تاند- په افغانستان کې د امریکا د متحدو ایالتونو سفیر وايي چې هیواد یې د پاکستان په وړاندې د افغانستان د حکومت د وروستیو دریځونو ملاتړ کوي.

د امریکا سفیر مایکل مکینلي د چهارشنبې په ورځ د افغانستان له اجرايي رييس عبدالله عبدالله سره په کتنه کې په افغانستان کې پر وروستیو بریدونو د ژور خپګان د څرګندولو په ترڅ کې دا حملې وحشیانه او بزدلانه وبللې.

ده وویل چې د امریکا متحد ایالتونه د پاکستان په وړاندې د افغانستان د وروستي دریځ ملاتړ کوي او نړیواله ټولنه به د ترهګرۍ په وړاندې د افغانستان حکومت او امنیتي ځواکونه یوازې پرې نږدي او اجازه به ورنه کړي چې دا هیواد یو وار بیا د تروریستانو پر ځالې بدل شي چې د نړۍ امنیت ته خطر پېښ کړي.

د امریکا سفیر ترهګري، تاوتریخوالی او انتحار د افغانستان او امریکا د خلکو او نړیوالو ګډ دښمن وباله او د هغه د پوپناه کولو لپاره یې پر کلکې مبارزې ټینګار وکاوه.

اجرايي رييس: د پاکستان وینا او عمل یو شان نه دي

د افغانستان اجرايي رييس عبدالله عبدالله د امریکا له سفیر سره په خبرو کې د تروریزم په وړاندې په مبارزه کې د پاکستان پر نه همکارۍ انتقاد وکړ او د وروستیو ورځو انتحاري او انفجاري حملې یې، چې د ترهګرو له لوري وشوې، او په سلګونو افغانانو ته پکې مرګ ژوبله واوښته، د پاکستان د بې تفاوتۍ او نه همکارۍ نښه وبلله.

ښاغلي عبدالله وویل چې پاکستان پر خپل هیڅ شعار او خبرې، چې په افغانستان کې د ملي یووالي د حکومت له جوړېدو وروسته یې کړې ده، عمل نه دی کړی او د دې خلاف طالبانو د تل په شان په افغانستان کې انتحاري عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

په وروستیو ورځو کې طالبانو په افغانستان کې خونړیو حملو ته تر بل هر وخت زیات زور ورکړی چې له کبله یې په سلګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د افغانستان د ملي امنیت ویندوی د چهارشنبې په ورځ د کابل په وروستیو خونړیو حملو کې د پاکستان پوځ په لاس لرلو تورن کړ.

One thought on “امریکا د پاکستان په وړاندې د افغانستان د حکومت د وروستي دریځ ملاتړ کوي”
  1. دادآمريکاه ډيپلوماسې ده اصلا آمريکاه دپاکستان ترشاه ولاړه ده نه دآفغانستان ترشاه داوينه تويونه امکان دي ډير ولې چه شاته ئې آمريکاه وي

ځواب ورکول Bashir ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *