تاند- سپینې ماڼۍ د جمعې په ورځ ناوخته یو ځل بیا له افغان مشرانو په کلکه وغوښتل چې د روان کال تر پای ته رسېدو مخکې له امریکا سره دوه اړخیز امنیتي تړون لاسلیک کړي.

د سپینې ماڼۍ ویندوی جې کارنې په یوه خبري غونډه کې وویل، که امریکا غواړي چې له ۲۰۱۴ وروسته په افغانستان کې پوځیان پرېږدي نو وخت د امریکا لپاره ډېر مهم دی.

امریکايي چارواکو څو واري ویلي چې که ژر امنیتي موافقه لاسلیک نه شي دوی په افغانستان کې د خپلو پاتې کېدونکو پوځیانو پلان د ناټو له نورو غړیو هیوادونو سره نه شي تنظیمولی.

د سپینې ماڼۍ ویندوی جې کارني وویل:«موږ انتظار یو چې د دواړو خواوو ترمنځ موافقه لاسلیک شي. ضروري ګڼو چې دا موافقه د سږکال تر پایه پوري لاسلیک شي.»

د سپینې ماڼۍ ویندوی دا خبرې وروسته له دې وکړې چې د متحدو ایالتونو دفاع وزیر په کاناډا کې وویل پکار ده چې امنیتي موافقه مخکې تر دې لاسلیک شي چې دی ولسمشر بارک اوباما ته سپارښتنه وکړي چې امریکايي پوخیان په افغانستان کې د خپل ژوند د خطر منلو ته دوام ورکړي.

د امنیتي موافقې په هکله د امریکايي چارواکو اندېښنې وروسته له دې زیاتې شوي چې کرزي وویل، که مشورتي لویه جرګه او ملي شورا هم دا موافقه لاسلیک کړي، دی به یې تر هغو لاسلیک نه کړي چې د ۲۰۱۴ کال د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو انتخابات تېر شوي نه وي.

کرزي او ویندوی یې د امنیتي تړون لاسلیکېدا د دوی په وینا له «شفافو» او «مناسبو» انتخاباتو سره مشروط کړي ده.

اړوند خــــپرونه:

هېګل: که امنیتي تړون ژر لاسلیک نه شي امریکايي پوځیان نه شي پاتې کېدای

د افغانستان حکومت د امنیتي تړون په اړه د امریکا خبرداری رد کړ

کرزي د امنیتي موافقې لاسلیک انتخاباتو ته وځنډاوه

One thought on “امریکا یو ځل بیا له افغانستانه د امنیتي موافقې د ژر لاسلیکېدو غوښتنه وکړه”
  1. !!! ښه خبره !! خو ده چی راتلونکی ریس جمهور ته پاته شی خو که کرزی صیب خپل استقلال وشی ساتلای

ځواب ورکول وحیدالله صالح ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *