تاند – امریکایي سناتورجان مککین په کابل کې له اشرف غني احمدزي سره وکتل او د افغانستان د انتخاباتو پر روانې لانجې ورسره وغږیده.
جان مککین تر دې لیدنې وروسته د ولسمشرۍ له بل کاندید عبدالله عبدالله سره خبرې وکړې.
کابل ته د جان مککین ملګرتیا په دې سفر کې بل سناتور لینډسې ګراهام هم کوي. دغه امریکایي سناتوران د جولای په دریمه له هنده کابل ته ولاړل.
دوی د چهارشنبه په ورځ هند ته په دوه ورځني سفر تللي وو او هلته یې له هندي چارواکو سره هم د افغانستان په اړه خبرې کړې وې.
واشنګتن هیله لري چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته په افغانستان کې د هند ونډه پسې پراخه شي. هند هغه هیواد دی چې له افغانستان سره یې شاوخوا دوه میلیارډه ډالر مرستې د طالبانو د رژیم له ماتې وروسته کړې دي او په افغانستان کې د هند ډيرې ښکیلتیا ته اسلام اباد اندیښمن دی.
یو شمیر افغان کتونکي د جان مککین د کابل سفر ته هیلمن دي چې کیدای شي د افغانستان د انتخاباتو لانجه هواره کړي. په ۲۰۰۹کال کې چې کله عبدالله عبدالله د انتخاباتو پر مهال پر بل کاندید حامد کرزي تور پورې کړ چې پراخې درغلۍ یې کړې دي، بیا هغه و چې امریکایی سناتور جان کیري کابل ته راغی او عبدالله یې قانع کړ چې له خپلې غوښتنې تیر شي او د دوهم دور انتخاباتو ته ولاړ نه شي.
دا د ډیری خوښۍ ځای دی چی افغانستان نړیوال ملګری لری او په سختو ، بحرانی حالاتو کی زمونږ ملګرتیا کوی. که مونږ د خپلو ګاونډیو هیوادونو مشرانو او پالیسی ته وګورو ، دوی زمونږ په جګړو ، ناامنیو او اختلافاتو خوشحالیږی اوتل د دو رقیبو ډلو ترمنځ تیږی ټکوی او غواړی د جګړی او بی اعتمادی اور بل وساتی.
یو یی کابل ښار کی د مظاهرو لپاره شعارونه او پلاکارتونه رالیږی او د دوی په لاس جوړشویو تلویزیونونو کی ګران ملت ته سپکی سپوری وایی اوزهرجن تبلیغات کوی او بل یی په سرحدی ولایتونو کی ګرمه جګړه لانوره هم تودوی چی پکی له دواړو خواوو زمونږ هیواد وال وژل کیږی او دوی تری خوند اخلی.
زمونږ هیله داده چی د افغانستان راتلونکی ولسمشر ښاغلی احمدزی یو منظم او سنجول شوی خارجی سیاست له ګاونډیو هیوادونو او نورو بین المللی دوستانو سره پرمخ بوځی. په لومړی قدم کی د افغانستان د باندینیو چارو وزارت له مافیایی ډلی نه واخلی او په هیڅ صورت سره د دی مهم وزارت واک جنګ سالارانو ته ورکړی .
کوم هیواد وال چی په بهرکی اوسی د دوی له لاسه دومره په تکلیف دی چی شاید زمونږ هیواد وال په داخل کی تری په عذاب نه وی . له بلی خوا دو د خپلو شومو اهدافو د پرمخ بوولو لپاره ښه چانس لری چی لانور هم خپل کرغیړن ژوند ته ادامه ورکړی او مالی مرستی راجلب کړی. البته د ښاغلی کرزی د حکومت د بدنامی یو اصلی عامل همدا وزارت و چی د مافیایی او جنګسالارانو په لاس کی پاته دی.