خبریال: میرویس جلالزی – د امریکا یوه مخکښ سناتور چې په افغانستان او عراق کې یې د پوځي چارو مهمې دندې پر مخ بیولي پر نوي افغان ولسمشر ډاکټر اشرف غني د امریکا کلک باور څرګند کړی او امریکايي مشرتابه ته يې خبرداری ورکړی چې د افغانستان د حالاتو د عراقي کولو باید مخنیوی وکړي.

سناتور ټام کوتن ویلي سپینه ماڼۍ د افغانستان په باب باید د عراق له ماموریت څخه زده کړي درسونه له یاده و نه باسي.

سناتور ټام کوتن د امریکا له ولسمشر بارک اوباما او د دغه هیواد له نورو تصمیم نیوکو چارواکو غوښتي چې د افغانستان د ماموریت او هغلته د ټاکل شویو اهدافو په باب بیاځلي کتنه وکړي.

دغه امریکايي سناتور د ډاکټر اشرف غني احمدزي مدیریت د افغانستان په څير له جګړې راوتلي هیواد لپاره ډیر مهم بللی او زیاته کړې يې ده چې د هغه د مدیریتي اهدافو د پوره کېدو لپاره له کابل سره د واشنګټن ډیرې مرستې اړینې دي.

سناتور کوتن څو ورځې وروسته تر هغه دا غوښته کړې چې د امریکا د دفاع وزارت لپاره نوماند وزیر هم ویلي چې دی به د اړتیا په وخت کې په افغانستان کې د امریکايي سرتیرو په شمیر او ماموریت له سره کتنه وکړي.

سناتور کوتن چې د امریکا په وخت د پنجشنبې په ماښام د دغه هیواد د سولې په انستیتیوت کې وینا کوله وویل: که چیرته په افغانستان کې د ولسمشر اوباما او دفاع وزارت ستراتیژیستانو هغه پلان ته وګورو او ورته ژور فکر وکړو چې له مخې یې له افغانستانه زمونږ سرتیري وباسي، نو لري به نه وي چې د دغه پلان له مخې د عراق حالات په افغانستان کې هم تکرار شي.

له عراق څخه د امریکايي سرتیرو له وتلو وروسته دغلته تر ډیره بریده کورنۍ جګړې ته لاره هواره شوې او هره میاشت په سلګونو انسانان د دغه هیواد د پلازمینې په ګډون د هیواد په بیلا بیلو برخو کې وژل کیږي.

هدفي وژني په عراق کې د امریکایي سرتیرو د حضور له پای ته رسیدو وروسته بله لوی ګواښ دی چې اوس ورسره شعیه او سني مشران، حکومتي چارواکي او سوداګر مخامخ دي.

سناتور کوتن چې د افغانستان او عراق لپاره یي د امریکې په پوځ کې هم د مخکښ کپټان په توګه په مختلفو کلونو کې کار کړی زیاته کړي، چې په افغانستان کې په تیرو ۱۴ کلونو کې د روغتیا، فساد سره د مبارزي او د هیواد د راتلونکي په اړه د افغانانو د باور جوړولو لپاره ډیر کار شوی خو مطبوعاتو ورته هغسي چې لازمه ده انعکاس نه دی ورکړی.

هغه په افغانستان کې شوي پرمختګونه ماتونکي بللي، او هغه په دې مانا چې د دغو پرمختګونو د ساتلو لپاره باید امریکا په افغانستان کې غښتلی حضور ولري څو دغلته نوی تشکیل شوی حکومت له ستونزو وژغوري.

نوموړي د دې پوښتني په ځواب کې چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو تر ټولو لوی بری کوم وو ویلي: زمونږ لوی بری په افغانستان او سیمه کې د القاعدي ځپل او د هغوي د ظالم مشر او کلیدي قوماندانانو له مینځه وړل ول.

دغه امریکاي سناتور زیاته کړي چې افغانستان باید یوازي پرینږدو هغه هیواد چې القاعده پکې زیږیدلي وه او اوس هم دغه ډله پکې د اوسیدو او بیا را ټوکیدو لپاره ډیره مینه لري، او د ټولو سرتیرو ایستل به د القاعدې دغه مینه په حقیقت بدله کړي.

