له امریکا سره د امنیتي تړون مسلې ته په پلوۍ او مخالفت دواړو لوریو کې لکه چې لیدل کیږي،له افراطي چلنده زیاته ګټه اخیستل کیږي.

دا چلند د بل هرافراط په شان ترګټې زیان ډېرلري او پرافراط کوونکو اړخونو د پټو او پروژه یي اجنډاوو د لرلو شکونه زیاتوي.

امنیتي تړون ته باید د افغانستان د یوې مهمې اړتیا ترڅنګ د یوې خورا حساسې مسلې په سترګه هم وکتل شي او هڅه وشي،چې له منطقي او ممکنو لارو څخه د افغانستان زیاتې غوښتنې او ګټې پکې خوندي شي.

د افراطي چلند څوبېلګې

د دغه تړون ځینو مخالفو اړخونو په ښکاره د دې تړون د ردولو په پلمه د افغانستان له ولس،اساسي قانون او واکمن نظام سره د دښمنۍ د تبلیغولو هڅې کوي.

په دې ترڅ کې د پلازمېنې کابل  ترڅنګ په ځینو ولایتونو کې د امنیتي تړون په مخالفت لویې غونډې او لاریونونه شوي او ممکن چې دا لړۍ د مشورتي لویې جرګې ترجوړیدو پورې نوره هم شدیده شي.

د تړون پرمخالفینو دا تور پورې دی،چې د ګاونډي هېواد ایران او ځینو نورو په مستقیمه اشاره نه غواړي افغانستان له نړۍ سره خپل مناسبات پراخ او پیاوړي کړي.

ځینې رسنۍ هم پرته له دې چې داسې مضرې هڅې نقد او وڅېړي،خپلو مخاطبانو پورې رسوي،چې د هغوی پرذهنیت منفي اغېزې لرلای شي.

بل لورته د تړون مدافعې کړۍ چې اکثره د افرادو په کچه دي،په ټولنیزو شبکو کې غوښتنه لري،چې باید دا تړون زر لاسلیک او عملي تطبیق یې پیل شي.

دا ډله خلک هم دې ته نه ګوري،چې د افغانستان ضرورتونه،شرایط،لومړیتوبونه،ملي ګټې او نور هغه امتیازات چې له دې حساس او ضروري تړون څخه یې باید ترلاسه کړي،څه وي.

دوی هم د دیپلوماتیکو نزاکتونو او تکتیکونو خلاف داسې توقع لري،چې باید په یوه ورځ،په پټو سترګو او په ارزانه بیه د افغانستان د تاریخ په کچه بې ساری دغه تړون زر لاسلیک شي.

دواړه لوري په دې افراطي چلند کې منطقي او لازم دریځ نه لري او د خپلو عملونو او غوښتنو د پایلو منفي اړخونه په پام کې نه نیسي.

نالوستل شوی تړون

د دغه تړون په اړه لویه ستونزه تراوسه دا ده،چې مدافغان اومخالفان یې دواړه له اصلي متنه نه دي خبر او نه پوهیږي،چې په دغه تړون کې په واضحو کرښو د امریکا او افغانستان کومې غوښتنې،شرایط،ضمانتونه او هیلې په پام کې نیول شوي.

دا حالت پردواړو لورو د کم پوهۍ او احساساتي والي ترڅنګ دا شک هم زیاتوي،چې ښایي په لوی لاس له تړونه مثبت او منفي اغېزمنونکو طرفونو به د داسې موقف ګیرۍ او عمل دندې ورسپارلې وي.

زه دا د هرافغان حق او حتی مسولیت ګڼم،چې په داسې مهمو ملي مسایلو کې نظري او عملي موقف ولري،خو دې موقف ګیرۍ ته له منطقي لیدلوري څخه پاملرنه غواړم.

د تړون مخالفینو او مدافعانو باید د خپلو بحثونواو نظریاتو د کره والي او ریښتیاوالي لپاره له لومړي سره غوښتنه کړې وای او لا یې وکړي،چې د تړون متن واضح او خپور شي.

په دې حالت کې د امنیتي تړون پرمحتوا د افغانستان خلک او په ځانګړي ډول لوستی قشر ښه پوهیدای شي او کولای شي،چې د تړون نیمګړي اړخونه برسیره،نقد او پرې خپل نور نظریات هم د یوه موجود اصل او سند پربنسټ ووایي.

په اوسنۍ بڼه موقف ګیرۍ لکه په هوا کې د لاسونو د ښورولو په شان دي،چې د وخت او انرژۍ د ضایع کیدو ترڅنګ عامه ذهنیت هم مغشوش او ګډوډلولی شي.

2 thoughts on “امنیتي تړون او افراطي دریځونه/ ارشاد رغاند”
  1. ډیره مننه رغاند صیب! مونږ خو همدي افراطیت له کمرونو څخه و غورځولو که د اسلام خیره شي نو د خولۍ په نه په سرولو باندې هم لکه د یو زنا کار په شان په درو وهل کیږو او که د ډیموکراسۍ خبره شي نو بیا ځانونه بربڼدو ځکه چې ډیموکراسي ده هیڅکله نورمال اسلام او نورماله ډیموکراسي نشو زغملی

    په درناوي

  2. د تړون د متن بربنډیدا خو ناشونې راته ښکاري، ځکه دلته د افغانانو ترڅنګ د ګاونډیانو احساسات ډیر را ولاړ شویدي.

    یوه خبره چې زه د افغان دولت او چارواکو د دقت او پوره احتیاط په اړه درته کولی شم هغه دا ده چې ښاغلی کرزی او سپنتا دواړه ددغه قرارداد پر هر ټکي پوره خبر دي، د سیاسیونو سره ېې شنلي دي، او دا څو کاله یوازې پدې خاطر چې د امکان تر بریده د افغانانو ګټې پکې زیاتې خوندي کړي، خپل غږ پورته کړیدی.

    زه باور لرم چې دغه تړون د ایران، روس، چین او پاکستان د اختلاف سره سره لاسلیک کیدونکی دی. افغان لوري ته پکار داده چې پدغه تړون سره د امریکا څخه زیات کریډیټ ترلاسه کړي.

ځواب ورکول ګلو جان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *