تاند- د افغانستان حکومت وايي چې امریکا د افغانستان پر ملي امنیتي ځواکونو (پولیسو او اردو) د سونګ موادو او نور اکمالات بند کړي دي.

له ارګه (د افغانستان د ولسمشر دفتر) په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د دفاع او کورنیو چارو وزیرانو د ملي امنیت په غونډه کې، چې نن د ولسمشر کرزي په مشرۍ جوړه شوه، وویل چې امریکایانو د افغانستان د ملي اردو او ملي پولیسو څو قطعو ته د تېلو او نورو مرستو ورکول درولي دي.

امریکايي چارواکو تراوسه پوري د افغانستان د حکومت د دې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.

پرون امریکايي چارواکو وویل چې د افغانستان ولسمشر حامد کرزی د مشورتي لویې جرګې له پرېکړې سره سره له امریکا سره د امنیتي موافقې د نه لاسلیکولو لپاره هره ورځ نوي نوي پلمې مطرح کوي.

له بلې خوا د افغانستان د ولسمشرۍ دفتر د امریکايي پوځیانو له لوري د افغانستان د ملي اردو او ملي پولیسو ځینو قطعو ته د تېلو او نورو مرستو بندېدا د امریکا د مخکینیو ژمنو خلاف بللې ده.

د افغانستان د ملي امنیت شورا د امریکا له لوري دا اقدام د امنیتي موافقې د لاسلیکولو لپاره له خپلو شرطونو څخه د افغانستان د تېرېدا لپاره د امریکایانو فشار بللی دی.

کرزي له امریکا سره د موافقې د لاسلیکولو لپاره شرط ایښی چې امریکايي پوځیان دې د افغانانو د کورونو تلاشۍ او د افغانستان په خاوره کې حملې پای ته ورسوي.

کرزی باوري دی چې د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو کیلي د امریکا او پاکستان په لاس کې ده.

ده همداراز ویلي چې امریکا دې د طالبانو پر ضد په جګړه کې برخه نه اخلي او دا جنګ دې افغانانو ته ورپرېږدي.

9 thoughts on “امریکا پر افغان امنیتي ځواکونو تېل او مرستې درولي”
  1. امريکا اوس د پاڼ او پړانګ په مينځ کې ګيره شويده يو خوا افغان دولت ده چې خپلواکي غواړي او سرکشي کوي او بل خوا حزب او طالبان دي. چې هره خوا يې وګټي امريکا (وحشي نظام کاپيتاليز) يې بايلي. کرزی په تش لاس او يوازې سر له امريکا سره چنې وهي بايد حزب او طالبان يې مرسته وکړي. امريکا همدې ورځې لپاره کمزوری دولت ساتلو چې بې چون او بې چارې په پټو سترګو اډې ورباندې ومني که حزب او طالبان په ريښتيا مرسته وکړي نشي يې پرې منلئ

  2. دا ټول هسی لوبی دي. افغانان غولوی او په حقیقت کی کرزی دا دومره جرآت نه لری چه داسی نه وکړي. دا سیاسی لوبه ده. کرزی یا د خپل ورور ګامیابی اطمنانی کوی او یا خو امریکایان ورته وایی چه داسی وکړه چه تر څو ملت پر تا راټول شي.

  3. زغرد صیب ستاسو خبره زر په زرو کې پرځای ده.

    پدې هیله چې طالبان او حزبیان هم له عقل نه کار واخلي او پدې حساسو شیبو کې د کرزي ملاتړ وکړي او پدې توګه ددې وحشیانو تور مخ نور هم ور تور کړي.

  4. زمونږ په ملک کې د سړي قدر هغه وخت پیدا کېږې چې د لاسه یي ورکړو، ښاغلي کرزی صاحب که تړون امضا کړي حتماً وایو چې ملک یې را خرڅ کړ او که امضا یې نه کړي بیا وایو چې بې د تړون له امضا ملک مو ورانیږي. زما په نظر کرزی به تر ټولو لومړنی شخصیت وي چې د تړون امضا کېدل غواړي، ولې د دې په مقابل کې د تضمین موجودیت حتمی دی. مه پریږدۍ چې ښاغلی کرزی په دغه مبارزه کې تنها پاتې شي او راځﺉ چې ټول (ولس، حزب اسلامي او طالبان) په یوه خوله د کرزي د دغه نیک اقدام ملاتړ وکړو. که امریکا نه غواړي زموږ ځواکونه اکمال کړي راځﺉ چې د یو با درده ملت په څېر په خپلو شتو امکاناتو خپل ځواکونه حمایه او د جنګه لاس واخلو.

  5. د بي کفایته او بی درایته چارواکو له لاسه خپل موپردي او پردي مو خپل نه شو. تیر وخت مو دانشګاه ، توکمیز انډول، ژبني تعصب کې تیر کړ. د فساد لمنه ډیره پراخه وه. د یو کمیسون دپاسه مو بل کمیسیون جوړ کړه خو پایلي یې ازیابي نشوي . خپل پړه مو هم په ګاونډیانو اچولي تر څوخپل نیمګړتیا ولس څخه پټه کړو . د نن وروسته هم که د پردیو منافعو ساتلو قرباني نه شو د طفیلي ژوند نه خلاصیدای شو. د هیواد دننه او دباندی تجاران په داسی مهال اغیزمن رول لوبولای شي خو د هغوي سره دولت داسی چلن کړای ګني چې دوی د بل هیواد اتباع وو. که د نن وروسته هم په هغه پروفوزولو فکر وشی چې ولس کې مو کومه وړتیا ده او باور يې څنګه تر لاسه کړو نو د قناعت او دوامداره کوښښ چې په خپلو مټو اتکاء وکړو د تل لپاره به په بل متکي نه او طفیلي ژوند خلاصیدای شو چې لاندی وړاندیزونه لرم
    .
    ۱ – شته عواید په ځانګړی توګه د برق ، ګمرګاتو ، مخابراتو او شهروالي په شفاف ډول تنظیم
    ۲- ملي تاجرانو ته لازمي اسانتیاو برابرول چې د فساد پرته خپل مالونه او توکي د رشوت پرته صادر او وارد کړي
    ۳- رسنۍ د قانون په چوکاټ کې ازادی ولري او ډار اچونکي بی اساسه راپورونه نشرولو ډډه وکړي

  6. په ریشتیا سره چی په وطن مین او د وطن غم خور دی طالبان هم وایی موز د وطن لپاره جنگیزو نن چی کرزی د ریشتیا میدان ته راویسته هیس ژغ یی نشته هلته په سیمو کی د ا دتلویزینواخطار ورکوی چی که چا مشورتی لویه جرگه وکتل کتل کیژی به نو که طاابان په واقیعت سره د وطن لپاره ولار وی نو دوی دی دکرزی سره پدریزی او لاس دی سره یو کی چی تیل او د سوند توکی د دوی لخوا سخه رازی خدای دی دا بیخی را باندی ودروی نو تو لو د وطن مخالیفینو ته می دا پیغام دی چی دا یی موقیعی چی سره یو سی که مو دا موقعی د لاسه ووتل نو هر سه به مو بدل سی

  7. اوس نو کرزي ته هم په کار ده چې خپل افغاني غیرت او اسلامي شهامت څرګند او دغو پردیو پوځیانو ته د ۲۴ ساعتونو په موده کې له افغانستان څخه د وتلو امر ورکړي. او د نه منلو په صورت کې په ملت د ملي پاڅون غږ وکړي. ملت خو اوس ځان ځکه غلۍ نیولی دی چې پر هېڅ لوري باور نه لري چې دوی به افغانستان او افغان ملت ته ژمن او وفادار وي او ما د هر چا له خولې اورېدلي او وايي چې دا ټول حرڅ شوي پردي ګوډاګیان دي. نو په دې صورت کې که کرزۍ پر ملت غږ وکړي، نو ټول ملت به راپورته شي، افغان ملت باید نور راپورته شي او د خپل هېواد دفاع په خپله وکړي، ځکه چې موږ هره ورځ په یوه او په بل نوم په انفرادي ډول وژل کیږو، دا چې موږ هره ورځ وژل کیږو، نو راځي چې په یوه ورځ له خپلې خاورې ځانونه قربان کړو چې د هرې ورځې له مرګونو، ځانمرګو، چاپو او داسې نورو مرګونو عملیاتو او ګواښونو ځانونه خلاص کړو، که چېرې دا کار و نه کړو، نو همداسې به هره ورځ تر تېغ تېریږو
    په درنښت

  8. کرزی دی اوس غیرت و کړي، څان او افغانستان دې له ګړنګه را غوځار کړي. حزب او طالبان به بی ملا ټینګه کړي هاهاها، داسې لغته به ور کړي چې د آی اېس آي غیږ ې ته ولویږي

ځواب ورکول نورزومان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *