تاند- د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، پاکستان ته یې څو ځلي د حقاني شبکې او طالبانو د ملاتړ په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویندویې الیزابت تریدو وویل، امریکا پاکستان ته ویلي چې د دغه هیواد په خاوره کې د حقاني شبکې په شان د افراطي ډلو په وړاندې اندېښمنه ده او له زغمه کار اخلي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویندویې دا څرګندونې د تېرې اوونۍ د سې شنبې په ورځ د کابل له حملې وروسته وکړې چې په لړ کې یې ۶۴ تنه ووژل شول او شاوخوا ۳۵۰ نور ژوبل شول.

د هندوستان ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو د وزارت ویندویې الیزابت ټریډو وویل:«موږ بیا بیا د پاکستان د حکومت له جګپوړو چارواکو سره خپله اندېښنه د افغان طالبانو په اړه کې شریکه کړې او ورته ویلي مو دي چې اسلام اباد د حقاني شبکې په څېر ډلو په برخه کې، چې د پاکستان له خاورې فعالیت کوي، له زغمه کار اخلي.»

امریکا او د ناټو غړیو پخوا هم په ځلونو ویلي چې د حقاني شبکه، د طالبانو مشران او د رهبري شورا په پاکستان کې مېشته ده، له هماغه ځایه د جګړې قومانده ورکوي خو امریکا او لوېدیځو متحدانو یې عملاً نه یوازې د پاکستان خلاف کوم اقدام نه دی کړی بلکې په لسګونو ملیارد ډالره مرسته یې دغه هیواد ته ورکړې ده.

امریکايي چارواکي وايي، که پر پاکستان فشار زیات کړي، ممکن د دغه اتومي هیواد خطرناکې وسلې د تروریستانو لاس ته ورشي او درسته سیمه او نړۍ نارامه کړي.

One thought on “امریکا وايي، په پاکستان کې د حقاني شبکې په وړاندې له زغمه کار اخلي”
  1. که هر څومره مو تاو را تاو کړې زما زړه خو دا یوه خبره کوي : آااااخ امریکا نخری خو تا را باندی وکړې

ځواب ورکول وردگ ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *