تاند- د امریکا د ولسمشر ډانلډ ترمپ له لوري د دغه هیواد د ملي امنیت په نوې ستراتیژۍ کې پر پاکستان ږغ شوی چې د تروریستانو ملاتړ پای ته ورسوي.
د امریکا د ملي امنیت د نوې ستراتیژۍ سند په ۶۸ مخونو کې د سپینې ماڼۍ له لوري خپور شوی دی.
په دې ستراتیژۍ کې د جنوبي اسیا په اړه ویل شوي«موږ پر پاکستان فشار راوړو چې له ترهګرۍ سره مبارزه وکړي، ځکه چې له هیڅ هغه هیواد سره د مشارکت او همکارۍ ځای نه پاتې کېږي چې هغه د سختدریځو او ترهګرو ملاتړ کوي.»
په ستراتیژۍ کې ویل شوي «موږ د غښتلي او خپلواک افغانستان غوښتونکي یوو او د داسې پاکستان پلوي کوو چې د افغانستان په بې ثباته کولو کې ککړ نه وي.»
د افغانستان په اړه د امریکا د ملي امنیت په نوې ستراتیژۍ کې ویل شوي چې متحد ایالتونه په سیمه کې د امن او ثبات لپاره د افغانستان شریک او متحد دی.
د جنوبي اسیا په اړه د ټرمپ له لوري د امریکا د ملي امنیت په نوې ترتیب شوې ستراتیژۍ کې همداراز راغلي«امریکا له پاکستان څخه په پر له پسې ډول ثبوتونه غواړي چې اتومي وسلې یې خوندي دي.»
امریکا سخته اندېښنه لري چې د پاکستان له اتومي وسلې به د ترهګرو لاس ته ولوېږي.
پاکستان په تېرو کلونو کې لږترلږه پر ۴ هیوادونو د اتومي وسلو وسایل پلورلي او په همدې خاطر یې د خپل اتوم بم پلار قدیر خان د یوې مودې لپاره د امریکا د فشار په نتیجه کې په کور کې نظر بند کړ.
د امریکا د ملي امنیت په نوې ستراتیژۍ کې د پاکستان په خاوره کې فعال تروریستان او سختدریځې ډلې د متحدو ایالتونو امنیت ته ګواښ بلل شوي او ویل شوي چې دغو ډلو په ځلونو امریکا له خطرونو سره مخامخ کړې ده.
د متحدو ایالتونو د ملي امنیت په نوې ستراتیژۍ کې له هند سره د امریکا د ستراتیژیک شراکت پر لا پیاوړتیا ټینګار شوی دی.
د هند په اړه همداراز ویل شوي چې امریکا په سیمه کې د هند د اقتصادي ودې او د سیمې له هیوادونو سره د دغه هیواد د مالي مرستو د لا زیاتېدو ننګه کوي.
هند په تېرو ۱۶ کلونو کې له افغانستان سره تر ۳ زره ملیون ډالره زیاته مرسته کړې ده.
ټول دروغ
دا په دی مانا ده چی پر پاکستا ن یی زور نه رسیزی او موږ احمق یو په دی خبرو نه پوهیزو