تاند- د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د حکومت له لوري د بګرام د ۷۲ بندیانو، چې واشنګټن یې خطرناک بولي، د خوشي کېدو پر پرېکړې اندېښنه څرګنده کړه.
د افغانستان د ملي امنیت ریاست نن په ارګ کې په عدلي او قضايي غونډه کې ولسمشر کرزي ته په یوه راپور کې اعلان وکړ چې د بګرام د محبس د ۸۸ بندیانو د دوسیې له څېړلو وروسته ورته څرګنده شوه چې ۴۵ تنه یې هیڅ راز جرمي شواهد نه لري، د ۴۵ تنو نورو په اړه یوازې عادي اطلاع موجوده ده خو ۱۶ تنه یې هغه بندیان دي چې د هیواد په امنیتي ادارو کې د هغوی په اړه د جرم اسناد موجود دي.
پر دې اساس به له ۱۶ بندیانو پرته پاتې ۷۲ بندیان خوشي شي.
غونډې ته د بګرام په زندان کې د هغو ۸۸ تنو بندیانو په اړه چې د بګرام د بندیانو د دوسیو د بیاکتنې بورد او امریکا ترمنځ یې د سبرخلیک په باب د نظر اختلاف موجود دی، د ملي امنیت د لوی ریاست د سرپرست انجنیر رحمت الله نبیل لخوا راپور وړاندې شو.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویندویې جین ساکي (Jen Psaki) د افغانستان د حکومت د پرېکړې له اعلانېدو وروسته نن وویل:«دا ۷۲ تنه بندیان خطرناک جنایتکاران دي چې له تروریستو جنایتکارانو سره د دوی د اړیکو او د سړک د غاړې په بمي چاودنو کې د دوی د لاس لرلو په اړه موږ کره او کلک شواهد لرو.»
ساکي دا هم وویل چې د سړک د غاړې په چاودنو او نورو چاودونکو موادو ډېر شمېر افغانانو ته مرکګ ژوبلې اوړي.
اغلې ساکي د هغو سلګونو نورو بندیانو په اړه څه ونه ویل چې په کلونو– کلونو په بګرام بند کې ساتل شوي ول او دوی د هغوی د توقیفولو په اړه هیڅ راز شواهد او اسناد نه لرل.
دا د افغانستان حکومت خو دا یوه اونۍ
چیغې وهي چې که څوک شواهد لري راوړاندې دې یې کړي که نه ولې یې یو تبعه بې ګناه بندي وي، که امریکایانو لرل ولې یې په لاس نه ورکول؟ ښه خبره ده که یو څوک جرم لري باید سزا یې وویني خو هسې نه چې بې ګناه او بې خطا یو څوک بندي شي. یو امریکایي چې په ناقانونه ډول په امریکا کې بندی شوی وه دوی څو میلیونه ډالر جریمه ورکړه، آیا دوی د هغوی زرګونو بندیانو د بې ګناه توقیف او د هغوی د هغوی د کورنیو د زورونې له امله څه ورکړل؟
ودغو امریکایانوته باید په ډیر وضاحت وویل شی چه زموږ دغه بی ګناه خلګ چی تا په کلونو کلونه دبګرام په زندان کی بندی ساتلی ووه ګناه یی څه وو بله ګنا خو تا اثبات نه کړه او شواهد نه لری ما چی تاته وویل چی دغه ته ګناه کاران بولی په کومو شواهدو او اسنادو را مخته یی کړه تا نه شواهد درلوده او نه اسناد پلاس کی لری ویلی دی زموږ دغه بی ګناه درپدره او مسکینان بندیانه ول ایا تاخپل فعالیت په دی ښکارندوی کوی چی موږ داسی فعالیت کړی دی نن خو دی فعالیت معلوم شو چی داټول بندیان چی تا نیولی دی داستاسره بی ګناه پراته وو یوه ورځ می موتر دیو سړک پرغاړه درولی وو دلته نږدی ترافیک هم ولاړ وه او دموټرانو اسناد یی چک کول دروږی میاشت وه او دروزه مات وخت هم رانږدی وو نو په دی وخت کی دترافیکو سه یو موتر په ځغاسته ولاړ او بل ترافیک زما خواته راغلی او په ډیر ه چالاکی زما موټر ته راوخوت وایی هله دغه موټر را ونیسه زما ښه زړه نه غوښتل موټر ته می حرکت ورکړی نو ده ته می وویل دا روزه وګوره او دا دروزی مات وخت هغه ولاړی پریږده بیا به بل وخت پلاس درشی خو څه اندازه پسی ولاړو موټر مو ونه نیوی نو ترافیک راته وویل چی بس دی را وګرځوه نو ما بیرته را وګرځوی او دلته چی راغلو نو ترافیک خپل مشر ته زه پلاس ورکړم او دهغه تښتیدلی موټر پر ځای زما مو ټر زندانی شو نن دامریکایانو ده هم داسی کیسی دی هغه اصلی مجرمان ګرځی پاکستان ورته وایه ودغه نفر ته څه مه وایاست دا زموږ او ستاسی په درد خوری هغه ته هیڅوک ږغ نه کوی اونه نیول کیږی دغه بیګناه خلګ هر وخت نیول شوی وی او قسماقسمه تورونه پری تړل شوی وی که چیری دغه ټول کسان چی دوی په زندان کی ساتلی ووه دا ټول هغه اصلی کسان وای نو ددوی اصلی تعداد په څو وی که چیری ددغه اوباما دپارټی چی هرڅه امکانات لری ددونیا لوی طاقت ځانته وایه په دغه تعداد خلګ ځنی بندیان شی بیابه ده ته څومره زور پاته وی چی دی دخپل مخالف سره مقابل وکړای شی دده څخه باید پوښتنه وشی چی تا 2001کال راهسی چی تا دلته فعالیت شروع کړی دی تا څه لاسته راوړنی راوړی دی ایا تا خپل ځان به امن کړی موږ ته دی امن راوستی ستا خبره به موږ دیو ګړی دپاره ومنو چی دغه بندیا چی تا ساتلی دی دا یی ګناه کاره او مجرم تا ددوی سه په تحقیق کی ددوی سه کومه پوښتنه کړی او په دوی تا کوم اقرار کړی او تا ته دوی کوم جواب ویلی دی تا پر دو ی کوم اثبات پیداکړ دوی چی تاته اقرار وکړی او تاته یی خپل ټول اقرار وکړ خپل مرکز او خپل دهمایت ځای او اشخاص در وښودل تا ددوی کوم مرکز معلوم کړی او ددوی کوم مرکز دمابین سه یو وړ ای تاته دوی دومره په طاقت کی شول چی دوی تاته دخپل مرکزی نقطی دښودلو سه انکار کړی دی او تاته یی نه دی ښودلی دا خو دامکان سه لری خبره ده چی نه دی تاته هڅ در ښوولی وی اونه دی تا ددوی سه پوښتنه کړی وی داصلی نفرو ځای تاته معلوم شوی دی او تاته معلوم دی او ته یی دمابین سه نه وړی په هغه کی ستا هدفونه شته او ته هیڅکله نه غواړی چی دا غمیزه دی پای ته ورسیږی که چیری پای ته ورسیږی ته خپل هدفو ته نشی رسیدلای تا زموږ څو کسان خپل داصلحو دامتحان په خاطر دمابین سه یو وړه ایا دشنډنډ خلګ چی تا بمبار کړه ایا ستا نا پوهی وه که تا خبل سلاح امتحانه ول په کندهار کی چی کوم پټاونه وشول ایا هغه طالیبان وه که تا امتحان کوی ایا که تا غوښتلای چی اصلی ترهګردمابین سه وسی تا ته یی ځای معلوم نه وو او که تاته یو ستونځه وه داول سر په بمباری کی دی ستا سه یو ستن نه خطاکیدل نن ډیر غټ مرکزونه در سه ورک دی ؟ که تا کولای دکویټی شورا څه کوی دګردیجنګل مرکزونه خو ختمولای شی دبهرامچی دغرو سه خو دیوه ساعت په موده ځان خلاصولای شی هلته مواد وروړی او هلته تعلیم ورکوی او دافغانستان په مرکزونو کی امتحان ځنی اخلی دښوراو دمیدان سه په مو ټر ټیله پسی کوی او دمرجی حدودو ته ځان رسوی او هلته داصلحی ډکه ټیله دی دمو ټر سه خلاصیږی او موټر پیره ځان رارسوی او په اصلحی دی بالفوره طالب ځبریږی او دوی دی راولی او وایه موږ دادی غنیمت ونیوی نن دی په هر کار خلګ خبریږی او ورمعلوم دی او ته په وشنګټن کی ناست یی وایی چی طالبان په پیرته خپل ځایونه ونیسی او یا دلندن سه تبصری پر کوی ته یی همایه مه کوه ته امر مه ورته کوه ته مو پریږده بیا دی دوی ځایو نه ونیسی که داسی نه وی نو دطلیبانو دخپل ځان دپاره دشرعی جواز اخستلو دپاره دحکومت خلګ او پولیس دامریکایان او خاریجانو سترګی بولی او مرګ یی روا کوی نن خو هغه سترګی دهغو په خلاف ولاړی دی اودی یی امر پرځای کوی نن هغه سترګی دمحبسو سه په زرهاو کسان ایله کوی او دی یی بند ته ور استوی نن هغه ستری دګوانتنامو دبیندیانو دخلاصون ناری وهی او دی نور دزندان تورو تیاروته وراستوی نن هغه سترګی دامریکایانو سه داسنادو او شواهدو غوښونکی دی .دی دشواهدو دپیداکولو دپاره دلښکرګاه پر مرکزی ماموریت ځانمرګی بریدونه کوی اصلی سوال دادی چی نن دامریکایانو دوستان څوک دی؟ او دښمنان څوک دی؟
No one has the right to detain or arrest innocents afghans and jail them for many years without any proof of guilty.
Afghan Govt is our Govt, if any one breaks law, they should be punished under Afghanistan Law, because we are humans and law is there for some reasons.
Well done Mr Karzai Release the innocent Afghans from the invaders captivity.
Live long afghanistan.