د امریکا د بهرنیو چارو وزارت

تاند- د کابل له خونړیو بریدونو وروسته د امریکا متحدو ایالتونو له وسله والو طالبانو وغوښتل چې له تشدد او وژنو لاس واخلي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویندوی مارک ټونر وویل چې له طالبانو، نورو سختدریځو یاغیانو او د دوی له پلویانو په کلکه غواړي چې په افغانستان کې تاوتریخوالی بس کړي.

ټونر همداراز وویل، د امریکا متحد ایالتونه د افغانستان ملاتړ کوي او د دغه هیواد د ثبات، امنیت او سوکاله راتلونکې لپاره له افغانانو سره مرسته کوي.

د کابل د وروستیو ورځو په خونړی حملو کې لږترلږه ۵۱ تنه وژل شول او په سلګونو نور ژوبل شول.

2 thoughts on “امریکا له طالبانو د تشدد د بس کولو غوښتنه وکړه”
  1. امريكا او د افغانستان سره مرسته ديره ناشوني ده .كه امريكا دافغانستان سره مرسته كولي نو ١٥ كاله يي سه كول ؟ بايد جي زر تر زره زمونز د ملك نه خارجيان وويستل شي دا رول كارونه د دي مرداگاوانوًدي ..

  2. دا حملی چا پلان کړیدی….ایا دومره لویه حمله چی شا شهید کی وشوه د طالیبانو په وس پوره ده او یا هم دومره قوی برید کولی شی…دا له هوا برید وو…تاسو ولی تر اوسه ویده یاست…ولی نه پوهیږی چی حقیقت څه دی. لږ بیداره شی د امریکا په خبرو مه غولیږی.

ځواب ورکول Neesar ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *