تاند- د امریکا متحدو ایالتونو د افغانستان څو لرغوني اثار د دوشنبې په ورځ بېرته دغه هیواد ته وسپارل.

دا په تېرو اتو کلونو کې څلورم ځل دی چې د امریکا متحد ایالتونه افغانستان ته خپل لرغوني اثار بېرته ګرځوي.

د امریکا د ګمرکونو مامورینو په واشنګټن کې د افغانستان په سفارت کې په یو لړ مراسمو کې افغان سفیر اکلیل حکیمي ته د افغانستان لرغوني اثار وسپارل.

دا اثار د امریکا په ګمرکونو کې له قاچاقبرو څخه نیول شوي ول.

د امریکا د ګمرک چارواکو وویل چې دا اثار، چې د شرابو یو رومي جام او یو شمېر طلايي وسایل ول، د ۲۰۱۱ کال په مارچ میاشت کې د نیوجرسي په نیوارک هوايي ډګر کې د تلاشۍ په مهال نیول شوي ول.

رومي جام له پنځمې تر اتمې پېړۍ پوري تړاو لري. درې نور اثار د پنځمې میلاد مخکې پېړۍ دي. د سرو زرو اثار په اوولسمه پېړۍ پوري تعلق لري.

One thought on “امریکا افغان سفیر ته د افغانستان لرغوني اثار وسپارل”
  1. سفیر صاحب د اثارو دی دیره مننه خو مونږ تر آثارو خپل آزادی ته دیره اړیو
    که لطف وکړی مونږ ته رهبر او زعیم مه تاکۍ دا آثاربه هم بیرته درته درکړو

ځواب ورکول افغان زاده ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *