ګڼي”
  1. الحمدالله الحمدالله چی کافران ورج تربلی پوهیزی زموژ پر شکلی اومعظم کتاب اوپر نبی کریم صلی الله علیه وسلم منی په حق سره په دی نه پوهیزم چی ولی ایمان نه راوری؟

  2. یره که دا ځانمرګي خره او د انسانانو تعذیب نه وای لکه چې دا طالبي ځناور یې کوي باور وکړئ چې ډېر زیات انسانان به په اروپا او امریکا کې مسلمانان شوي وو. اوس د دغو ځناورو ظلمونه ټول په یوټیوب ویب سایټ کې خلک ګوري او له اسلام نه یې زړونه تورېږي.

  3. د اسلام مبارک دين دښمنانو چې اسلامي حقايق وليدل پر دې پوه او وارخطا شول چې ټوله نړۍ به مسلمانه شي نو د اسلام د مبارک دين د نوم بدولو او د خپلو خلکو د ذهن مغشوشولو لپاره ېې په ملياردونو ډالر ولګول او په زرهاو خپل عسکر ېې د مرګ کندې ته وغورزول تر څو اسلام او مسلمانانو څخه نفرت وشي

ځواب ورکول خاطر ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *