تاند، شنبه، د دلوې ۱۹مه: د مرکزي او سویلي آسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الیس ویلز په افغان حکومت غږ کړی چې پر فساد تورنو چارواکو باندې قانون پلی کړي.
الیس ویلز په یو ټویټ کې ویلي، چې د مخدره توکو قاچاق د بې ثباتۍ لامل کیږي او د ښې حکومتدارۍ او د افغانستان اقتصاد پراختیا ته زیان رسوي.
هغې ټینګار کړی چې حکومت باید فاسدو چارواکو پر ضد اقدامات وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د کورنیو چارو وزارت څو ورځې وړاندې د کابل پولیسو د مخدره توکو پرضد د مبارزې مدیر په ګډون شپږ پولیس چارواکي د مخدره توکو د قاچاق او ویشلو په تور نیولي دي.
د دې وزارت ویاند نصرت رحیمي وویل چې د کابل امنیه قومندانۍ د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې مدیر میان احمد احمدي په کابل کې د مخدره توکو یو ترټولو لوی قاچاقبر ، مافیا او ملاتړ کوونکی و.
په ورته وخت کې د کابل ښار د پنځمې ناحیې د مخدره د توکو کشف آمر عبدالرحمن ، د کابل ولایت د مخدره توکو د عملیاتو د ټیم قوماندان الله داد، د کابل پولیسو د مخدره توکو کنټرول څانګې کې د کیمیاوي درملو د کنټرول مرستیال فرید الله، د مدیریت تحلیل او ارزونې افسر لمر او د کابل د مخدره توکو کشف څانګې مشر هم په همدغه تور نیول شوی و.
هههههه دا فسادیان قاچاقبر اشرار ترهګر خو همدو کثیفو سورسومبیو چاغ کړي،
امریکا چی کله افغانستان ته راغلل نو دلته فساد او قچاق زیات شو ځکه مخکینی د کرزی د دوری لوړ رتبه چارواکی د مخدره موادو په قچاق او نورو غلاوو کی لاس لری چی پدی کار کی امریکایی چارواکی ۵۰ سلنه شریک دی
دولت ته پکار ده چی کابل بانک او مخکینی چارواکو قضیی چی اوس په څارنوالی کی دی افشا او تطبیق لپاره یی لویه بی طرفه او د بین المللی ټولنی غړی هم شامل وو یوه خپلواکه تفتیش او څارنی یوه اداره جوړه کړی ترڅو افغانان پوه شی چی کومو مخکینیو او اوسنیو چارواکو د ولس له خزانی غلا او قچاق کړی
ځکه همدی پرونی چارواکو په پچو کی هم فساد کړی وو چی زیاتره وخت په فیسبوک کی ورته پچو غل وزیر ویل کیږی داسی نور چارواکی هم شته چی غلا او قچاق او مخدره موادو مافیایی کړی سره اړیکی لری