تاند- د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ولسمشر کرزي پرځای د بل افغان چارواکي له لوري له امریکا سره د امنیتي موافقې لاسلیککېدا ممکنه وبلله.
د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ویندويې ساکي وویل چې امریکا له هر هغه چا سره موافقه لاسلیکوي چې کرزی یې دې کار ته وګوماري خو واشنګټن افغانستان نه هڅوي چې دا کار وکړي.
پرون لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې د څو امریکايی چارواکو په قول ویلي و، د دې لپاره چې کرزی نه غواړي د راتلونکي کال تر انتخاباتو وروسته وخت پوري موافقه لاسلیک کړي د اوباما حکومت د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ضراراحمد مقبل او نور افغان چارواکي هڅوي چې په راتلونکو څو اوونیو کې له امریکا سره دوه اړخیز امنیتي تړون لاسلیک کړي.
سپینې ماڼۍ ویلي، که د روان میلادي کال تر پایه پوري امنیتي موافقه لاسلیک نه شي امریکا به له افغانستانه خپل ټول ۴۷ زره پوځیان راتلونکی کال وباسي. او د دې کار په نتیجه کې ممکن افغانستان له طالبانو سره په جګړه کې له کافي نړیوالې مرستې بې برخې شي.
خو د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ویندویې جین ساکي دا خبره رد کړه چې ګنې امریکا د کرزي پر ځای نور افغان چارواکي له واشنګټن سره د امنیتي موافقې لاسلیکولو ته هڅوي.
د اوباما حکومت له افغانستان سره د امنیتي موافقې د لاسلیکولو په صورت کې غواړي چې له ۲۰۱۴ وروسته په دې هیواد کې له تروریزم سره د جګړې لپاره له شپږو تر لسو زرو پوځیان پرېږدي خو ځیني امریکايي قومندانان د ۱۲ زره عسکرو په پرېښودلو ټینګار کوي.
امنیتي تړون که کرزی نه لاسلیکوي، د مفبل او یا کوم بل نامقبل پرځای، ښه بیا دا ده چې ښاغلی سپنتا دې لاسلیک کړي. ځکه سپنتا د افغان لوري لخوا د نوموړي تړون د اوملیک په برابرولو کې ونډه درلوده او مسول وو
جلالتمآب حامد کرزی تر خپلی وسی پوری لازم او ضروری اجراآت وکړل. د ټولو اسلامی هیوادونو له مشرانو سره یی خبری کړی. هغوی ورته د هو ویلی دی. د افغانستان مشورتی لویی جرګی هم دافیصله وکړه چی دا راتلونکی تړون د هیواد او خلکو په ګټه دی . که د افغانستان ولسی جرګی او پارلمان هم د موافقی په باب مثبته ارزیابی وکړه او هغه یی منظوره کړه ، نو بیا په هغه صورت کی ښاغلی کرزی ولس او تاریخ ته نور مسوولیت نه لری. د موافقی اجرایی برخه په راتلونکو حکومتونو پوری اړه لری او که یو طرف خپل مسوولیت لکه څنګه چی د تړون په متن کی راغلی دی ، اجرا نه کړی ، هغوی کولای شی چی پدی برخه کی خبری او لازمی مشوری سره وکړی او هغوی خپل اجراآت قانونی مسیر ته را وګرځوی. او که بیا هم ښاغلی حامد کرزی کوم خاص ملاحظات لری د خپل مسوولیت د لری کولو لپاره باید چی له ولس او خلکو سره یی په ولسی جرګه کی مطرح او ټول پری خبر کړی. ښه به دا وی چی داسی مهم تړون په خپله د هیواد ولسمشر امضا کړی . هم یی مسوولیت زیات دی او هم د تړون اجرایی برخه به وزن ولری او څوک به له هغوی نه سرغړونه نه کوی.