تاند- له دې سره سره چې په امریکا کې د افغانستان له جګړې سره ولسي ملاتړ تر بل هر وخت لږ شوی، د دغه هیواد دفاع وزارت د دوشنبې په ورځ یو وار بیا له افغانستانه وغوښتل چې له امریکا سره دوه اړخیز امنیتي تړون لاسلیک کړي.
د دې تړون لاسلیک له ۲۰۱۴ وروسته په افغانستان کې د یو شمېر امریکايی پوځیانو پاتې کېدو ته لار اواروي.
د پینتاګون سرپرست ویندوی سټیف وارین وویل:«موږ تیار یوو چې موافقه لاسلیک کړو. موږ د افغانستان له حکومته غواړو چې موافقه ژر تر ژره لاسلیک کړي. که دوه اړخیزه امنیتي موافقه نهايي نه شي، موږ به مجبوره شو چې له ۲۰۱۴ وروسته وخت لپاره پلان جوړ کړو چې پراساس به یې په افغانستان کې د امریکايی پوځیانو د پاتې کېدو امکان نه وي.»
امریکا په ځلونو ویلي چې که د کال تر پایه پوري، چې نن یې وروستۍ ورځ ده، موافقه لاسلیک نه شوه ممکن د خپلو ټولو پوځیانو د ایستلو پرېکړه وکړي.
په همدې حال کې ویل کېږي چې په امریکا کې وروستۍ نظرپوښتنه، چې پراساس یې یوازې په سلو کې ۱۷ امریکایان په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د پاتې کېدو ملاتړ کوي، د امریکا د دفاع وزارت د پلانونو کار لا ستونزمنوي.
دکرزی ویاند ایمل فیضی داوایی چی امریکا دی طالبان له افغان حکومت سره خبرو ته کینو بیا مونږ امنیتی تړون امضا کوو ددی خبری مانا داده جی داتړون دی دطالبانو مشر ملا عمر امضا کړی که داسی نه وی نو دا د کوم سیلم عقل خبره ده چی امریکا د امنیتی نړون دنه امضا کولو په صورت کی دصفر دانتخاب او له افغانستان څخه دوتلو اخطار ورکوی اوملاعمر دی بیا پپه داسی حالت کی د امریکا یانو دپاتی کیدو لپاره دکرزی دی شرط منلو ته تیار شی ایا کار امکان لری ؟
دیو ملک دګټی اوځینی رازونو باخبر کس ولسمشر وی، داچه ددغه تړون لاسلیک ته ښاغلی کرزی تیار نه دی، ددی څخه مونږ دامعنی اخستلای شو چه دغه تړون دافغانانو اوافغانستان په خیر نه دی
که ریشتیا ووایو نو دا معلومه خبره ده چی پاکستان د تروریزم ځاله او د تروریزم زیږونکی دی غټ مثال یی اسامه وو.
نو امریکا کولای شی چی د کویتی شورا د اسامه په شان لمنځه یو سی او دا قرار داد ورته امضا کیدای شی.