سناتور کوتن د القاعدې جنګیالي هغه بد عناصر وبلل چې پر وینا يي له افغانستان د امریکايي ځواکونو وتلو ته انتظار باسي او دا وايي چې که امریکایان ساعت لري دوي وخت ته انظار باسي.

هغه همدا راز ویلي کله چې په ۲۰۱۱ کې اوباما له عراقه ټول سرتیري وایستل هلته ههم القاعده د افغانستان په څیر ځپل شوي وه خو وروسته پکې د اسلامي دولت جنیګالو په نامه یوي بلي سخت دریځي ډلي سر راپورته کړ چې په واقیعت کې د القاعدې له پاتي شونو او نورو بي رحمو انسانانو جوړه یوه ډله ده .

دغه سناتور د اوباما لپاره هم دا ګرانه بللي چې په افغانستان کې په قطعي شوي پلان له سره غور وکړي لیکن د امریکا د ولس، سناتورانو او نورو یو شمیر سیاست والو لپاره دا روښانه ده چې د افغانستان حالت څومره نازک او د امریکې د کورني امنیت لپاره څومره مهم دي.

سناتور کوتن همدا راز په خپله وینا کې د افغانستان د نوي ولسمشر ډاکټر اشرف غني له مدیریت او رهبرۍ له توان څخه ستاینه وکړه او هغه باور وښود چې ډاکټر غني به وکړای شي تر لازمه حده حالات کنټرول کړي.

هغه ډاکټر غني د غرب او امریکا لپاره یو باوري ملګری وباله.

د امریکې د بروکینګز انستیتیوت د راپور له مخې چې د ۲۰۱۴ کال تر سپټمر میاشتي پوري په افغانستان کې ۲۴۰۰۰ امریکايي سرتیري دیره ول خو دا شمیره له ۲۰۱۴ کال دمخه ۱۰۱۰۰۰ سرتیرو ته رسیده او ټاکل شوي چې د ۲۰۱۷ کال تر جنورۍ پوري یوازي ۱۰۰۰ تنو سرتیرو ته را ټیټه کړای شي.

One thought on “امریکایي سناتور: پر ولسمشر غني ډاډه یو، افغانستان به نه هیروو”
  1. داجه ما د١٣٥٧ كال رابه دي خوا دافغانستان حالات به قدرت داري اونه قدرت داري له لاري به مهمو بخشو كي تعقيب كري.د أمريكاءي سناتور تحليل دافغانستان دباره به خاي بولم او دا يو واقعي او نظامي تحليل دي.بايد دتو جوه ور وكرخي .داجه وروسته دوهم عراق دافغانستان خخه جوريزي بايد قبلي تدابير وسنجول شي.(داسي نه شي جه بعد از كوز زدن جارزا نو نشستن )ورخخه جورشوي..
    مكر زه دامريكا ءي سناتور توجوه سياسي أرخ ته راجلبوم.
    داجه جان كيري غته اشتباه دملي دولت جورولو به هكله دوه سره حكومت رامنخته كول به افغانستان كي ديوي سرطان داني حيثيت لري.او دي سرطان داني همدا اوس به ريشه ز غلؤلؤ شروع كري كه ددي مرض مخه ونه نيول شي تولي هيلي به نا هيلي شي.
    واضح او بوست كنده وايم كه جيري دوطن تولي سياسي او نظامي جاري ديوه لإسه جه دشه مديريت قدرت ولري ونه سبارل شي تولي هيلي به ناكامه وي.اوكه جيري دا جاري يواخي داكتر اشرف غني ته وسبارل شي دامريكي دتولو ناكامي هيلوته به دورو بوزه كيزدي.
    داجه زما وطن دي زره مي درد كوي ترس نه لرم بيم نه لرم دسر به قرباني به داخلي او خارجي خلكو جه دافغانستان سره مينه لري كه دعبدالله مخنوي ونه شي او ددولت دجار وكناره نه شي داوطن به تل به وينو كي لمبيزي كه دعبدالله لاس ددولت خخه ووخي زه دوطن امنيت او آرامي به خبله جنرالي او نظامي تفكر تضمين وم.
    دا توكي تكا لي اونه دكوم تعصب خبري دي دا رشتيني او دوطن درد خبري دي.لطفاء زمونز دوطن والو به زره دملهم بتي كيزدي.

ځواب ورکول جنرال حبيب الله جلالزوي ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *