تاند- په زابل ولایت کې نن په یوه چاودنه کې اته (۸) تنه ووژل شول چې اکثره یې ښځې او ماشومان دي.

چاودنه هغه مهال وشوه چې د قربانیانو موټر په سړک کې پر ځای پرځای شوي ماین وخوت.

په پېښه کې د موټر چلوونکی ټپي شوی دی.

د زابل د والي مرستیال محمد جان رسولیار وویل چې ماین د وسله والو طالبانو له لوري اېښودل شوی و.

خو وسله والو طالبانو څه نه دي ویلي.

چارواکي وايی، وسله وال طالبان عموماً د هغو چاودنو مسوولیت نه اخلي چې ملکیان پکې ووژل شي.

د ملګروملتو له شمېرنو سره سم سږ کال د تېر کال په پرتله د ملکیانو تلفات ۲۳ فیصده زیات شوي او د څه باندې ۸۰ فیصدو مسوولیت د وسله والو طالبانو په غاړه دی.

طالبان د ملګروملتو راپور ردوي خو چارواکي او ملګري ملتونه وايي چې اکثره ملکیان د سړک د غاړې په بمي چاودنو اوځانمرګو بریدونو کې وژل کېږي.

د زابل د مرکز کلات پولیس وايي چې چاودنه ښار ته نژدې وشوه او ټپي موټرچلوونکی یې روغتون ته رسولی دی.

ویل شوي چې په چاودنه کې ۵ ښځې، دوه ماشومان، او یو سپین ږیری وژل شوي دي.

د روانې اوونۍ په لومړیو کې کلات ښار ته نژدې د اوو تنو مړي وموندل شول. د چارواکو په وینا وژل شوي کسان غالباً هغه اووه عسکر ول چې طالبانو د کابل- کندهار په لویه لار له موټرو کښته کړي او له ځان سره نامالوم لور ته بېولي ول.

One thought on “په زابل کې ۸ تنه ښځې او ماشومان د ماین په چاودنه کې ووژل شول”
  1. دا ددوی جهاد او مسلمانی ده
    ایاجهاد دی ته وای ؟
    چی یوبیگناه پرخپله لاره روان وی خپل کار او روزگار پسی او ته یی تمه قطه که
    او مړی یی کورته وروله

ځواب دلته پرېږدئ