تاند- د امریکا متحدو ایالتونو د افغانستان له حکومته غوښتي چې له بګرامه ۸۸ طالب بندیان خوشي نه کړي ځکه چې دا کسان امنیت ته جدي خطر پېښولی شي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د امریکا یوه پوځي چارواکي نن /چهارشنبه/ وویل، د دغو ۸۸ تنو خلاصون د ولسمشر د هغه فرمان خلاف دی چې پراساس یې باید په محبس کې تحقیقات بشپړ شي او د اړتیا په صورت کې هغوی چې جرم یې ثابت دی محاکمه شي.

په افغانستان کې د امریکا د پوځ ویندوی ډګروال ډېف لاپن وویل:«د افغانستان د حکومت له لوري د بندیانو د دوسیو د څېړنې کمیسون د خپل ماموریت له حدودو پښه غځولې او د داسي خطرناکو کسانو د خوشي کېدو امر یې کړی دی چې جدي ګواښ پېښولی شي او د هغوی د محاکمې په اړه قوي شواهد موجود دي.»

امریکا ډېر کلونه د افغانستان حکومت ته د بګرام د محبس له سپارلو سره په دې خاطر مخالفت کاوه چې افغان چارواکي به طالب بندیان خوشي کړي. خو بالاخره د ۲۰۱۳ کال په وروستیو کې یې د افغانستان له حکومت سره موافقه وکړه.

د امریکا د پوځ ویندوی وايي، په سلو کې۴۰ بندیان په جرمونو، او د ۵۷ تنو ملکي افغانانو او امنیتي ځواکونو په وژلو کې مستقیم لاس لري. په سلو کې دېرش په مخامخ حملو کې شامل ول چې په نتیجه کې یې ۶۰ امریکايي یا د ناټو د نورو غړیو هیوادونو پوځیان وژل شوي یا ټپیان شوي دي.

د بګرام د بندیانو د دوسیو د څېړونکي کمیسون ريیس دا خبره ردوي چې ۸۸ بندیان خطرناک دي.

عبدالشکور دادرس وویل:«په ډېرو قضیو کې نیول شوي کسان په غلطه تورن کړای شوي دي.»

د امریکا حکومت په وروستیو کې له ډېرو ناندریو وروسته د بګرام محبس د افغانستان حکومت ته وسپاره.

2 thoughts on “امریکا له افغانستانه وغوښتل چې د بګرام له محبسه ۸۸ بندیان خوشي نه کړي”
  1. ډېر بندیان زمونږ د هزاره او تاجکو هېوادوالو د غلطې ترجمانۍ په نتیجه کې یا د مرګ کومي ته رسېدلي یا د تل له پاره معیوب شوي او یا هم په نورو ناوړو حالتونو اخته شوي دي. هزاره او تاجک ترجمانان چې اکثره یې د ټایټان د ترجمانانو د استخدام د کمپنۍ له خوا مقرر شوي وو په خپله په پښتو نه پوهېدل او له ځانه به یې امریکایانو ته خبرې کولې چې په نتیجه کې یې ډېر افغانان وکړېدل. دوی دغه کارونه په قصدي توګه یا د طالب په جامه کې له پښتنو څخه د انتقام له پاره کاوه. د شپون صیب په یوه لیکنه کې هم د ټایټان کمپنۍ د هزاره مستخدم خبرو ته اشاره شوې وه.

ځواب ورکول عبداله کابلی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *