فول برایټ سکالرشیپونه

تاند- په کابل کې د امریکا سفارت په یوه خبرپاڼه کې له هغو افغانانو چې لېواله دي په امریکا کې د زده کړو لپاره د فول برایټ سکالرشیپونه ترلاسه کړي، غوښتي چې د امریکا د سفارت په ویبپاڼه کې د غوښتنلیک فورمې ډاونلوډ کړي او د روان میلادي کال د جون تر لومړۍ نېټې وړاندې یې سفارت ته ولېږي.

دا سکالرشیپونه د ۲۰۱۶-۲۰۱۷ تعلیمي کال لپاره دي. او غوښتنلیکونه د اپریل له لومړۍ څخه مني.

په کابل کې د امریکا د سفارت له لوري د افغانانو د ظرفیتونو د لوړولو اعلان شوی پروګرام له افغانستان سره د امریکا د تعلیمي مرستو یو تر ټولو مهم پروګرام ګڼل کېږي.

امریکا په تېرو شلو کلونو کې په سلګونو افغانانو ته په امریکا کې د لوړو زده کړو سکالرشیپونه ورکړي دي.

د امریکا سفارت وايي چې د یوې شفافې او عادلانه پروسې پر اساس به غوره کسانو ته سکالرشیپونه ورکړي.

2 thoughts on “امریکا د افغانانو د ظرفیتونو د لوړولو لپاره سکالرشیپونه اعلان کړل”
  1. graguate from university I am bachelor (BBA) so i can plan for (MBA) this my decision so any chanced coming in scholarship inshallah i complete my MBA

ځواب ورکول KHALID ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *