تاند- د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د هند رغنده رول وستایه او له چین څخه یې وغوښتل چې د جنګ ځپلي افغانستان په پرمختیايي هڅو کې د هند لاره خپله کړي.
چین په وروستیو کې د افغانستان د حکومت او طالبانو د غیررسمي خبرو کوربه و او دغه راز یې استازي د جولای په اوومه اسلام اباد ته نژدې د مري په تفریحي ښار کې د افغانستان د حکومت او طالبانو په لومړنیو رسمي او مخامخ خبرو کې حضور درلود.
دې هیواد تر دې وړاندې د لوګر د عینک د مسو کان په شمول په یو شمېر کانونو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې وه خو د سولې او ثبات په برخه کې یې هڅې نه وې لیدل شوي.
د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ویاند جان کربي د پنجشنبې په ورځ په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل:«هند په تېرو څو کلونو کې په افغانستان کې رغنده رول لوبولی، او موږ د چین په شان له نورو هیوادونو څخه د ورته رول هیله لرو.»
هند تراوسه پوري له افغانستان سره د څه باندې ۲ ملیارد ډالرو مرسته کړې او د دغه هیواد د بیارغونې په چارو کې یې پراخه ونډه اخیستې ده.
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویندوی جان کربي د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل:«موږ غواړو چې افغانستان په خپله سیمه کې یو ښه ګاونډي واوسي، دا هیواد ډېر ګاونډیان لري، چین او هند یې ځیني ګاونډي او سیمه ییز هیوادونه دي. فکر کوم چې امن، باثباته او سوکاله افغانستان په نړیواله ټولنه کې د هر چا په ګټه دی. زموږ پیغام نورو متحدانو ته هم دا دی چې خوندي، امن او سوکاله افغانستان د سیمې د هیوادونو او ټولې نړۍ لپاره ښه دی.»
جان کربي وویل چې د امریکا متحد ایالتونه امن او باثباته افغانستان غواړي. «دا هغه څه دي چې موږ یې هیله لرو او په تېرو پنځلس کلونو کې مو د هغه لپاره کار کړی دی. دا مو هدف دی.»
عزتمندو
مخکی موهم ویلی وه چی دافغانستان ،پاکستان اوهندوستان اوسنی جفرافیای موقعیت ددی سبب شویدی چی ترهغو پوری چی همداجغرافیای موقعیت دافغانستا ن ، پاکستان اوهندوستان پرخپل حال پاته وی نوپه طبعی ډول به افغانستان او هندوستان یو دبل دوستان اوپاکستان به ددواړو طبعی دښمن وی . داخو منل شوی خبره اویو اصل دی چی په سیاست کی دایمی دوست اودایمی دښمن نشته مګر ددری واړو هیوادونو موجود جغرافیای موقعیت ددی حتمی اوضروری سبب دهند او افغانستان ددایمی دوستی اوددوی دواړو دایمی دشمنی دپاکستان سره دی داځکه چی پاکستان طبعی جوړښت نلری مګر په مصنوعی ډول ددوهم نړیوال جنګ وروسته دبرطانوی استعمار دخوا څخه په تحمیلی اواجباری ډول په سیمه کی دغربی استعماری ګټو، منا فعو اودبیا تسلط دپاره جوړشویدی ،که چیری همدا اوس دپاکستان جوړښت ته وګورو يوځلی بنګلهدیش ځینی جلاشو او اوس هم دکشمیرموضوع اوستونځه دبلی خوا دافغانستانخاوره ددیورندمنحوسه اودنه منلو کرښه اوهم بلوچستان دازادی غوښتنی تنی هلی ځلی او سندیش پنامه خبری به پاکستانکی ژوندی مثالونه دی چی عملا موجو دی دی . . نوځکه دبقاوړ نه بلل کیږی خاصتا هغه وخت چی دغربی امپریالیزم نقشه بدله شی .
ومنالله توفیق .