ټرمپ

تاند- د امریکا ولسمشر له ډېرو سلا مشورو وروسته د افغانستان په وخت نن شپه /سې شنبه/ اعلان وکړ چې له ایران سره له اتومي موافقې وځي.

له ایران سره امریکا او د نړۍ د ۵ نورو غښتلیو هیوادونو موافقه د اوباما د ولسمشرۍ په موده کې د یورانیمو د نه غني کولو په وړاندې ایران ته د یو لړ امتیازونو د ورکولو بدل کې شوې وه.

خو ولسمشر اوباما له پیله له دې موافقې سره مخالفت کاوه.

په تېرو ورځو کې د فرانسې ولسمشر او د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر واشنګټن ته لاړل چې اوباما له ایران سره د اتومي موافقې له یو اړخیزې لغوې راوګرځوي.

ټرمپ د امریکا په وخت د ماسپښین په دوه بجې اعلان وکړ چې له ایران سره له اتومي موافقې وځي ځکه چې دا موافقه نیمګړې ده او ایران د طالبانو، حزب الله او ګڼو نورو تروریستي ډلو ملاتړ کوي.

له امریکا پرته پنځو نورو هیوادونو ویلي چې له ایران سره پر کړې اتومي موافقې ولاړ پاتې کېږي.

له اتومي موافقې څخه د امریکا د وتلو په اړه د ولسمشر ټرمپ له اعلان سره سم په نړۍ کې د تېلو بیه لوړه شوه. د تېلو د بیې لوړېدا د ایران او روسیې په ګټه ګڼل کېږي.

2 thoughts on “امریکا له ایران سره له اتومي موافقې ووته”
  1. THIS ACTION OF HONOR TRUMP IS POSITIVE/
    BECAUSE IRAN IS ONE OF FOUR COUNTRY SUPPORTER OF TERRORISM
    1-PAKISTAN/2-QATER/3-TURKEY/4-AND I R A N

    IRAN SUPPORT HEZBULLAH/AFGHAN SOLDOUT TALIBS/YEMEN SERIA.IRAQI SHEEYA.PUBLIC OF
    IRAN NEED TO REVOLUTION/
    IN PAST 40 YEARS AHUNDI KILLED THOUSANDS OF WOMENS,,,,,,,,

  2. اتومي موافقه د ایران لپاره یو ښه فرصت او د امریکا لپاره په مستقبل کې یو سر درد دی
    ایرانیان پر هغه څه باندي چې پریکړه او تعهد کوې، په حقیقت کې هغه ته ژمن نه پاتې کیږي. د دغی موافقتنامي لغو کول د ښاغلی ټرامپ لخوا یو پر ځای ګام دی او برعکس، باید پر ایران سخت اقتصادی او دیپلوماتک بندیزونه وضع شي. ځکه، د ایراني فاشیستی نظام د مکافاتو او امتیازونو سزاوار نه بلکه د سختو مجازاتو مستحق دی. په حقیقت کې، د ایران اخوندي نظام نه یواځی په سیمه کې د امریکا ملی او نړیوالو ستراتیژیکو ګټو خلاف اعمال تر سره کوی بلکه د سیمو هیوادونو لپاره په یو مستبد او شیطاني نظام تبدیل شوی دي. او دا ښکاره خبره ده چې ایرانیان په مستقیمه توګه په افغانستان کې د تروریستی ډلو حمایت کوې او د روسی فدراتیف مالی او نظامی مرستی د ایران لخوا طالبانو ته رسیږی.
    په افغانستان کې جاری نظامې او سیاسې وضعیت د تشویش وړ دی او د دی هیواد اولس کلنی لاسته راوړني ئې د جدی ګواښ سره مخ کړي. چې د دی ستونزو ډیری برخه د ایران له پلو افغانستان ته متوجه دي. ایران نه یواځی په افغانستان کې د امریکي د ویستلو هڅي کوی بلکه غواړی چې په افغانستان کې خپلي اقتصادی، سیاسی او فرهنګی ګټی خوندې وساتی. بناً افغانی سیاستوالو او زمامداران ته پکار ده چې د ایران سره په خپلو دیپلوماتیکو اړیکو غور وکړی.

ځواب ورکول "ولی احمد شیرزاد "رفیق ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *