تاند- په افغانستان کې د امریکا د بیارغونې د چارو څارونکې اداره وايي چې امریکا د افغانستان حکومت ته د نژدې یو ملیارد ډالرو په ارزښت جایدادونه بخښلي دي.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د خاص سرمفتش ادارې نن /دوشنبه/ وویل، د ۲۰۱۰ میلادي کال له جنورۍ څخه د ۲۰۱۵ م کال تر فبرورۍ پوري د امریکا دفاع وزارت افغانستان ته د ځواک لېږد په لړ کې د ۸۵۸ ملیون ډالرو په ارزښت ودانۍ لکه پوځي اډې او پوستې سپارلي دي.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا خاص سرمفتش وايي، د امریکا پوځ اجازه نه لرله چې دا وړې او لویې اډې د افغانستان پر حکومت وپلوري.

د امریکا په بهرنیو چارو وزارت کې د افغانستان، پاکستان او منځنۍ اسیا مرستیال کرستین ابیزاید په یوه لیک کې ویلي:«که دا ځایونه بل پوځي اورګان یا د امریکا فدرالي ادارې ته نه شي انتقالیدای، تر ورانولو او یا پرېښودلو یې اسانه او ارزانه لار دا وه چې د افغانستان حکومت ته سپارل شوي وای.»

ده د مثال په توګه په هلمند کې د (Leatherneck) کمپ یادونه کړې چې ناټو د ۲۰۱۴ کال په اکتوبر کې خپل ماموریت هلته پای ته ورساوه او د هغه ودانۍ یې، چې شاوخوا ۲۳۶ ملیون ډالره ارزښت لري، د افغانستان دولت ته وسپارلې او په دې کار ټولټال نژدې ۳۹ ملیون ډالره ولګېدې.

 امریکا په افغانستان کې له خپلو ۷۱۵ اډو څخه، چې د جګړې په مهال یې ورڅخه کار اخیست، ۳۹۱ د افغانستان حکومت ته سپارلي، په سلو کې له ۵۷ څخه یې افغان ملي اردو کار اخلي.

د افغانستان ملي پولیسو ته له دغو اډو په سلو کې ۳۰ رسېدلي دي. نورې اډې د دفاع وزارت او کورنیو چارو وزارت د نورو چارو لپاره ځانګړې شوي دي.

2 thoughts on “امریکا د ۱ ملیارد ډالرو په ارزښت تاسیسات افغانستان ته بخښلي”
  1. کوم احسان ندى ځکه چې زمونږ حکومت له يو لک نه زيات هغه افغانان ورته بخښلې چې امريکايانو وژلي دي او په راتلونکي کې هم چې څومره وژلى شي په ايډوانس کې يې ورته بخښلي دي نو دامريکا نه زمونږ حکومت پر امريکايانو ډير مهربانه دى

  2. که د اردو دا چارواکی وی انشاالله به کم وخت کی به ددی تاسیساتو تول شیان به بیشور کی وگوری.

ځواب ورکول منيب احمد ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *