تاند- د امریکا دفاع وزارت د افغانستان هوايي ځواکونو ته ۶ نورې سوپر توکانو الوتکې ورکړې.
له دې سره افغان هوايي ځواک ته د امریکا له لوري د سوپرتوکانو د سپارل شویو الوتکو شمېر ۱۲ ته ورسېد.
ټاکل شوې ده چې یو شمېر نورې سوپر توکانو الوتکې هم د افغانستان هوايي ځواک ته ورکړل شي.
اووه سوپر توکانو الوتکې په ګورجستان کې دي چې افغان پېلوټان پرې وروزل شي.
حاضردمه ۳۰ افغان پېلوټان او ۹۰ ټکنېشنان د سوپر توکانو الوتکو لپاره تر روزنې لاندې دي او د ۱۷ پېلوټانو او ۴۸ ټکنېشنانو روزنه پای ته رسېدلې ده.
سوپر توکانو تر جټ الوتکو په ټیټه ارتفاع الوتلی شي او سرعت یې هم لږ دی او دا دوې ځانګړتیاوې سبب شوي چې هغه د افغانستان د شرایطو لپاره مناسبې وګڼل شي.
دا الوتکې پر عادي هواره مځکه هم کښېنستی شي او اوږدې الوتلارې (رنوې) ته اړتیا نه لري.
امریکا ۶ بلک هاوک هیلي کوپترونه هم د افغانستان هوايي ځواک ته ورکړي او په پام کې ده چې ټولټال ۱۵۹ بلک هاوک څرخکې ورکړي.
ښه خبر ده ، خو هيله ده په راتلونکي کې د نظامي قوتونو په باب په احتیاط سره معلومات خپاره کړل شي.