تاند- د امریکا هوايي ځواک وايي، د افغانستان هوايي ځواک ته یې ۵ نور (MD530F Cayuse) سپک جنګي هیلي کوپترونه ورکړل.

دا ۵ څرخکې د شنبې په ورځ /جولای۱۶/ د امریکا د متحده ایالتونو د هوايي ځواک له اډې څخه د سترې ترانسپورتي الوتکې په وسیله په کابل کې د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر ته راوړل شوې.

دا (MD530F Cayuse) څرخکې، چې افغان هوايي ځواک ته وسپارل شوې، په راکټونو او ماشینګڼو سمبال دي.

د امریکا لوی درستیز د افغانستان په وروستي سفر کې ژمنه وکړه چې هیواد به یې د افغانستان هوايي ځواک ته نورې الوتکې هم ورکړي.

اوس افغان هوايي ځواک له خپلو جنګي الوتکو څخه د طالبانو پر ضد په جګړه کې پراخ کار اخلي.

One thought on “امریکا افغان هوايي ځواک ته ۵ نور هیلي کوپترونه ورکړل”

ځواب ورکول امان للله ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *