تاند- د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري پرون له هند څخه وغوښتل چې د افغانستان د ۲۰۱۴ کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې «مرکزي رول» ولوبوي.

ښاغلی کیري پرون هند ته لاړ چې د دغه هیواد له چارواکو سره د متحدو ایالتونو او هند د اوږدمهالو اړیکو د لا پیاوړتیا او افغانستان په هکله خبرې وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر نوي ډیلي ته له رسېدو وروسته د هند او امریکا د ستراتیژیکو همکاریو په اړه له خبرو وروسته وویل:«د هر راز سیاسي روغې جوړې په نتیجه کې باید طالبان له القاعده سره اړیکې وشلوي، له تاوتریخوالي لاس واخلي او د افغانستان اساسي قانون ومني.»

ښاغلي کیري، چې پرون د یو رسمي درې ورځني سفر په مقصد نوې ډېلي ته ورسېد، په افغانستان کې د هند د زیات رول د لوبولو غوښتنه وکړه.
جان کېري، چې د امریکا د بهرنیوچارو وزیر په توګه یې هند ته دا لومړی سفر دی، زیاته کړه چې هند په افغانستان کې د راروان کال د آزادو او عادلانه انتخاباتو په یقیني کولو کې مهم رول لوبولای شي.

ټاکل شوې ده چې د امریکا او هند د بهرنیو چارو وزیران ښاغلیو کیري او سلمان خورشید نن /دوشنبه/ د دوو هیوادونو د ستراتیژیکو خبرو د څلورم پړاو مشري وکړي.

داسي ښکاري چې د ایران ترڅنګ هند هم له طالبانو سره د سولې د وروستي بهیر، چې په قطر کې د طالبانو د دفتر له پرانستلو وروسته پیل شوی دی، خوښ نه وي.

هند بېرېږي چې د دې پروسې په نتیجه کې، چې پاکستان پکې مهم رول لوبولی دی، د افغانستان د راتلونکي برخلیک په ټاکلو کې به د پاکستان رول او نفوذ زیات شي.

افغانستان له تېرو څه باندې دېرشو کلونو راهیسي په همدې ډول د خپلو ګاونډیانو او د هغو د سیمه ییزو سیالانو د سیالیو بیه پرې کوي.

هندي رسنۍ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له لوري د سولې لپاره څرګند شوي اصول د نړیوالې ټولنې له خوا له هغو سرو کرښو یا له طالبانو سره د روغې لپاره له وارمخکې شرطونو سره ورته بللي چې په ۲۰۱۰ کال یې اعلان کړل.
د تېرې اوونۍ د سې شنبې په ورځ د قطر په دوحې کې د طالبانو دفتر پرانستل شو. د دغه دفتر له پرانستنې وروسته طالبانو د لومړي ځل لپاره په زغرده وویل چې هم له امریکایانو او هم افغانانو سره خبرې کوي خو اوس داسي ښکاري چې د افغانستان حکومت د شرطونو په ټاکلو سره له خبرو شاته کېږي.

د هندي رسنیو د راپور له مخې د دغه هیواد چارواکي له دې درکه اندېښمن دي چې امریکا به پر طالبانو د شرطونو له منلو پرته د حقاني شبکې په شمول له طالبانو سره سوله وکړي.

هندي رسنۍ وايي چې د حقاني شبکه د پاکستان له استخباراتي ادارې آی ایس آی سره نژدې اړیکې لري او په ۲۰۰۸ م کال په کابل کې د هند پر سفارت په برید کې لاس لري.

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په هند کې ډاډ ورکړ چې افغانستان به بیا هیڅکله د نړیوالو ترهګرو پر ځالې بدل نه شي.

3 thoughts on “امریکا له هنده وغوښتل چې د افغانستان په انتخاباتو کې مهم رول ولوبوي”
  1. رول دې ولوبوي خو هیله مو داده چې د افغانستان په کورنۍ چاورو کې دې لاسوهنه نه کوي په خپله افغانان دې پریږدي چې خپل او د هیواد راتلونکی په خپله وټاکي. د ګانډیو هیوادونو هر راز سالمه مرسته د ستاینه وړ ده خو د هر ګاونډي هیواد بې ځایه لاسوهنه د افغانستان کړکیچ نور هم د ننګونو سره مخ کوي او دا هیواد نور هم د بدمرغیو کندو ته ورغوځوي او خپلو هیوادوالو څخه مو په کلکه دا غوښتنه ده چې نور بس دی راځې لاسونه یو بل ته ورکړې او خپل منځي اختلافاتو ته د پای ټکی کیږي نورد ا اسلام په نوم د خلکو وینې مه توئ او خلک نور د تباهۍ سره مه مخ کوې تیر په هیر هر څه چې وشول هغه وشول یو بل ته د پیغور ورکول تا وکړل او ماوکړل پر ځاي د زړه نه دې جګړه ځپلی هیواد ته د سولې په رواستلو کې کار وکړې ترڅو زمونږ او ستاسې اوسنی او راتلونکي نسلونه هوسا ژوند ولري . په دیرې درناوی

  2. په انګریزی به جان کیری ووایم چه: What is your problem Mr.John Kery? آیا دا یو ښکاره مداخلت ندی؟

  3. هندوانو ته به سومنات بت په یاد وی داسی تیروتنه به نکوی چی ورته بل محمود غزنوی یا ابدالی پیدا شی

ځواب ورکول کوچی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *