سپینه ماڼۍ

تاند- د امریکا د متحدو ایالتونو حکومت پاکستان ته خبر ورکړی چې له تروریزم سره په مبارزه کې د نه همکارۍ په خاطر د ايتلافي بسپنې د مرستو دوهمه جوپه نه ورکوي.

فرانس پریس خبري اژانس د خبرو سرچینو په قول نن وویل چې د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت دا پیغام په واشنګټن کې د پاکستان سفارت او دغه راز په اسلام اباد کې پاکستاني چارواکو ته لېږلی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه پوښتنې ته ځواب ونه وایه خو د دغه وزارت یوه جګپوړي چارواکي د نوم د نه خپرېدو په شرط وویل چې د دې پرېکړې په اړه غیررسمي معلومات ورکړای شوي دي.

راپورونه وايي چې د اوباما حکومت له دې انکار کړی چې کانګریس ته ووايي چې د پاکستان د شمالي وزیرستان په عملیاتو کې د حقاني شبکه زیانمن شوې ده.

د امریکا دا پرېکړه اسلام اباد ته سخت ګوزار ورکولی شي ځکه چې دا هیواد تر ډېره د بهرنیو په تېره بیا امریکا په مرستو متکي دی.

د تېرې میاشتې (جولای) په وروستیو کې پاکستاني رسنیو وویل چې د امریکا متحدو ایالتونو د پاکستان حکومت ته په ګاونډي افغانستان کې د طالبانو پر ضد په جګړه کې د رول په خاطر ۳۳۶ ملیون ډالره ورکړي دي.

د پاکستان مرکزي بانک (سټېټ بانک) وايي چې د امریکا د مرستو له کبله د پاکستان د بهرنیو اسعارو زېرمه ۱۹ ملیارد ډالرو ته لوړه شوې ده.

پاکستان ته د ايتلاف د ملاتړ بسپنه (Coalition Support Fund) په ۲۰۰۱ میلادي کال وروسته له دې پیل شوه چې دغه هیواد په افغانستان کې د القاعده او طالبانو ضد ايتلاف کې شامل شو.

که څه هم امریکايي سرچینو پاکستان ته د ايتلاف د مرستې د ځنډېدو مسله د افغانستان او پاکستان له اړیکو سره اړونده نه ده بللې خو څرنګه چې دا اقدام په داسي وخت کې کېږي چې پاکستان له افغانستان سره د تروریزم پر ضد همکارۍ عملاً ځنډولې او هره ورځ افغانستان ته نوي ستونزې زېږوي، دا پرېکړه یې د افغانستان لپاره هم اهمیت لرلی شي.

ټاکل شوې ده چې د پاکستان صدراعظم نوازشریف په اکتوبر کې امریکا ته سفر وکړي.

پاکستان له ۲۰۰۱ څخه تراوسه پوري د ايتلاف د ملاتړ له پروګرامه ۱۳ ملیارد ډالره ترلاسه کړي دي.

3 thoughts on “امریکا پاکستان ته د ملیونونو ‌ډالرو مرسته ځنډولې”
  1. داپيسی دتروريزم دحمايي اوتقويي او دنه لمنځه وړلو په خاطر پاکستان ته ورکول کيږی په رڼا ورځ امريکا اودهغوی متحدين وينی چی همدا طالب،داعش اوداسی نوری تروريستی ډلی په پاکستان کی دفترونه ،داوسيد ځایونه، داستخباراتو سره ليدنه کتنه اودهغوی په مصلحت دافغانستان په خاوره کی ددولت پر ضد په تروريستی عملياتوکی ونډه اخيستنه ،په پاکستان کی دهمدی تروريستی ډلود رهبری عمومی غونډو جوړونه. بلی هو! په همدغو پيسو اومالی لګښت چی امريکا يي وپاکستان ته ورکوی زموږ په ګران هيواد کی دنا امنيو سبب ګرځيدلی دی. امريکا ورته ګوری چی ددوی په پيسو تروستان تربيه کوی اوموږ ته يي راليږی ، په دی اړه امريکا بايد دپاکستان پر وړاندی پرخپل سياست کی بدلون راولی او دخپل دوه مخی سياست څخه دافغانستان په وړاندی تيرشی . امريکا نبايد دهغو خپلو اومتحدينو افسرانواوسربازانو وينی چی ځانونه يي دخپلو سياسی هدفونو پر وړاندی قربان کړی ناديده و نيسی ،بيا په ميلينونو ډالر دتروريزم مورته يا (زيږنده)پاکستان ته ورکړی دابه دافغنستان دولس سره سخته جفا وی.

  2. دمنطقی نه دتروریزم دورکیدو شه لاره داده چه پاکستان تجزیه شی داددی لپاره چه اصلی پاکستان چه په اصلی مفهوم چتلستان دی چه په دی منطقی کی یو بی مفهومه دول رامنج ته شوی دی اصلی نوم دخواصو له رویه باید ورته تروریزمستان وویل شی که دا له بین ولار نشی دابه لکه یوه سرطانی غده اخر به دامریکا نه هم دکنترول ووزی او اتومی سلاح که رشتیا هم موجوده وی دتروریستانو لاس ته ولویزی چه بیا هغه وقت به ناوقت وی نوشه داده چه اوس ئی باید ختم کری چه ریشی ونه زغلوی.
    په درناوی

  3. که دکلونووروسته امریکا اوس ‍پوه شوی وی چی پاکستان د تروریزم با نی ااوحامی دی نو دا دا معنی لری چی دامریکا خلک د نړی تر ُ ټولو کم عقل خلک دی اوپه دی ترتیب دتروریزم اصلی حامی دی

ځواب ورکول babrak ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *