تاند- له افغانستانه وتونکي امریکايي پوځیان خپلې اکثره وسلې او وسایل ویجاړوي او د وسپنو ټوټې یې خرڅوي.

اسوشیتید پریس خبري اژانس وايي په افغانستان کې د امریکايی پوځیانو دا کار د هغه څه خلاف دی چې دغو پوځیانو په عراق کې وکړل.

په عراق کې امریکايي پوځیانو له وتلو وروسته د ۱۰۰ ملیون ډالرو په ارزښت  وسلې عراق ته یا وبخښلې او یا یې پرې وپلورلې چې لا هم ترې کار اخیستل کېږي.

امریکايي چارواکي وايي، په افغانستان کې خپل وسایل له منځه وړي ځکه چې وېره لري، هر څه چې یې پرېښودل نو ممکن د وسله والو مخالفانو لاس ته ورشي او هغوی ورڅخه د بمونو په جوړولو کې کار واخلي. دا کار همداراز مرسته کوي چې امریکایان د هغو په وړلو په ملیاردونو ډالر ونه لګوي.

اسوشیتید پریس وايي، افغانان د امریکایانو په دې کار په غوسه دي، وايي چې امریکایانو حتي خپل فرنیچر او نور ضروري شیان له منځه وړي دي.

په کندهار کې د کباړ مالونو یوه افغان کاروباري محمد قسیم وویل:«تر څو چې دوی دلته ول، له هر شي یې کار اخیست، موږ ته یې وروسته له دې راکړل چې اول یې ټول ویجاړ او مات کړل.»

ده د وسپنې ژېړ رنګه چوکاټ ته ګوته ونیوله، ویې ویل، دا جنرېټر دی، که یې دا ضایع کړی نه وای یو چا به په کور کې ورڅخه کار اخیستی و ځکه دلته خو هسي هم برېښنا نشته.

1ده همداراز د وسپنو او ربړونو دلۍ ته په اشارې وویل چې دا د امریکايي پوځیانو زغرګاډي، ټرکونه او د بم ضد دېوالونه دي چې دوی به یې د ځانمرګو له بریدونو ساتل.

حتي ایرکنډېشنونه، د ورزش ماشینونه او دفتري وسایل ویجاړ کړای شوي او د یو بل پر سر کوټه کړای شوي دي،

د امریکا په ویرجنیا کې د دغه هیواد د پوځ د دفاعي لوژیستیک ادارې ویندویې میمي شېرمکه وايي، تېر کال امریکا په افغانستان کې ۱۷۶ ملیون کیلوګرامه زړې وسپنې پر افغانانو په ۴۶ ملیونه او پنځه لکه ډالره وپلورلې.

د امریکايي چارواکو په وینا دا وسایل د ترمیم وړ نه و او نه په دې ارزېدل چې بېرته امریکا ته یووړل شي.

په افغانستان کې د امریکايی پوځیانود عامه اړیکو مسوولې ډګروالې جېن کریچټن وايي: په افغانستان کې ټول وسایل نه ویجاړېږي. ايتلافي ځواکونو افغانانو ته د ۷۱ ملیون ډالرو په ارزښت وسایل وسپارل.

ډګروالې کریچټن همداراز وویل:«موږ د افغانستان له ملي امنیتي ځواکونو سره له نژدې کار کوو څو معلومه کړو چې کومو وسایلو او وسلو ته دوی اړتیا لري، که یې وضعیت ښه وي، او مطمینه شو چې دوی یې ساتلی شي، دوی ته یې ورکوو.»

د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې د افغانستان د ولسمشر ویندوی وايي چې دوی په ځلونو له امریکايي چارواکو غوښتي چې کله پوځیان باسي نو خپل پوځي وسایل نه ویجاړ کړي او نه یې له افغانستانه وباسي.

د ۲۰۱۲ او د ۲۰۱۴ کال د پای ترمنځ به، چې اکثره امریکايی پوځیان به له افغانستانه وتلي وي، له اټکل سره سم امریکایان پنځوس زره نقلیه وسایل له ځان سره وړي. په دغو نقلیه وسایطو کې به په لسګونو زره یې ماین ضد وي.

دوی به دغه راز یو لک کانتینره ولېږدوي. هر کانتینر ۲۰ فوټه اوږدوالی لري. که دا کانتینرونه په یو بل پسې ودرول شي نژدې شپږ نیم سوه کیلومتره اوږد کتار ترې جوړېږي.

One thought on “امریکا د ۴۶ ملیون ډالرو زړې وسپنې پر افغانانو پلورلي”
  1. They build the road to make it easy for them self taken out every . it was Russia give every thing to they are communist friends . They killed our people for they are game . Our leader are stupid and some of they are puppet and our leader are stupid too. Russian was batter then our Communist . Quran say to be good when you do jihad for the sake of Allah but our leader did use our poor people for the sake of they are wealth and sale the country to outsider like now .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *