تاند- د امریکا د دفاع سرپرست وزیر پاتریک شاناهن له مکسیکو سره په پوله کې د ۸۰ مایله دېوال د جوړولو لپاره د پینتاګون له بوجې څخه د څه باندې یو نیم ملیارد ډالرو ورکړه تصویب کړه.
امریکايي چارواکو نن /جمعه/ وویل چې په دې یو نیم ملیارد ډالرو کې نژدې ۶۰۰ ملیون ډالره د افغان امنیتي ځواکونو له حسابه اخیستل کېږي.
د امریکا د کانګریس غړیو د مکسیکو او امریکا ترمنځ د دېوال له جوړېدو سره مخالفت کړی او د ولسمشر ټرمپ په غوښتنه یې بودجه تصویب نه کړه خو اوس به د مارچ له پیله د دفاع وزارت یا پینتاګون له پوځي بودجې یو ملیارد ډالره د دې دېوال د یوې برخې جوړېدو ته ځانګړي شي.
د امریکا سرپرست دفاع وزیر شاناهن په یوه بیان کې ویلي«دا پیسې د لګښت د سپمولو، د پروګرامونو د بدلون او د اړتیاوو د بدلولو په شمول له بېلابېلو سرچینو اخیستل شوي او له همدې کبله به دېوال ته د هغو انتقال د ځواکونو پر چمتووالي حداقل اغېز ولري.»
شاناهن همداراز وویل چې د امریکا پوځ له مکسیکو سره په پوله کې ۴ زره سرتېري او ۱۹ الوتکې لري.
رویټرز خبري اژانس د یوه امریکايي چارواکي په قول، چې نه یې غوښتل نوم یې څرګند شي، ویلي چې ۶۰۴ ملیون ډالره
به له هغو پیسو دېوال ته راوګرځول شي چې امریکا د افغان امنیتي ځواکونو لپاره ځانګړي کړي دي.
په دې حساب به د امریکا دفاع وزارت یو ملیون او ۶۰۴ ملیون ډالره له مکسیکو سره په ۸۰ مایله دېوال ولګوي.
د امریکا متحدوایالتونو په روان ۲۰۱۹ مالي کال کې د افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ لپاره ۴ ملیارده او ۹۰۰ ملیون ډالره ځانګړي کړي دي.
امریکايي چارواکی وايي چې له دې پیسو یې ۶۰۴ ملیون ډالره د دې لپاره اخیستي چې دا پیسې یې سپمولي دي.
ده همداراز ویلي چې د دې پیسو اخیستل به له افغان امنیتي ځواکونو سره د امریکا پر ژمنو منفي اغېز ونه کړي.
DEMOCRATS ARE STRONG,DONALD TRUMP CAN NOT BUILD WALL,
NOW START CUTTING FROM OTHER SOURCE.WHY DONOT CUT FROM ISRAEIL DONATE.
EXACTLY NOT NECESSARY TO BUILD WALL.USA NEED TO HUMAN PHYSICAL ENERGY.
IMMIGRANTS WORKING HARD.
MUST BE HUMAN BEEN,MANY CHILDRENS&WOMENS COMING FOR ASSYLUM.
SOME ARE HUNGRY.THINK POSITIVE.
THANK YOU
سلام! نو غنی دې ، ډیر په بیړه سره په سوله وال پوځ کې فساد له منځه یوسی ـ ځکه پاکستان دې خبر سخت خوشحاله کړی