خبریال: میرویس جلالزی – د امریکا حکومت وايي پلان لري د افغانانو لپاره د کډوالۍ د ځانګړو ویزو (SIV) د ورکړې پروسه وغځوي.
دا ویزې هغو افغانانو ته ورکول کیږي چې په افغانستان کې یې د امریکا له پوځي او ملکي ادارو سره په یو نه یو ډول کار کړی وي او دا ثابته کړي چې په امریکا کې دغه ملک ته خطر نه پیښوي او په افغانستان کې یې هم خپله دنده په صداقت سرته رسولې ده.
دغه پروسه د روان میلادي کال تر پایه بشپړېده خو اوس د امریکا دولت ژمنه کړې چې دوی به خپل هیڅ افغان همکار هم یوازي او تر شا نه پریږدي او له ټولو سره به د د دغه پروګرام په چوکاټ کې همکاري کوي.
د امریکا د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال هیدرهیګن باتم پر وینا بهرنیو چارو وزارت هڅه کوي نه یوازي دا چې دا پروسه د ۲۰۱۶ کال تر پایه وغزوي بلکې دغې پروسي ته چټکوالی هم ورکړي.
اوس مهال ډیری هغه افغانان چې دغو ویزو ته يي غوښتنلیکونه سپارلي شکایت کوي چې دا پروسه ډیره ټکنۍ او په کابل کې د امریکا د سفارتي کارکوونکو له لوري ډیره سوکه پر مخ ځي.
د ښاغلي باتم پر وینا دوی به نه یوازي دا پروسه چټکه کړې بلکې افغانانو ته به دا هم ثابته کړي چې امریکا یو باوری ملګری دی او هیڅکله خپل ملګري نه هیروي او د هغوی د مرستو قدرداني کوي.
ویل کیږي چې د امریکا د کډوالۍ د ځانګړو ویزو (SIV) د پروسې له پیل راهیسي په ز رګونو افغانان امریکا ته بیول شوي او لا هم څه باندي لس زره غوښتنلیکونه دغه هیواد ته د افغانانو له لوري سپارل شوي څو د ور پیښو خطرونو څخه د خونديتوب لپاره امریکا ته ولاړ شي.
دغلته يي مه در غواڑه ملی اوردو ملی پولیس افغان زوانانو ته په کوردننه کار اوده امنیت لپاره ڑین گامونه پورته کڑئ .
ملی اوردو ملی پولیس اوپه ٹوله کی حکومت سره صادقانه مرسته وکڑی .
طیاری لوجستیک اومدافع زواک وربرابر کڑی