د امریکا د سوداګرۍ وزارت

تاند- د امریکا د سوداګرۍ وزارت اعلان وکړ چې د پاکستان د توغندويي پروګرام اړوند په ۷ ادارو یې بندیزونه لګولي دي.

د امریکا د سوداګرۍ وزارت وویل، د پاکستان ۷ دولتي یا نیمه دولتي ادارې یې د متحدو ایالتونو د صادراتي مقرراتو د ادارې د بندیزونو په لېست کې شاملې کړي دي.

د امریکا د صادراتي مقرراتو اداره د دغه هیواد د حکومت له لوري د هغو هیوادونو، اورګانونو او تنظیمونو، چې د امریکا ملي او امنیتي ګټې ګواښي، پر ضد د بندیزونو د عملي کولو لپاره جوړه شوې ده.

د امریکا د سوداګرۍ وزارت په اعلانیه کې ویل شوي چې د امریکا حکومت د ځینو ځانګړو شواهدو او حقایقو پر اساس باور لري چې دا دولتي او نیمه دولتي پاکستانۍ ادارې د امریکا د ملي او امنیتي ګڼو خلاف فعالیتونه کوي.

په دغو ادارو کې د پاکستان د هوايي وسلو کمپلیکس، د سمندري تکنالوژۍ کمپلیکس، د پاکستان ساینسي کمیسیون او انجنیري کمپلیکس، د موټرو نوې انجنیري، د پُرزو د برابرولو خدمات، احد انترنشنل او د انجنیري تاکتیکونو انحصاري شرکت شاملې دي.

پاکستان د خپلو اتومي او توغندويي پروګرامونو په برخه کې هرراز سرغړونه ردوي.

2 thoughts on “امریکا د پاکستان د توغندو پر ۷ ادارو بندیزونه ولګول”
  1. مور هیڅکله خپل ماشوم نه نه ځوروی، نه یی دام ته اچوی؛
    پاکستان یعنیڅه؟ آیا هغه پاکستان چی دتروریزم زانگو ده د پیدایشت راهیسی د فتنی او توطیی ځاله ده ، څنگه کیدای شی پاک و اوسی؟
    دپاک نوم یوه خطرناکه تلکه ده نورو عوام مسلمینو ته چی لکه د افغانستان بیسواده مسلمانانو ته ددروغجنی جهاد دپاره استعمالول نه بل څه نه وه؛
    امریکایان او انگریزان چی دپاکستان دمور حیثیت لری هیڅکله هم خلاف کار نه ورته جوروی، دا ظاهری خبری تول شیطانی چل ول دی بیا هم دنورو مسلمانانو دغولولو دپاره بله تلکه ده؛

ځواب ورکول آقامحمد ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *