تاند- په کابل کې اوازې دي چې ممکن امریکا د ولسمشر حامد کرزي پر ځای له یوه بل افغان چارواکي سره د دوو هیوادونو دوه اړخیز امنیتي تړون لاسلیک کړي.

په اوازو کې، چې د  کابل ځینو تلویزیونونو هم خپرې کړي، ویل شوي چې ښايي د بهرنیو چارو وزیر ضراراحمد مقبل امنیتي موافقه لاسلیک کړي. دا اوازې امریکايي ورځپاڼو هم تایید کړي دي.

ویل شوي چې امریکايی چارواکي د کرزي پر ځای له بل افغان چارواکي سره د دې تړون د لاسلیکېدو ملاتړ نه کوي او وايي چې یا دې ولسمشر لاسلیک کړي او یا خپل ټول عسکر باسي.

امریکايی چارواکو په ضمني ډول خبرداری ورکړی چې د امنیتي موافقې د نه لاسلیکېدو په صورت کې متحد ایالتونه او متحدان یې له افغانستان سره د ملیاردونو ډالرو مرستو ژمنه ممکن په ځای نه کړي.

امریکا او متحدانو یې ژمنه کړې چې له ۲۰۱۴ وروسته به د افغانستان له امنیتي ځواکونو سره د کال څلور ملیارده او سل ملیون ډالره مرسته کوي. دغه راز به تر ۲۰۱۷ پوري د افغانستان د پرمختیايي چارو لپاره د کال د څلور ملیارد ډالره مرسته کوي.

6 thoughts on “امریکا ممکن د کرزي پرځای له بل چارواکي سره امنیتي موافقه لاسلیک کړي”
  1. ضراراحمد مقبل خو سرپرست خارجه وزیر دی او سرپرست وزیر خو تشو ته هم بې له اجازې نشي تللی. یره ژوندی دې یې کرزی صیب چې دا بې سواده معاونین او وزیران دې سم له … نه تړلي دي چې هېڅ هم درنه نشي کولی. یره بسم الله کړه، سګریټی کش کړه او دا قواله ور امضا کړه هسې هم پیسو ته ضرورت لرو.

  2. کرزي د امنیتي تړون په نه لاسلیک ، ځان هم د ملنډو کړ او ټول پښتانه يي هم د ملنډو کړل. دا چې وايي ناپوهه او بې تدبیره مشر هم ځان شرمۍ او هم قوم، بیخي ریښتیايي ویلي دي، هغه بل څوک نه دی ، کرزی دی!

  3. سلام دتاند دویباڼی کډونوالو!
    زماپه اند مریکا نه غواری چه افغانستان ته شاه کری داځکه چی دوی له ډیری مودی څخه په دی هڅه کی ول چی افغانستان ته راشی او له دی ځای هغه اهداف چی دوی یی لری پرمخ یوسی نوامریکا ددی مصارف سره سره چی په دی تیرو کلونو کی کری نه غواری چی په هیڅ صورت له افغانستان څخه خپل سرتیری وباسی نوزما له هغوسیاسی فعالینو او افغانانو څخه چه غواری ژرترژره دا امنیتی سند لاسلیک شی دا هیله ده چی راځی پریژدی چه کرزی صاحب دا افغانانو غوښتنی چه په لویه جرکه کی یی مطرح کری په امریکایانو ومنی ترڅو راتلونکی کی پښیمانه نه شو
    وسلام دیو ازاد او خپلواک افغانستان په هیله

  4. سلام دتاند اداری ته!ً
    کولای شم چه وپوهیژچی زما نظر ولس خپور نه شوهیله ده چی جواب یی ولیکی

  5. وايي سه چي د امام هغه زما هم ، بس جناب كرزي صيب پوه او كار يي او مونگ د كرزي صيب حمايت هم په هر حالت كي كوو.

ځواب ورکول mukhtar ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *