لیکوال: نصرت الله حقپال

ولسمشر ډونالد ټرمپ تیره سې شنبه (غويي ۱۸مه ۱۳۹۷) هغه نړیواله هوکړه ماته کړه چې د نړۍ له(۵+۱) قدرتونو – امریکا، بریتانیا، فرانسې، جرمني، روسې، چین او اروپایي ټولنې له استاذو  د اوه کلونو هڅو او ناندریو په ترڅ کې له ایران سره تر لاسه کړې وه. له ایران سره (۵+۱) هیوادونو اټومي تړون (JCPOA ) هغه هوکړه وه چې په ۲۳/۴/۱۳۹۴ نیټه یادو قدرتونو له یاد هیواد سره لاسلیک او له مخې ایران خپل اټومي پروګرام بند او په بدل کې نړیوالو خپل بندیزونه له دې هیواد څخه لرې کړل.

امریکا ولې له دغې هوکړې څخه و وته

ولسمشر ډونالد ټرمپ له تړون څخه د وتو په غونډه کې داسې وویل “زه نن اعلان کوم چې امریکا له اتومي تړون څخه وځي“.  نوموړي داسې استدلال کاوه چې “دا یو وحشتناک  او جزئي تړون وو چې هیڅ کله باید رامنځ ته شوی نه وای، دغه تړون آرامتیا له ځان سره نه لرله، سوله یې را نه وړه او نه به یې راوړې وای”.  هغه همداشان و ویل ” زما په اند د دې هوکړې له ټکني او فاسد جوړښت سره هیڅ کله ممکن نه وه چې ایران اټومي وسلو ته له رسیدو راګرځیدلی وای او له ایران سره هوکړه په خپل ذات کې باطله ده.

د دې تړون اروپایي غړو ډيره هڅه وکړه چې ټرمپ تشویق کړي ترڅو له دې تړون څخه و نه وځي، خو په دې هکله ټول غړي – فرانسه، جرمني او انګلستان یو پر بل پسې پاتې راغلل. داچې ولې ټرمپ ټوله نړۍ ناراضه او دغه هوکړه یې څیرې کړه، دلایل یې په دې ډول دي:

۱ – د اروپایي هیوادونو ستره سوداګري: دې کې هیڅ شک نه شته چې د ایران اټومي پروګرام اصلي مخالف او خنډ د امریکا متحده ایالات وو. د ایران د اټومي پروګام په ضد مخکښ او وروستی پریکړه کوونکی هیواد امریکا وه او د دغه هیواد سیاسي، اقتصادي او نظامي فشارونه وو چې ایران یې دې ته اړ کړ تر څو د دې هوکړې لاسلیک کیدو ته حاضر شي. خو کله چې ایران له (۵+۱) هیوادو سره هوکړې ته ورسید، د امریکا متحده ایالاتو تمه داوه چې امریکايي شرکتونه به ایران سره سترې سوداګریزې راکړې ورکړې لاسلیک او په دغه هیواد کې به ستره پانګه اچونه وکړي. د تمې خلاف اروپایي شرکتونه مخته شول او په ایران کې سترې پانګه اچونې وکړي او له دې لارې په ملیونو ډالر ګټه ترلاسه کړه. اروپایي هیوادونو په تیر ۲۰۱۷ز کال کې، د ۱۲،۹ ملیارده ډالرو په ارزښت ایران ته صادارت او په همدې وخت کې د ۱۲،۲ ملیارده ډالرو په ارزښت واردات لرل چې عمدتاْ  وارداتي توکي تیل او نفتي مواد په بر کې نیسي .

ولسمشر ټرمپ یو سوداګر سړی دی، کله چې ټرمپ د یو سوداګر په توګه وکتل چې ایران امریکا معاملې ته اړ کړ، خو ګټه اروپایانو ېوړه. نو په دې فکر کې شو چې څنګه په ایران او د تړون په نورو غړو فشار راوړي ترڅو د تړون په موادو کې بدلون راوړي- داسې چې د اروپایي هیوادو په ځای، امریکا ډیره اقتصادي ګټه ترلاسه کړي. خو له ډیرو هڅو او ګواښونو سره سره، دغه پلان یې بریالی نه شو، نو بلاخره یې د وتو اعلان وکړ.

۲ – د اروپايي هیوادونو مشرانو ډیره هڅه وکړه تر څو د ټرمپ د دغه پلان مخه ډب کړي، خو کله چې ټرمپ د غويي په ۱۸مه اعلان وکړ چې امریکا له دې ټرون څه وځي، نو دغو هیوادونو سخت ټکان وخوړ او دا یي له خواشینۍ ډک عمل وباله. له دې سره جوخت، اروپایي هیوادونه په دې هڅه کې دي چې څنګه اروپایي لوی سوداګریز شرکتونه د امریکا له بندیزونو څخه خوندي کړي او له ایران سره یي لويې سوداګری ته ادامه ورکړي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان ایو لودریان تیره پنج شنبه له یوې فرانسوی خبري رسنۍ سره په خبرو کې چې د اروپايي شرکتونو د ګټو خوندي توب ته یې ایشاره  کوله  وویل ” اروپایي هیوادونه باید د خپلو سوداګریزو شرکتونو د ګټو د ساتنې لپاره لازم تدابیر ونیسي او په دې اړه له امریکا سره جدي مذاکرات وکړي.

تیره چهارشنبه(غويي ۲۰مه) اروپایي مشران به بروکسل کې راټول شول ترڅو داسې نوي قوانین او مقررات رامنځ ته کړي چې په ترڅ کې هغه اروپایي شرکتونه چې له ایران سره سوداګریزه ورکړه راکړه لري، د امریکا له بندیزونو او فشارونو خوندي کړي. اروپایي هیوادونه د دې ډول تقنیني عمل پخوانی تجربه لري – کله چې په ۱۹۹۶ز  کې چې امریکا په کیوبا ، لیبیا او ایران بندیزونه ولګول، خو اروپایي هیوادونو د یو تقنیني ګام په ترڅ کې ټول هغه اروپايي شرکتونه د دې بندیزونو له اغیز څخه خوندي کړل چې له یادو هیوادو سره سوداګریزه معامله لرله. نو د دې ډير احتمال شته چې یوځل بیا د خپلو ګټو د خوندي توب په موخه ورته ګامونه پورته کړي.

۳ – له ټاکل شوي حد نه تیریدل: امریکا منځنی ختیځ په داسې ډول اداره کوي چې هر سیمه ییز لوبغاړی باید له ټاکل شوې کرښې تیر نه شي او په روانه لوبه کې ټاکل شوې کرښې ته جدي پاملرنه وکړي.

د منځي ختیځ مهم لوبغاړي – سعودي عربستان، اسرائیل، ایران او ترکیه په داسې ډول باید مخته لاړ شي چې هیڅ کله د بل د نابودی سبب نه شي. امریکا خپلې ګټې او منځنی ختیځ د یادو هیوادونو په مستقیم او غیر مستقیم همکاری سره اداره کوي. ایران له هستوي هوکړې وروسته او له هغې ړومبی په سیمه کې داسې  مخته ولاړ چې په سیمه کې تر هغې ډیر اغیزمن او د نفوذ کچه یې لوړه شوه چې امریکا ورته ټاکلې وه. نو په دې موخه چې ایران بیرته خپل اصلي ځایګي ته را ورګرځي، اړتیا ده چې یو شمیر سیاسي، اقتصادي او نظامي فشارونه پرې راوړل شي. اوس د سعودي عرب او تر یو بریده د اسرائیلو وخت رارسیدلی چې وده وکړي. نو هستوي تړون څخه د امریکا وتل په دویمه درجه کې، په همدې موخه تر سره شو.

له هوکړې څخه د وتلو عواقب

۱ – په امریکا بې باوري: له ایران سره اتومي هوکړه او هره بله نړیواله هوکړه چې کله د هیوادونو ترمنځ د رسمي تشریفاتو او اجراآتو په ترڅ کې رامنځ ته کیږي، نو له اجرایوي ضمانت څخه برخمنه او ټول لوري یي په مراعت کولو باندې مکلف وي. له ایران سره اټومي تړون هم له ټولو حقوقي او قانوني شرایطو او تشریفاتو څخه برخمن تړون وه چې ټولو لورو باید رعایت کړې وای، او که چرته کوم لوري تخطي کوله، نو بیا د امنیت شورا او خاص میکانیزمونه ورته پیشبیني شوي وو چې څه ډول هغو تخطیو ته رسیدنه وشي. امریکا په یو اړخیز ډول دغه هوکړه ماته او هیڅ ډول نړیوال قوانین او ډیپلوماتیک دود یې په نظر کې و نه نیوه، چې دا په راتلونکې کې په نړیوالو او بین المللي تړونونو کې د امریکا اعتبار او حیثیت ته سخت زیان رسولی شي. ځکه چې هیڅ هیواد/سازمان دغه باور نه شي کولی چې ګنې امریکا به خپلو ژمنو ته متعهده پاتې شي او تړون به نقض او یا هم فسخ نه کړي.
۲ – د ټولې نړۍ هیرول: امریکايي دولت له ایران سره د هوکړې په ماتولو ټولې نړۍ ته شا کړه او له دغه تړون څخه و وته. په نړیواله کچه له اسرائیلو، په منځني ختیځ کې د امریکا له لاس پوڅو (سعودي، امارات، بحرین) پرته، په یوه خوله د امریکا دغه عمل وغانده او هغه یې د منځني ختیځ سولې او ثبات ته ستر ګواښ وګاڼه. دې کار سره به له یوې خوا امریکا ګوښي کیدو خوا لاړه شي او له بل لوري به خپل متحدین او ملګري له لاسه ورکړي. که څه هم چې اوسنۍ امریکا په هغه حالت کې نه ده چې څه غواړي هغه په خپل سر وکړي، خو په نسبي ډول ځینې کړنې اوس هم په یکه تاز ډول کوي  او د خپلو ملګرو او سیالانو پروا نه ساتي، خو په اوږدمهاله توګه امریکا د خپلو ملګرو په وړاندې بې باوره کولی شي. له دې سره – سره، له دغه واقعیت څخه څوک سترګې نه شي پټولی چې امریکا د ۱۹۹۰ – ۲۰۰۵ کال خپل سریو او یکه تازیو څخه لویدلې ده.

ایران

د دې تړون تر ټولو ستر زیانمن هیواد ایران دی. دې تړون ایران ته سترې اقتصادي او سوداګریزې ګټې لرلې او د دغه هیواد اصلاح غوښتونکو واکمنو دغه هوکړه ځان ته د یوې سترې لاسته راوړنې په توګه ګڼله.

که څه هم چې ایران د تړون په مسئله کې تاریخي تیروتنه وکړه او دغه هیواد  ته په کار وه چې یاد تړون یې اصلاً لاسلیک کړی نه وای. که چیرته ایران د یو سیمه ییز قدرت په توګه خپل اټومي پروګام ته ادامه ورکړې وای او بلاخره د اټومي وسلو لرونکو هیوادونو په کتار کې دریدلی وای، نو بیا به دغه هیواد د یو ریښتني او انکار نه کیدونکي ځواک په توګه پيژندل شوی وای.

ایران دوه تاوانه وکړل – یو دا چې خپل هیبت او حیثیت يې په کور دننه او بهر له لاسه ورکړ او بل دا چې له خپل اټومي پروګرام څخه لاس په سر او کلونه وروسته پاتې شو. که چیرته د ایران دولت دغه هوکړه نه وای لاسلیک کړې او د غربي قدرتونو فشارونو ته یې اوږه ورکړې وای، نو ډیر ژر وه چې اټومي وسله جوړه کړي او هغه وخت به نه امریکا او نه کوم بل هیواد په دومره بی غورۍ او سپکاوي  ورسره چلند کاوه. ایران ته خو پکار وه چې هر ډول فشار یې زغملی وای او اټومي وسلې ترلاسه کړې وای، اوس چې هغه فرصت تللی، یو ځل بیا همت وکړي او دغه تړون دې څیرې – څیرې او خپل اټومي پروګرام دې څو ځله ګړندی له سره پیل کړي.

One thought on “امریکا ولې د ایران له اټومي هوکړې ووته، عواقب به یې څه وي؟”
  1. فکر کوم د امریکا دا اقدام پرځای دی . که د دوهم نړیوال جنګ نه مخکې اروپایی هېوادونو د هتلر د لویې غوښتنې مخه نېولې وای، دغه جګړه به په دومره شدت ، قوت او شقاوت سره نه وه پېښه شوې. په میلیونونه انسانان به نه مړه کېدل او اروپا به په کنډواله نه بدلېدله.
    د ایران فاشیستي رژیم د نړیوال بندیز له لرې کېدو وروسته په سوریه ، عراق ، یمن او د سيمې په نورو هېوادونو کې مداخله پیل کړه چې نورو ګاونډیو ته یې هم تهدید پیل شو. د المغرب یا مراکش هيواد مجبور شو له ایران سره د همدغو مداخلو له امله خپلې دیپلوماتیکې اړیکې وشلوي. سعودي عربستان په مشرۍ د عربي هېوادونو ایتلاف مجبور شو د یمن د قانوني دولت د ملاتړ لپاره د هغه هېواد د نجات لپاره نظامي اقدام وکړي . ترکیه او اسرایل اړکړل شول د خپلو ګټو لپاره په سوریه کې مداخله وکړي.
    که احیانا ایران خپلسریو ته پرېښودل شي، لرې به نه وي چې له دې سيمې یوه بله نړیواله جګړه پیل شي.

ځواب ورکول عثماني ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *