تاند- په افغانستان کې د امریکا تر ټولو جګپوړي جنرال د سې شنبې په ورځ / اکتوبر۶/ ومنله چې په افغانستان کې د اسلامي دولت یا داعش د وسله والې سرزورې ډلې حضور مخ په پراختیا دی.

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د راپور له مخې، جنرال جوزیف کېمبل، چې په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ د ماموریت عمومي قومندان دی، د متحدو ایالتونو د مشرانو جرګې د وسله والو خدماتو کمېټې ته وویل:«دې ډلې سر راپورته کړی، عملیات یې پیل کړي او د دې هیواد په ختیځ کې یې پر یوه ځانګړي ښار تمرکز کړی دی.»

جنرال کېمبل د خپلو خبرو په دوام کې وویل چې د اسلامي دولت وسله واله ډله د پاکستان پولې ته نژدې د افغانستان په ختیځ کې تر ډېره په ننګرهار ولایت کې متمرکزه ده. دا ډله د پاکستاني طالبانو د غړیو په خپلولو سره د پراختیا په حال کې ده.

د واشنګټن پوسټ پر اساس کېمبل وویل چې پاکستاني طالبان تر ډېره د پاکستان په قبایلي سیمو کې عملیات کوي.
ده همداراز وویل:«اوس مسله دا ده چې طالبان او داعش له یو بل سره جنګېږي. ډېر طالبان داعش ته اوښتي ځکه چې ګومان کوي چې داعش ډېرې پیسې او امکانات لري.»

د جنرال کېمبل دا څرګندونې له هغو سره ډېر توپیر لري چې د سږ کال په فبرورۍ میاشت کې یې د امریکا په مشرانو جرګې کې کړې وې.

ده په فبرورۍ کې ویلي و چې په افغانستان کې د داعش حضور په نشت حساب دی.

واشنګټن پوسټ لیکلي، په جون میاشت کې کانګریس ته د پینتاګون په راپور کې د داعش مسله یاده شوې وه او ویل شوي و چې د اسلامي دولت وسله واله ډله په دې لټه کې ده چې په افغانستان کې خپل نفوذ پراخ کړي، خو تراوسه پوري یې د کسانو د جلبولو په برخه محدودې هڅې کړي دي.خو کېمبل د سې شنبې په ورځ د امریکا مشرانو جرګې ته وویل چې داعش په جنوب کې له هلمنده رانیولې په شمال کې تر سرپل پوري فعالیت غځولی دی. خو دې ډلې زیات تمرکز په ننګرهار کړی او غواړي چې د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار ونیسي او ورڅخه خپله پلازمېنه جوړه کړي.

3 thoughts on “امریکا په افغانستان کې د داعش د نفوذ زیاتېدا تایید کړه”
  1. دا د امریکا خپل پوپروګرام دی په فبروری کی یی داعش ډلی ته کافی امکانات نه وو برابر کړی نو څکه یی ویل چه په نشت حساب دی خو اوس چه امریکا په پوره اندازه امکانات پیسی او اسلحه ورته په واک کی ور کړل نو اوس وایی چه په ټول افغانستان کی ددی ډلی حضور مخ په زیاتیدو دی
    ډیر افسوس پد ی ، دی چه د سونګ توکی یی افغانان دی
    یا الله ته پدی ملت رحم وکړی او په خپل کامل قدرت سره ورته هدایت وکړی تر څو دوی د پردو د لاس اله ونه ګرځی
    ومن الله التوفیق

  2. سلامونه او پیرزوینی
    په اوس وخت کی ټول خلک او یو وړوکی ماشوم هم په دی پوهیږی چی خبره چیرته ده
    که طالب دی که داعش دی دا ټولی د امریکی پروژی دی همدا دوی یی تمویلوی او د خپلو ګټو لپاره یی کاروی نور نو دا ګیم زوړ شوی دی نور نه چلیږی خو دا جګړه په پراخیدو ده او انشاالله امریکا به د سختی ماتی سره مخامخ شی .

ځواب ورکول maher ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *