مجید قرار

د روس خلاف د ساړه جنګ، او بیا د افغانستان د تاوده جنګ له زمانې له پاکستان سره یو ناروا فکر پیدا و.

هغه دا و چې افغانستان، لکه یتیم ماشوم، تر خپل لاس لاندې وساتي، نړۍ ته دا ووایي چې دا ماشوم لا نابالغ دی. په خبره نه پوهېږي. په خپل سر د معاملې کولو حیثیت نه لري. د معاملې وړ نه دی.

کله کله به یې د خپلې دې ادعاء د ثبوت لپاره زموږ ببرږیري ماشومان نړۍ ته ور وښودل. کله کله به یې زموږ ځبړږیري رهبران امریکا او لندن ته هم بوتلل. هلته به یې، لکه بیزوګانې، په محفلونو کې وګډول، له یوه پلوه به یې بسپنې او چندې پرې را ټولې کړې او له بل پلوه به یې نړۍ ته وښودله چې افغانستان، د افغانستان مشران، او د افغانستان ملت لا دومره ماشوم او په سیاسي لحاظ نابالغ دی، او تاسې که د افغانستان خبره کوئ، نو له موږ سره یې باید وکړئ. کله کله به یې زموږ یو یو رهبر وسکونډه چې ورکړه ریګن ته د اسلام دعوت ورکړه. کله به یې بل وسکونډه چې ورکړه ببره، د امریکایانو پر ضد په امریکا کې یو تند بیان ورکړه.

نړۍ به هم چې وکتل، زموږ رهبر به د غرب پر دستارخان ناست و، او مرګ په غرب شعار به یې ورکاوو، ویې منله چې دا خو ریښتیا نابالغ لېونیان دي.

دا چې پاکستان ولې داسې کول، د هغې ډېر لاملونه ول، او پر هغې غږېدل نه غواړو، خو کیسه وه کټ مټ همداسې.

نړۍ د نیږدې یوې لسیزې لپاره د افغانستان تویوړی واک پاکستان ته ورکړ.

پاکستان چې کله یې هم د چا باداري او پر چا مشري نه وه کړې، په دې دوره کې ډېر سپک سپک خویونه، چور، کباړ، غلا، درغلي، او نور فاسد او پرېوتلي حرکتونه وکړل.

د افغانستان له بازانو او باښو را نیولې، تر قدیمه آثارو، تر ځنګلونو، تر آسونو، پسونو، او آن د مړیو تر هډوکو پورې یې چور، کباړ، قاچاق، او غلا کړل.

ملایان، جنرالان، ژورنالسټان، اسلامکاري مشران، قومپرستان، مخروران، خلاصه د خپلې ټولنې هر قشر ته یې د چلو چلو افغانستان چلو ناره ورکړه، او ټول یې د افغانستان پر مادي او معنوي دارائیو د چور ګډولو لپاره را واستول.

پاکستان په افغانستان کې دومره یکه تاز شو، چې په خپلو غلامانو کې یې هم چاڼ پیل کړ. له ځینو مقاماتو یې په ښکاره وویل شول چې یاره، موږ خو هسې په انجنیرانو، مولویانو، او ازهري شیخانو کې پړي اچولي ول. اصلي خلک خو دغه اخوندان او چڼي مڼي دي چې له سره سر نه خلاصوي. پاکستان د خپلو غلامانو په حسنو کې احسن او په فاضلو کې افضل لټول پیل کړل.

البته، د خدای اراده بدله وه.

خدای پاک پر افغانستان باندې اسامه بن لادن را مهربانه کړ، افغانستان ته راغی. له دې ځایه یې نړۍ ته سبابه وښوروله، غر او پښ یې پيل کړ، که یې څه وکړل کنه، خو خلک یې ښه وډارول. کار به یې کړی و، یا به یې نه و، مسؤولیت به یې ښه په نره پر غاړه واخیست. د نړۍ یې پاکستان او په افغانستان کې د پاکستان ګنده لوبې ته را پام کړل.

نړۍ پسې را هی کړ، د پاکستان د کلونو کلونو پانګونه، او په حسنو کې احسن انتخاب شوي یې پسې واخیستل.

طبیعي ده چې نړۍ خو د طالبانو تر سقوط وروسته، دلته خپل سورمخی، د ژېړو وېښتانو، او شنو سترګو پاچا نشوای کښېنولای. ټول پوهېدل، او ټولو منله چې افغانستان ازاد هېواد دی، او بل څوک پرې واک نشي چلولای. د بن غونډه یې را وغوښته، د افغانستان هغه مشران یې ورته را وغوښتل چې یا د پاکستان له تېغه تقدیر ژوندي پاتې کړي ول، او یا پاکستانیانو د حسن، او احسن په چاڼ کې اطراح کړي او له ځانه لري کړي ول.

د افغانستان خیر به په همدې کې و. دې ژوندیو راپاتې کدرونو نظامګی جوړ کړ. نړۍ حمایه کړ. له نظامګي څخه نظام، او له نظام څخه غښتلی نظام جوړ شو.

افغانستان یو بې هرڅه هېواد و. ورو ورو د اساسي قانون، درې ګونو قواوو، او خامې مدني ټولنې خاوند شو. د په نړیواله کچه تجربه لرونکیو وزیرانو، او په نړیوال معیار دفترونو او سیسټمونو خاوند شو. د سفارتونو، بیرغ او ملي سرود خاوند شو.

په پیل کې افغانستان داسې هېواد و، چې ولسمشر یې پردیو باډیګاردانو ساته. هله هله، را ښه شو، را ښه شو، تر دې چې له ارګه، له ولسمشره په زرګونو کیلومټره لري خاوره یې هم د خپلو سرتېرو ترساتنې لاندې شوه.

پوځ یې پیدا کړ. پولیس یې پیدا کړل. پوځ او پولیس یې په نړیواله کچه وستایل شول. د زرګونو کیلومټره سړک، شاوخوا ۱۸۰ زره محصلینو، یو ملیون متعلمینو، شاوخوا دری نیم لکه امنیتي ځواکونو، یو لک زره ملکي مامورینو، او په نظام کې دننه، د لسګونه زره لیسانه سوو، زرګونو ماسټرانو، او سلګونو پي ایچ ډي کدرونو مالک شو. زرګونه ښوونځي، زرګونه دفتري ودانۍ، زراعتي فارمونه، زرګونه پلونه، کانالونه، لسګونه هوایي ډګرونه، آن د رېل پتلۍ، سوداګریز بندرونه، او څه څه یې وموندل.

بالآخره، افغانستان سیال شو.

له نړۍ سره یې تړونونه لاسلیک��ل پیل کړل. له نړۍ سره یې چنې وهل پیل کړ. په ۲۰۱۲ کې پاکستان پر سرحدي پوسته برید وکړ، په برید کې یې خپلې پوستې له منځه ولاړې، او د پوځیانو جنازې یې خاورې ته ور لیکه شوې.

ټول ملک ملتپالو نارو، او وطنپرستو احساساتو پر سر واخیست. ټول ملک تور سور زرغون شو. ټول هېواد د لومړني شهید فاتحو پر سر واخیست.

بیا افغانستان لوبې ګټل پیل کړل. فوټبال یې وګاټه. کرکټ یې وګاټه. کاراتې یې وګتلې. مډالونه ورته را چالان شول.

دا هر څه، د پاکستان په ژوند، او د هغو جنرالانو په ژوند وشول، چې ټول عمرونه یې د افغانستان په بربادۍ کې لګولي و.

ځینو هغو جنرالانو د افغانستان د ورکې خوب ګور ته یووړ. ځینې یې د خپلو شاګردانو لخوا جهنم ته واستول شول، او ځینو ته یې، لکه د جنرال حمیدګل، یواځې تلویزیوني مرکې ور پاتې شوې.

د پاکستان ناسور پر ځان، او سر په زیان او تاوان شو. د لستوڼي ماران یې تر ستوني او سینه را تاو شول. مرګونه، اورونه، او د وینو سېلابونه ور څرم شول.

افغانستان ورځ تر ورځې ښه شو. د ولس په ننګه، او د پاکستان د تمثیلي جهاد په مقابل کې ولسي پاڅونونه پیل شول. ملي اردو، ملي اردو شوه. نیم امریکایان ووتل. نیم اینچ ځمکه ضایع نشوه.

د دې وخت را ورسېد، چې افغانستان له تر ټولو ستر نړیوال ځواک سره د خپل تمامیت او استقلال محاسبه پیل کړي.

زندانونه یې ورڅخه را خپل، امنیتي صلاحیتونه یې ور څخه ترلاسه، او زرګونو سلاکارانو ته یې له دفترونو څخه ترخیصونه ورکړل.

د نړیوالې ټلوالې پر عملیاتو یې اعتراضونه پیل کړل. د هغوی پر تصرفاتو یې نیوکې وکړې، او هغوی یې رسمي تړونونو ته اړ کړل.

افغانستان هېواد شو، خو په دمونو، تعویذونو، زکاتونو، عشرونو، او جهادي بسپنو نه شو. د نړیوالې ټولنې په مرستو، د نړۍ په ملاتړ، او د ملګرو ملتونو تر چتر لاندې، په آبرومندانه نړیوالو بسپنو هېواد شو.

افغانستان چې پر کومه لاره تر دې ځایه را ورسېده، هغه لاره مالومه وه. هغه له نړۍ، د نړۍ له لویوقدرتونو، او د نړۍ له مدني ټولنو سره د ښې همکارۍ او د ګاونډیانو له انحصاره د وتون لاره وه.

دا لاره د افغانستان لپاره کامیابه لاره وه.  د دې لارې کړاوجن، اغزن، او کنډوکپر برخې افغانستان شا ته پرېښې وې، او پاتې لاره تر تېرې لارې هوسا، هواره، روښانه، او پسته ښکارېده.

تر دې دمه نړیوالو پوځونو په دې هېواد کې پر خپل سر، شپه ورځ عملیات کړي ول. تر دې وروسته، ټول افغانستان ته مهارېدل.

تر دې دمه، هر چا پر خپل سر پیسې لګولي وې. تر دې وروسته به ټولې پیسې افغانانو لګولې.

تر دې مخکې به هر چا خپلو مرستو ته خپله پلان جوړاوه. تر دې وروسته به افغانانو لومړیتوبونه ټاکل.

تر دې مخکې به عادي کمپيوټرکار هم له هند او پاکستانه را وستل کېده، تر دې وروسته، پروفیسران، لوی لوی منېجران، او لوی لوی مسلکي کدرونه هم خپل دي.

خلاصه ده، چې پاتې لاره تر تېرې او طی شوې لارې ډېره ښکلې وه.

خو خامخیالو ګاونډیانو لا هم د افغانستان د بربادۍ او په شاتګ امیدونه له لاسه ورنکړل. په دې وخت کې یې هم د خپل حماقت د تکرار د ثبوت په توګه، یو څو نمکحلال نوکران دې ته وګومارل چې افغانانو ته له تجربه شوې لارې د انحراف بلنه ورکړي. له نړۍ سره له معاملې یې را ستانه کړي. له نړۍ سره له همکارۍ یې مایوسه کړي.

ورته ووایي چې په تللې لاره نور مخکې مه ځئ. بیرته ستانه شئ، بیرته پر هماغو کندو کپرو خپلې پاکستانۍ، خپلې ایرانۍ، او خپلې سعودۍ ماضي ته ستانه شئ.

بیرته کروندې وچې او اورونه بل کړئ. ښوونځي بند او پاټکونه خلاص کړئ. پوهنتونونه بند، او جهادي غونډونه خلاص کړئ. د جمعې لمنځونه تحریم او جنازو ته مخه کړئ. سفارتونه بند، او په پاکستان او ایران کې حوېلۍ خلاصې کړئ. کدرونه روزل بند کړئ، د کشمیر لپاره مجاهدین روزل پيل کړئ.

زما باور دی چې ګاونډیان، او نوکران د خپلو دې نارو د حماقت، او له دې نارو څخه د افغانانو د نفرت په کچه خبر دي، خو بیا هم خپل بخت ازمویل غواړي.

په دې وروستیو کې له امریکا سره د امنیتي تړون د لاسلیک بحث روان دی، نو ایران او پاکستان ته مرموز سفرونه زیات شوي. د  ګاونډیانو د ټول توان د تمرکز نقطه، له متحده ایالتونو سره د امنیتي تړون مخنیوی دی.

عجیبه دا ده، په افغانستان کې دننه، د دې تړون د مخالفت نارې هغه خلک وهي چې د امریکایانو راتګ ته یې دسملونه اړول. کاندیدان ول، وکیلان ول، بزنسونه یې روان ول. پوهنتونونه یې روان ول. هوټلونه یې چلېدل.

او عجیبه دا ده چې دوی د امریکایانو په بې تړونه او بې مسؤولیته ګرځېدلو څه نه ول، خو اوس چې امریکایی په تړون او سند مهارېږي، نو حضور یې اندېښمن کړي دي.

په همدې اړه مې وغوښتل، په ډېرو لنډو ټکیو، د امنیتي تړون په اړه پر شته اندېښنو، او فرصتونه، یوه ځغلنده کتنه، او یو څو ډېرې مهمې یادونې وکړم، چې په دې اړه د افغانستان د خلکو ښه قضاوت ته زمینه برابره کړم.

د افغانستان او امریکا امنیتي تړون د SOFA حیثیت لري. د امریکا متحده ایالتونه د نړۍ له هېوادونو سره شاوخوا ۱۰۰ دا ډول تړونونه لري. په دې هېوادونو کې کوریا، سعودي، قطر، جاپان، جرمني، او ګڼ نور غښتلي هېوادونه هم شامل دي، چې موږ یې نه یواځې د ازادو، ویاړلیو هېوادونو په توګه منو، بلکې ځینو ته یې د دیني مرجعیت په سترګه هم ګورو، او په لمانځه کې مخ هم ور اړوو.

زما په اند، د امنیتي تړون په اړه، تر هر رنګ قضاوت مخکې، د ګاونډیو لخوا د ګومارل شویو مداریانو د تقریرونو د اثر د دفعې لپاره لاندې ټکیو ته ځیرېدل ضروري دي:

۱)  افغانستان لومړی هېواد نه دی چې دا تړون ورسره لاسلیکېږي.

۲) دوهمه دا چې دا تړون لس کاله وروسته خپله پای ته رسېږي، خو تر میعاد پوره کېدلو مخکې یې هم هر هېواد فسخه کولای شي.

۳) په دې تړون کې یواځې یوه ماده د افغانستان له قانون سره په ټکر کې ده چې د هماغې مادې لپاره لویه جرګه را غوښتل کېږي. البته، له دې بند پرته، په ټولو نورو بندونو کې د افغانستان شرایط یوطرفه منل شوي دي.

۴) تر دې دمه، زموږ د نړۍ په هېوادونو کې بل هیڅ هېواد هم د دې تړون د لاسلیک پر سر دومره چنې نه دي وهلي، او نه یې د تړون مواد په دومره شفافیت له خپلو خلکو سره شریک کړي دي.

۵) د افغانستان تړون یواځې امنیتي نه، دفاعي هم دی، او د “دفاعي” بند د افغانستان د لوري د زیات  فشار له امله ور زیات شوی.

۶) په دې تړون کې د قضائي مصؤونیت موضوع نه، بلکې د قضایي صلاحیت د اختلاف وړ ده. یعنې دا نه چې امریکایی جنایتکار به د امریکایانو لخوا محاکمه کېږي. امریکا وایي، د نړۍ له هیڅ هېواد سره یې هم دا خبره نه ده منلې، خو له افغانستان سره به لږ تر لږه، پر یوه درېیمه لاره غاړه وباسي.  حقیقت دا دی چې زموږ تر محاکمو د امریکا محاکم، لږ تر لږه، د راتلونکیو لسو کلونو لپاره، ډېرې اغېزمنې، شفافې، او له فساده پاکې دي. موږ تر دې دمه کوم قاتل اعدام کړی، او کوم مو محاکمه کړی، چې تر دې وروسته به دا کار وکړو؟

۷) دا تړون د ستراتیژیک تړون هغه جزء دی، چې کل ورپورې تړلی او مشروط دی. معقوله هم ده. د امریکا په مرسته تطبیقېدونکي پراختیایي پروژې د دوی له امنیتي مرسته ریښتیا هم تطبیقېدای شي، کنه شي؟ دا یو سوال دی، چې جرګه یې باید ځواب ووایي.

۸) په دې تړون کې، امریکایانو ته بېسونه نه، بلکې د اردو او نورو دولتي په تأسیسانو او سیمو کې یو څه ځای، په لس کلنه اجاره ورکول کېږي.

۹) دا تړون تر ټولو، زموږ د مضرو ګاونډیانو لپاره دردوونکی دی. په خپله په همدې موضوع کې هم دا منطق نغښتی چې دا تړون د افغانستان لپاره، که مطلق نه وي، په نسبي توګه، په ګټه دی.

۱۰) د افغانستان جګړه کورنۍ نه ده. دلته پنجابی، ایرانی، اوزبک، چینایی، اماراتی، کویتی، سعودی جنګېږي. په دغه صورت کې، دا زموږ لپاره عیب نه دی، چې د بهرني په مقابل کې بهرنۍ مرسته ولرو. همدا نن دې په خوګیاڼیو کې یواځې خوګیاڼی وجنګېږي، موږ به د نړۍ نظامي کاروان ته څه، چې د غنمو کاروان ته هم ووایو چې نور دې نه غواړو.

۱۱) هغه جهادیان چې د امریکا د ملاتړ ترلاسه کولو مخالف دي، باید وپوښتل شي چې تاسې ولې د خپلې اسلامي جګړې لپاره، د خپل ملت د ورانولو لپاره، د خپلو الوتکو د راغورځولو، او د خپلو ټانګونو اره کولو لپاره له همدې امریکایانو بې تړونه وسلې ترلاسه کولې.

د دې تړون په اړه د بیان ورکوونکیو مداریانو تر ټولو مهمه اندېښنه دا ده چې ګواکې د دې تړون لاسلیکېدل به ګاونډیان را وپاروي، غوسه کړي، او افغانستان به نا امن کړي.

خبره دا ده چې آیا ګاونډیان څه وخت بیا افغانستان ته غوسه نه ول؟

ګاونډیان خو موږ ته په دې هم غوسه کېږي چې موږ ولې ژوندي پاتې کېږو، ولې خپل موزیمونه نه ورانوو، ولې خپل آسونه د دوی په پوځ نه پلورو، ولې اردو لرو، ولې خپل ټانکونه نه اره کوو، او نه یې ورباندې پلورو. آیا موږ د دوی دا ټولې غوښتنې ومنو؟
او بیا چې غوسه کېږي،
پاکستان دې خپله ووایي چې زه غوسه کېږم، تاسې ته څه ضرورت دی چې د پاکستان خبره تاسې کوئ؟  پاکستان نه وایي چې زه غوسه کېږم، چرې، چمچې یې وایي چې پاکستان کاکا مې غوسه کېږي.

ته چې له امریکایي اوښ سره ټانټې ژوولای شې، نو پاکستانک ته نشې ویلای چې ته ولې له امریکا سره اړیکې ساتې؟

په ځینو ښځو کې یوه خاصه ده. چې مېړه ته یې د مېړه لور، یا خور، یا مور هم ور لنډه شي، نو د دې کینه او حسد را پارېږي.

د پاکستان او متحده ایالتونو خبره هم همدې ته ورته ده. پاکستان، لکه د امریکایانو حسوده مېرمنه، چې کله یې له امریکایي مېړه سره، د سیمې هر هېواد د یوه سیال هېواد په توګه، ډپلوماټیکې او ستراتیژیکې اړیکې جوړوي، د پاکستان زړه، لکه د حسودې ښځې، ورته را اېشي.

دې رنډۍ خویه مېرمنې ته به اوس څوک ووایي چې امریکایی ستا مېړه وو، ستا دی، او ستا به وي. نور خلک امریکا، لکه ته، په مېړولي نه نیسي، نه لکه ستا، خپل دین او وجدان په اختیار کې ورکوي.

نور خلک امریکا ته د مېړه په سترګه نه، بلکې د یوه مهم نړیوال اقتصادي او سیاسي سیال هېواد په سترګه ګوري، لکه تا، معاشقه نه ورسره کوي.

هو، د تړون په اړه زموږ پرېکړه باید د پاکستان د دښمنۍ په تناظر کې نه، بلکې د خپلو ګټو په تناظر کې و.

زما په نظر، خبره د تړون لاسلیکېدلو، او نه لاسلیکېدلو نه، بلکې د تړون د منځپانګې ده. راځئ پر دې بحث وکړو، چې په تړون کې باید څه څه درج وي.

دا د بحث خبره نه ده چې تړون باید وي او کنه. تړون ضابطه ده، او بې ضوابطو روابط معنا نه لري.

پرېږدئ چې له نړۍ سره زموږ اړیکې چوکاټي، او د تړونونو پر اساس وي. پرېږدئ چې افغانستان هم په تړونونو کې یو طرف وي. بس ده چې د ژنیو تړون ستاسې په نیابت پاکستانیانو وکړ، او پایله یې هغه رنګ شوه.

کوم خلک چې له دیني لحاظه، تړون و موالاتو د منعې تر حکم لاندې راولي، څو ځله تېروتلي دي.

لومړی خو دا ده چې له کفارو سره په دیني چارو کې معامله نه ده روا. په دنیوي چارو کې له کفارو سره تجارت، پېر پلور، تړونونه او نور روا دي، روا ول، او روا به وي. له همدې اهل کتابو سره خو زموږ د فقهاوو په نزد، نکاح روا ده. آیا تر نکاح غښتلې معامله شته؟ آیتونه مطلق او د ترجمې له مخکې مه تطبیقوئ. له آیتونو څخه د احکامو استنباط د هر للو پنجو کار نه دی.

افغانستان په نړۍ کې، داسې دی، لکه یو کور په کلي کې. آیا یو کور له ټول کلي بيل اوسېدلای شي؟ آیا په ننۍ نړۍ کې یو هېواد، له تجارت، د ټکنالوجۍ له انتقال، او سالمو راکړو ورکړو، او اړیکو پرته ژوندی پاتې کېدلای شي؟

آیا موږ په دې بهانه چې ګواکې د یهودو نصاراوو دوستي حرامه ده، د  ۷۷ عیسوي مذهبه هېوادونو پر ځای خاین، بدمرغه، وروسته پاتې، بې فرهنګه، بې دینه، او بې وفا پاکستان انتخاب کړو؟

آیا همدې نجس پاکستان، خپل اټوم له امریکا او چین څخه نه دی اخیستی؟ آیا پوځ یې انګرېز نه دی تأسیس کړی؟ آیا استخباراتي شبکه یې انګرېز توکمي نه ده تأسیس کړې؟

آیا ستاسې دیني مرجع هېواد سعودي له امریکایانو او عیسوي نړۍ، او هندوستان سره ګرمې سوداګریزې او نورې اړیکې نه لري؟

آیا، همدا پرون، تاسې اخوانیانو، سلفیانو، ملایانو، پیرانو، حضرتانو، صوفیانو، قمیانو، دیوبندیانو، او ټولو نورو دیني ډلو له همدې امریکا سره د عاشقۍ تار نه و غځولی، او د ډاکټر نجیب الله د الوتکو راغورځولو، د پلونو او برېښنا د پایو د ړنګولو لپاره مو ورڅخه توپونه، سټینګر، بمونه، راکیټونه، او کلاشینکوفونه نه ترلاسه کول؟

آیا ستاسې لاس مسیحا دی چې په مردار شي ولګېږي، درته حلالېږي؟

آیا په سعودي کې یو قرآن کریم دی، او دلته بل دی؟ په پاکستان کې یو دی، او دلته بل دی؟

دوهمه دا چې موالات، یعنې دوستي، د زړونو خبره ده. اړیکې او معاملې له زړه سره تړاو نه لري. یو دوکاندار به دې بد اېسي، خو له هغه به سودا کوې. د یوه موټروان به بد اېسې، خو د خپلې کرایې لپاره به دې تر یوه ځایه رسوي. معامله معاشقه نه ده. د زړونو کیسه نه ده. د ګټو خبره ده.

د ګاونډیانو قراردادي مداریانو، چې نه پوهېږئ، نو خلک له لارې مه وباسئ. پرېږدئ چې افغان ولس، لکه نور ویاړلي ولسونه، ژوند وکړي.

44 thoughts on “امنیتي تړون او د ګاونډیانو قراردادي مداریان/ مجید قرار”
  1. لاندينۍ ليکنه د ښاغلي مجيد قرار صيب د ليکنې د مصداقيت وضاحت کوي. د تاند له ادارې هيله کوم، چې د تبصرې اوهم د يوې مستقلې ليکنې په توګه نشر ته وسپارې.

    د افشاء شوي محرم سند په رڼا کې د امضاء کېدونکي امنيتي تړون حقيقت
    دكتور سراج الحق ساپی
    د لوی الله جل جلاله په نامه.

    لکه څنګه چې ټولو وطنوالو ته معلومه ده، چې د امريکا متحده ايالاتو او افغان حکومت د نوي دفاعي استراتيژيک تړون په لور ګامونه چټک کړي دي، او احتمال شته چې په نږدې څو هفتو يا مياشتو کې پرې دواړه اړخونه هوکړې ته ورسيږي.

    ياد شوي تړون، په هېواد دننه او بهر کې رنګارنګ غبرګونونه را پارولي دي، غونډې او سمينارونه پرې دايريږي، ځينې يې مخالفت کوي، او ځينې نور پرې د ګاونډيو لپاره د يو پيغام په توګه خوښي ښکاره کوي، البته تر اوسه د دغه تړون له مادو پرده نه ده پورته شوې، مګر په ظاهري ډول ورته د امنيتي او دفاعي تړون ‏ په توګه اشاره کيږي.

    څو ساعته وړاندې د امنيتي او دفاعي تړون اړوند پټ سند چې په امریکا کې د افغانستان سفیر له خوا ولسمشر ته استول شوی، افشا شو، او په نټ باندې په ليکه شو، چې له مخې يې په اسانۍ سره د تړون په هکله فيصله کولی شو، چې دا تړون تر کوم حده پورې امنيتي او دفاعي تړون دی، او تر کوم حده پورې نه دی، که امنیتي او دفاعي تړون دی، نو د چا د امنيت او دفاع لپاره دی؟.

    په افشا شوي سند کې د سريزې په شمول ټول مواد د پام وړ دي، سند د يوه ځانګړي ترتيب له مخې کولی شي، چې زمونږ د پورته پوښتنو لپاره بشپړ ځوابونه راکړي :

    لومړۍ ماده: د افشا شوي سند لومړی ماده وايي چې: د افغانستان اوامريکا تر منځ د امنيتي او دفاعي اړيکو د لرليد د ستراتيژيک اهميت، او ګاونډيو هېوادونو ته يې د سياسي پيغام په نظر کې نيولو سره، د دې سند نوم: د امريکا او افغانستان تر منځ د امنيتي او دفاعي همکارۍ تړون )SDCA security and defense cooperation Agreement( ته تبديل شو.

    )ژباړن: ګرانو هېوادوالو: دا چې دا تړون تر کومه د امنيتي او دفاعي همکاريو تړون دی، د افشا شوي سند لانديني مواد خپله مونږ ته ځواب راکوي:(

    دويمه ماده: هغه مذاکرات چې مونږ د امريکا او افغانستان د امنيتي او دفاعي همکاريو د تړون په هکله وکړل، له هغې څخه زمونږ )افغاني پلاوي( برداشت دا دی چې امريکا د دې سند په امضاء کولو سره د افغانستان لپاره هيڅ ډول واجب تعهد او امنيتي تضمين ته حاضره نه ده، د دې سند امضا کول د افغانستان د امنيتي ځواکونو څخه د حمايت د تداوم لپاره يواځې د زماني تضمين په معنا دی، نه د الزامي تضمين په معنا، علاوه پر هغې دا سند د ټولو اړخونو لپاره د يو سياسي پيغام په توګه د امريکا په مشرۍ د لويديځ د نظامي حضور او حمايت د استمرار په معنا دی.

    )ژباړن: تړون لکه څرنګه چې دويمه ماده يې څرګندوي، له 2014 کال وروسته د امريکايي نظامي حضور په استمرار او مطلق مصئونيت باندې راڅرخيږي، او بس(.

    درېيمه ماده: د امريکا متحده ايالات په دې تلاش کې ده چې ځواکونه يې د دې سند د محتوا په اساس له 2014 کال وروسته پرته له کوم محدوديته د عمل له آزادۍ برخوردار وي.

    څلورمه ماده: امريکا په دې اعتراف کوي، چې د دواړو هېوادونو تر منځ په امنيتي او دفاعي تړون کې د امريکا د مرکزي استخباراتو )CIA( او بې پلوټه الوتکو فعاليتونه شامل نه دي.

    )ژباړن: يعنې امريکا به له افغانستان سره استخباراتي معلومات نه شريکوي، او نه به د بې پلوټه الوتکو د فعاليتونو په اړه له افغانستان سره غوږ جنګوي، د دې معنا دا ده چې دا تړون هسې تش په نامه دفاعي او امنيتي تړون دی(.

    پنځمه ماده: د دې سند تخنيکي برخه په افغانستان کې له 2014 کال وروسته د امريکا نظامي حضور تعريفوي، چې په حقيقت کې دا سوفا )SOFA status of Forces Agreement( موافقتنامه ده، چې امريکا متحده ايالات له 122 هيوادونو سره امضا کړېده، بناء امريکا نشي کولی چې له خپله اړخه د دې سند په تخنيکي برخو کې د پام وړ بدلون راولي، په تخنيکي برخو کې امريکا له افغانستان څخه غواړي چې د )SOFA( اصل چې د پارس خليج د هېوادونو په شمول له نورو هېوادونو سره امضاء شوی دی؛ ومني، ځکه د سند دغه بخش چې د امريکا او نورو ټولو هېوادونو تر منځ امضا شوی دی، يو شان دی، په دې اساس به په تخنيکي برخه کې د امريکا له خوا انعطاف ښوول ډېر محدود وي.

    )ژباړن: له افغانستان سره امضاء کېدونکی تړون په حقيقت کې د سوفا تړون دی، البته نوم يې ورته بدل کړی دی، کوم ته چې په لومړی ماده کې اشاره شوېده، له پورته مادې څخه په ښکاره جوتيږي، چې امريکا له افغانستان سره د سوفا تړون امضاء کوي، نه کوم دفاعي او امنيتي تړون.

    راځو دېته چې د سوفا تړون څه ډول تړون دی؟

    د سوفا تړونونه امنيتي تړونونه نه دي، نه د ګډې دفاع تړونونه نه دي، او نه د كوم تجاوز او ‏تيري په دفعه کولو کې کومک کولی شي، د سوفا تړونونه که د لنډې مودې وي او که د اوږدې ‏مودې؛ په هيڅ ډول ستراتيژيک امنيتي تړونونه نشي بلل کېدلی، همدا وجه ده, چې د سوفا ‏تړون په يادو شوو موضوعګانو نه غږيږي.

    امنيتي تړون، يا د مشترکې دفاع تړون، همدا ډول د ‏تروريزم په وړاندې د جګړې تړون د سوفا له تړونونو پرته د نورو تړونونو له مخې کيږي، د ‏سوفا تړون يواځې ځينو اجرايي او تخنيکي کارونو پورې تړلی وي لکه چې دې ماده کې ورته اشاره شوېده، تر دې چې معاهده ورته نه ‏ويل کيږي، بلکه تړون يې بولي، تړون او معاهده دواړه سره توپيرونه لري، د سوفا تړون د امريکايي کانګرس موافقې ته هم اړتيا نه لري، که چېرې ‏رښتيا هم امنيتي تړون وی، يا د مشترکې دفاع تړون وی؛ نو داسې مهمې معاهدې خامخا د ‏امريکايي کانګرس په موافقې سر ته رسيږي.‏

    د سوفا لنډ تعريف دا دی چې په نورو دولتونو کې د امريکايي ځواکونو د قانوني وضعيت په اړه ‏د هغه هيواد له حکومت سره يو تړون امضا کيږي، تنها امريکايي ځواکونه نه، بلکه له امريکايي ‏ځواکونو سره د ملګري ځواکونو وضع هم د سوفا له مخې ترتيبيږي.

    سوفا کې د دوه اړخونو ‏نومونه ياديږي، هغه دولتونه چې ځواکونه ليږي، چې )‏Sending States‏ ( يې بولي، او هغه ‏دولت چې ځواکونه يې مېلمانه وي، او )‏Receiving States‏ ‏( يې بولي.

    د سوفا تړونونه له ‏ګمرکاتو څخه د معاف کيدو په اړه غږیږي، چې له مخې يې بهرني ځواکونو له هر ډول ګمرکاتو ‏معاف وي، کورنۍ يې معاف وي، هغه څيزونه چې دوی يې کاروي، هغه هم له ګمرکاتو معاف ‏وي، همدرانګه سوفا په دې اړه غږيږي چې دغه بهرني عسکر کولی شي له خپلو قرارګاوو ‏څخه بهر هم عسکري جامه واغوندي، سلاح ورسره وي، ځانګړي ګاړي ولري، ځانګړي ‏راديويي مخابرې ولري، او نور عام خدمات ورته فراهم وي. د سوفا تړونونه يو ډول متن نه ‏لري، کله په يوه پاڼه کې وي، کله په سلو کې، او کله له هغو هم زياتو پاڼو کې ځای شوی وي، مهمه مساله دا ده چې ‏سوفا د يادوو شوو او ورته نورو مسألو په اړه غږيږي.

    مهمترينه بله مساله په سوفا کې قضايي ‏ولايت يا قانوني ولايت دى, بهرني عسکر به په قانوني توګه له خپلو کړنو چاته جوابده وي؟ د ‏جنايي او مدني جرمونو د ارتکاب څخه وروسته به په کوم قانون او کومې تنفيذي سلطې په مټ ‏محاکمه کيږي، آيا د خپلو هيوادونو په قوانينو باندې به په خپلو محکمو کې محاکمه کيږي؟، او ‏که د کوربه هيواد قضا او محکمې ته به راکشول کيږي؟.

    كه چېرته په سوفا کې بهرني عسکر ‏له قضايي مصئونيت څخه برخمن وي، نو کوربه دولت هغوی نه محاکمه کولی شي، او نه يې د ‏خپلو قوانينو سره سم مخاطب کولی شي، سربېره پر دې د سوفا په تړون کې ليکل شوي ‏امتيازات نه تنها عسکرو ته بلکه بهرني اتباعو ته هم حاصلېدی شي، بې تفاوته ده چې دغه ‏بهرني اتباع ملکيان وي، او که د امنيتي شرکتونو اړوند کسان وي.

    د سوفا په تړونونو کې عسکرو او نورو بهرني اتباعو ته د وربخښل شوي قضايي مصئونيت په ‏برکت د نړۍ په مختلفو هېوادونو کې بهرني عسکر په ډېرو ګنده کارونو تورن بلل شوي دي، د ‏دوی په کړنو کې انسانوژنه، تښتونه، د ښځو اغتصاب، د هېواد د اصلي تبعه وو تهديدول او ذليلول، د مخدره ‏توکو کاروبار او ورته نورو جرمو کې ښکېلېدل شامل دي (.‏

    شپږمه ماده: څنګه چې په حقيقت کې دغه سند د اجرايي قوې )Executive Binding( الزامي سند دی، بناء امريکايي اړخ د هر هغه الزامي تعهد له قبلولو ډډه کوي، چې د امريکايي کانګرس د هوکړې مستلزم وي.

    )ژباړن: د دې معنا دا ده چې امريکا د افغانستان د حکومت په وړاندې په وړاندې د ستراتېژيک شراکت، دفاع، او مالي مرستو لپاره په هيڅ صورت سره متعهد نه دی، ځکه چې دغه ډول درانه تعهدات د کانګرس موافقې ته اړتيا لري، له کومې موافقې چې دا تړون تښتي(.

    اوومه ماده: له کومو امتيازاتو څخه چې د امريکا د متحده ايالاتو عسکر په نورو دولتونو کې برخمن دي، لکه هوايي حريم ته آزاد لاسرسۍ، له عامو او فرعي قراردادونو معافېدل، پرته له قيد او شرط څخه تګ راتګ، پرته له قيد او شرط څخه د اډو ټاکل، دغه ټول د افغانستان څخه غواړي.

    )ژباړن: دا مسائل د سوفا په تړونونو کې څېړل کيږي(.

    اتمه ماده: د امريکا متحده ايالات په هيڅ صورت سره د 2014 کال وروسته په افغانستان کې د خپلو ځواکونو او استخباراتو د فعاليتونو محدوديت او مشروط سازي نه مني، او د افغانستان له خوا د امريکا د نظامي ځواکونو د تحرکاتو او فعاليتونو په مشروط سازۍ باندې ټينګار د دې سند د امضاء پر وړاندې جدي خنډ بولي.

    نهمه ماده: امريکايي اړخ علاقمند دی چې ټول موارد د مذکراتو کوونکو د پلاوي په سطح حل او فصل کړي، د قضايي مصونيت )jurisdiction( څرنګتيا د دواړو هېوادونو د رييس جمهورانو فيصلې ته پرېږدي، امريکايي اړخ په دې ټينګار کوي، چې په دې مورد کې د دواړو رييس جمهورانو تر منځ موافقه منځ ته راغلې ده، د افغانستان د جهمور رييس څخه نقل کوي، چې هغه امريکايي اړخ ته وعده ورکړېده، د قضايي حوزې مصئونيت د امريکا نظامي ځواکونو ته ورکړ شوی دی.

    )ژباړن: دا خبره سمه، په دې رابطه د افغانستان جمهور رييس دوه نور تړونونه امريکايانو سره امضا کړی دی، يو يې په 2003 کال کې امضا کړی، او پل په 2005(.

    لسمه ماده: د امريکا متحده ايالات دېته حاضره ده، چې د نظامي ځواکونو د آزاد عمل او فعاليتونو د ساتلو په مقابل کې د افغانستان د ستراتيژيک اولويتونو په هکله روڼتر تعهدات وکړي، لکه د بهرني تيري په وړاندې مشترک برخورد، د افغانستان د داخلي تهديداتو په مقابل کې همکاري او مشترک برخورد د امنيتي او دفاعي همکاريو تړون ‏په متن کې ځای پر ځای کړي.

    )ژباړن: امريکايي اړخ به خامخا کوښښ کوي، چې له افغان حکومت څخه واضح دقيق او ټاکلي ضمانتونه تر لاسه کړي، او په مقابل کې به يې مبهمې، غير دقيقې يعنې عامې تشې وعدې ورکړي، لکه له دې مادې چې جوتيږي(.

    يوولسمه ماده: د امريکا متحده ايالات نشي کولی، چې د افغانستان د امنيتي ځواکونو د حمايت لپاره مشخص مالي تعهد د امنيتي او دفاعي همکاريو تړون کې شامل کړي.

    )ګرانو هېوادوالو: راځو د افشا شوي محرم سند سريزې ته چې په حقيقت کې د يادو شوو ټکو، يوه ‏طبيعي نتيجه ګيري ده،‏ د پورتنيو حقيقتونو په اساس افغان پلاوي د افشا شوي سند په سريزه کې لاندې ډول نتيجه ګيري کړېده:

    د افغانستان او امريکا تر منځ امنيتي تړون، د امريکايي پلاوي له اړخه د ځينو پرنسيبونو په اساس چې مخکې له مخکې تعيين شوي وو، چې يو له هغو څخه په غير رسمي ډول له امريکايي پلاوي سره په واشنګتن کې د افغانستان د سفارت سره مذاکرات وو، چې په انجام ورسېدل.

    دغه تړون د افغانستان د نظامي ستراتيژيکو ښکاره اړتياوو ته، د ملي حاکميت لرونکي ملت په توګه؛ جوابګوی نه دی.

    له مذاکراتو څخه د افغاني پلاوي اساسي هدفونه:

    · له 2014 کال وروسته په افغانستان کې د ملي حاکميت بشپړول.

    · د امريکا د تعهداتو او توقعاتو تر منځ توازن ايجادول.

    · له 2014 کال وروسته په افغانستان کې دامريکا د نظامي ماموريت لپاره د وضاحت ايجادول.

    · د نظامي فعاليتونو په اړه چې امريکا يې له افغانستان څخه انتظار لري، د امريکايي انعطاف د حدودو معلومول.

    په واشنتګتن کې د افغانستان په لوی سفارت کې، له امريکايي پلاوي سره د 68 ساعتونو غير رسمي، مشورتي مذاکراتو څخه وروسته د امنيتي او دفاعي تړون په هکله هيڅ نسبي توازن رامنځته نشو.

    ژباړن: ګرانو هېوادوالو:

    امضاء کېدونکي تړون اړوند افشا شوي محرم سند د لا وضاحت په افغانستان کې د شته بهرني ځواکونو په قانوني وضعيت رڼا اچول غواړم:

    په افغانستان کې بهرني ځواکونه په دوه ډوله دي:

    لومړی ډول يې د ايساف ځواکونه دی، )International Security Assistance Forces (ISAF( چې د ناټو تر مشرۍ لاندې عمليات کوي، د م.م د امن کمېټې له خوا مجاز شوي دي. او يو اندازه امريکايي ځواکونه هم په کې شته دي.

    دويم ډول ځواکونه د )Operation Enduring Freedom Forces OEFF( چې د ازادۍ د عملياتو د تداوم د ځواکونو معنی لري، تر نامه لاندې يې امريکايي ځواکونه کار کوي، چې مشري يې دامريکايانو په لاس کې ده، او همدغو ځواکونو په کال 2001 کې د طالبانو او القاعدې په وړاندې عمليات پيل کړل.

    د ايساف د ځواکونو مجاز کېدل په ياد شوي کال کې د م.م د امن د کمېټې له خوا منظور شول، تر څو په کابل کې انتقالي حکومت سره مرسته وکړي، په کابل او چاپېرو منطقو کې امن وساتي، وروسته بيا د امن کمېټې دغه ماموريت نورو ولايتونو ته هم وغځاوه، تر څو انتقالي حکومت، او م.م. کارمندان په ډاډه توګه خپل کارونه سر ته ورسوي، د م.م. د امن کمېټې د ايساف له ځواکونو غوښتنه وکړه، چې د )OEFF( له ځواکونو سره همکاري وکړي.

    د افغان حکومت او د ایساف تر منځ قانوني رابطه د )Military Technical Agreement‏ ‏( عسکري تخنيکي تړون سره سمه تنظميږي، دغه تړون د افغان انتقالي حکومت او ایساف ځواکونو تر منځ امضا شوی دی.

    په دغه تړون کې د پام وړ ټکي دا دي، چې د قانوني يا قضايي ولايت په اړه به د ایساف د ځواکونو قومندان ضروري او مناسب ګامونه پورته کوي، د خپلو ځواکونو د ساتنې او امن لپاره به له نظامي ځواک څخه استفاده کوي، همدا ډول د ایساف ځواکونه د ياد شوي تړون سره سم مطلقه آزادي لري، چې د افغانستان په ځمکه او اسمان کې په آزادانه ډول پرته له کوم اعتراض څخه حرکت وکړي، د ياد شوی تړون په يوه مکمل پاڼه کې يادونه شوې، چې د ایساف ځواکونه د افغان ځواکونو له خوا د نيونې په وړاندې مصئون دي، همدارنګه د افغان حکومت د جنايي قوانينو څخه هم مصئون دي، همدا ډول ياد شوي ځواکونو ته په کې ګمرکات بخښل شوي دي. کولی شو چې دغه تړون يو ‏عسکري تړون وبولو، البته مکمل پاڼه يې د سوفا شکل لري.‏

    د )OEFF( ځواکونو عمل هم له پورتني تړون سره سم تنظميږي، ځکه چې د م.م د امن کمېټې له خوا ايساف ځواکونو ته هدايت شوی دی، چې له دې ځواکونو سره همکاری وکړي.

    څرنګه چې امريکا پورتني تړون ته ډاډمنه نه ښکارېده، نو جمهور رييس حامد کرزي او بوش په 2005 کال کې يو بل تړون د )Joint Declaration of USA-Afghanistan Strategic Partnership‏ ‏( په نوم امضا کړ، يعنې د افغانستان او د امريکا د متحده ايالاتو تر منځ د ستراتيژيک شراکت لپاره مشترک اعلان، په دغه تړون کې د دواړو هېوادونو نيتونه او اهداف ځای پر ځای شوي وو، په دغه تړون کې راغلي دي چې: امريکايي ځواکونه به له افغان امنيتي ځواکونو سره په نظم، تمرين، مسلح کېدلو، او اداره کولو کې مرسته کوي، همدارنګه په کې ويل شوي چې: امريکايي ځواکونه به په افغانستان باندې د تعرض، او خپلواکۍ ته يې د خطر پېښېدو په صورت کې له افغان حکومت سره د مناسبو اجراءاتو لپاره ګامونه پورته کوي، خو دا يې نه ده جوته کړې، چې څه ډول ګامونه به پورته کوي، لکه څرنګه چې په اوسني امضاء کېدونکي تړون کې هم د مرستې ډول په دقيق ډول معلوم نه دی.

    د 2005 کال تړون مخکې وايي چې: امريکايي ځواکونه به د افغان حکومت په همکارۍ د ترورېزم خلاف خپلو عملياتو ته ادامه ورکوي، او د همدې هدف لپاره به امريکايي ځواکونه د نظامي عملياتو لپاره د بشپړې آزادۍ څخه برخمن وي، او د عملياتو په هکله به د افغان حکومت سره مخکې له مخکې مشوره او توافق کوي.

    البته مونږ او تاسې ټولو په تېرو يوولسو کالو کې د يادې شوې مشورې او توافق انعکاس په ښه توګه درک کړ.

    تړون مخکې ځي، او وايي چې: د امريکايي ځواکونو قانوني وضعيت او له افغاني قوانينو څخه قضايي مصئونيت په اړه به د سوفا تړون فيصله کوي، کوم چې په 2003 کال کې د افغانستان او امريکا تر منځ د اسنادو د تبادلې له مخې سر ته رسېدلی دی، او نوم يې دی: په افغانستان کې د نظامي ځواکونو، او د امريکا د دفاع وزارت د مربوطه ملکي مامورينو حالت، په دغه سند کې د نورو موضوعګانو تر څنګ په افغانستان کې د امريکايي سفارت ټولو منسوبينو ته له افغاني جنايي قانون څخه کامل مصئونيت وربخښل شوی دی.

    له دې خبرې جوتيږي، چې د ستراتيژيک شراکت تړون هم د سوفا تړون نه وو، بلکه د سوفا تړون له هغه مخکې په 2003 کال کې امضا شوی دی، د امريکا متحده ايالات داسې فکر کوي، چې له 2014 کال مخکې تړونونه خپل مشروعيت د م.م د امن د کمېټې له فيصلو اخلي، چې قانوني اثر يې په کال 2014 کې ختميږي، ځکه غواړي چې د سوفا نوي تړونونه امضا کړي، او کوښښ کوي، چې د تېر په پرتله لا نور امتيازات ترېنه حاصل کړي.

    مدينه منوره، اسلامي نړيوال پوهنتون

    1. ماشاالله! قرار صیب په قلم دې برکت شه. الحمدلله شکر چې ستا په شان بیداره قلموال لرو. زما ټولې پوښتنې خو ستا د لیکنې په لوستلو ځواب شوې.

    2. grano, za pa englisi na pohezham. kho tasoo ta wayem, Ayaa de Doctor sapi zhbara drasta da? da hagha la zhbari dasi shkari chi har sa da Amrica pa gata di. taaso dagha sanad wa goray. zhbaran saheb har sa da Afghanistan pa zian gani.

      aw bal Mulla Maiwand aw Noor jahdian de khodai wrak kari. da da doy jahad dandoray ba kala khlasigi? humda jahadianoo rabani , gholbadin da Pakistan aw da Amrica ghol khoral

  2. قرار صاحب له وطن سره ستا مينى ته سلام دى، الله خو د سل كلن كه، كه همدا نن أمريكا د مردارستان له طريقه له أفغاني دين،ناموس او وطن فروشانو سره مرسته وكي، سبا به ورته أهل كتاب نارى وهي، الله خبر دى ولى يي د وطن ابادى سره مينه نه شته

    د وطن تخريب او خلكو قتل كى جنت ويني

  3. قرار ګله تر دېنه د ځار شم، تر هغې مورکئ ځار شم چې تا غوندې بچئ یئ راوړئ د بدخواوو سترګې د ووځه، اصلي مطلب ته به راشم همدغه کسانو چې غونډه کړې او مرګ په امریکا نارې وهي ټولو ته مالوم خلک د ورته زن طلاقه ورکړي چې همدغه انجنیر احمدزي چې زموږ د چکرو نوم یی را بد کړ له کرنیل امام سره چې یو کرنیل و او دی صدر اعظم نه و په اسلام اباد کې په خپل دفتر کې پټې کتنې نه لرلې او بی غیرته ته صدراعظم وې هغه یو ضابط تا خو هلته د افغان ولس نوم بد کړی و بله دا چې همدغه امریکایانو خو لومړئ تا ته خپله خور لور درکړه ستا لومړنئ ښځه امریکائئ ده او لوریانې د په خارجي ملکونو کې درسونه وایي او ته بیا راغلې موږ ته د پنجاب …. پورته پورته کوې نیم مکرویان خو د په خپلو ووېشه ستا په هوټل کې خارجیان راتلل زناوې یی کولې هلته ښه و اوس خراب شو او بله دا کاشکې یو کس له کاپیسا څخه کاندید شوی وای چې له ولسې جرګه کې فرید ته ځای پیدا شوی و ده خو وکالت …. ورکړه خو وکیل نشو همدا اوس برق د همدغه حکومت لګوئ کورنه امنیت کوم شئ در وحسابم سخت ټېټ خلک یاست او هاغه چې ورته ناست و یا خبر نه دي یا یی په یوه خیټه ډوډی راوستي

  4. قرار صیب،
    کچیرې زموږ ولس پدې برخه کې ددې لیکنې یوازې پدې خبره پوه شي او د عقل نه کار واخلي، افغانان به هیڅکله استعمال او استثمار نه شي:

    دوهمه دا چې موالات، یعنې دوستي، د زړونو خبره ده. اړیکې او معاملې له زړه سره تړاو نه لري. یو دوکاندار به دې بد اېسي، خو له هغه به سودا کوې. د یوه موټروان به بد اېسې، خو د خپلې کرایې لپاره به دې تر یوه ځایه رسوي. معامله معاشقه نه ده. د زړونو کیسه نه ده. د ګټو خبره ده.

  5. قرار صاحب د تیر په څیر دی بیا هم ډیره خوږه او مستدلله لیکنه کړی ده واقعاْ چی د هغو افغانانو ذهنونه سم خلاصوی چی تر اوسه مشکوک دی چی څه سم دی او څه نه ستا د نورو ګټورو لیکنو په هیله

  6. قرار صیب،
    ډیر تیز فلم دې دی. فکر کوم احساسات به دې هم ښه وي. خو مخکې لدې چې خپله خبره وکړې، هیله کوم لومړی خپل ځان (خپل قام) ته بد رد مه وایه.
    روسان راغلي وو، نور ملت خو لا څه چې د دوی د دوست حکومت او د افغانستان برحال مشر یې پخپل کور کې له خپلو اولادونو سره وژلی و. د پاکستان تر ټولو سخت مخالفین یې هم پاکستان تللو ته مجبور کړي وو. ولس مجبور و چې له روس سره جګړه وکړي او خپل ژوند او هیواد او دین وساتي. په دغه ترتیب پاکستان ته خدای ورکړه. دا زموږ لومړۍ ډیره بده طالع وه.
    اوس امریکا راغلې ده. د شمال ټلوالې بدنامه ملیشې یې راوستي او یوازې نظار شورا ته چې د ملت صفر اعشایه صفر پنځه فیصده نفوس تشکیلوي، نه د تاجکو او نه د کوم بل قوم پوره استازولي کوي ۸۰٪ اقتصاد او ۹۵٪ نظامي ځواک ورکړی دی. ستا یو ولسمشر یې هسې د سمبول په شان کینولی دی، که نه وي نو د مارشال د سترګو په اشاره به بیرته امریکا ته هوټل دارۍ ته ځي.
    امریکا هماغه د روس کار کړی او د ملت یوه لویه برخه یې د پاکستان غیږې ته اچولې او تر ټولو بد حالت سره یې مخامخ کړې ده. نه ورسره سوله کوي، نه یې ژوند ته پریږدي او یوازې د ځان وژنې بدیل یې ورته پریښې دی.
    له امریکا سره نظامي تړون کیدای شي د یو خاص ضرورت له مخې اوس وشي، خو تر دې ښه بدیل یې هم ممکن و:
    امریکا به ټولو قومونو ته په نظام کې عادلانه برخه ورکړی وای. له مخالفو وسله والو سره به یې سوله کړې وای. بیا به یې خپل پوځونه ویستي وای او زموږ سره د انکشافي، نظامي تجهیزاتو او اقتصادي مرستو د دوام له لارې به یې راسره ستراتیژیکه دوستي کولی. خو دوی پر ټولو نړۍ باداري غواړي.
    په جرمني، جاپان، عربستان او نورو هیوادونو کې د امریکا په زرګونو نظامي هډې د امریکا د د دفاع لپاره ګټور مثال ندی، بلکې تاسو پخپله دا منئ چئ امریکا پر ټوله نړۍ یکه تازه مشري غواړي او هغه ملکونه هم نه خوشې کوي، چې په میلیاردونو ډالر نورو ته خیرات ورکوي او ځان ته د خپل هیواد او ملت د ساتنې لپاره مجهزترینې اردوګانې جوړولی شي.
    امریکا او روس داسې استعمارونه دی لکه چنګیز او انګریز چې وو. افغانستان همدې امریکا د پاکستان غیږې ته اچولي دي که نه نو دا به ته هم منې چې افغانان نه غلامان وو، نه دي او نه به شي.
    هیله ده پخپلو لیکنو کې تعادل، ژور تحلیل او عادلانه قضاوت وکړئ او له احساساتو لږ راښکته شئ.

  7. قرار صیب لیکنه می در ته ولوسته خدای شته چي ما هم غوښتل داسی یوه لیکنه می کومی ویبپاڼي ته ورکړی واي خو تا له ما څخه څوځلي دغه لیکه په ښه ډول لیکلې او د خپل او زما په شان د نورو د زړه آواز دي تر خلکو په ښه توګه رسولی. زړه مي غوښتل ډیر څه ولیکم خو دومره به ووایم چي الله دی د دي خلکو غم په خپله وخوری وايي کم نا پوه ته چا ویلی وه چي هلکه په ….. کې دی ونه شنه شوه هغه ویل خیر دي سیوری ته به يي کینم نو دا زمونږ خړ څټي او بی دینه او نا پوهه مشران هم همدا شان دی چې ور ته وايي هلکه پاکستان زمونږ تباهي غواړی وايي خیر دی مسلمان دی له کاقرو ښه دی. د هغه مسلملن څه او څه کړی چي د خپل بل مسلمان ورور وینو ته تږی ناست وی او بربادی ته يي چک چکي وهي . نو زه په پوره یقین سره ویلي شم چې دا ټړون د هیواد او د خلکو په ګټه او د دغه تالي څټو په تاوان دی نو دوی به تر هغو خپلو دغو کړنو ته دوام ورکوي چې تر څو يي غاښ ماتونکي ځواب نه وي موندلئ او دا هم په یقین سره ویلئ شم چي د الله شکر دی اوس په افغانانو کي دا سیاسی شعور پیدا شوی چی دغه پریکړه په خپله او د خپل هیواد په ګټه پرته د پنجابک د ګټو په پام کې نیولو څخه وکړي. اهغی ورځي د لیدو په هیله.

  8. ډیر ښه او په زړه پوری شننه موکړی دی خو ډیردافسوس ځای دی چه ستاسوپه شان شننونکی بیادهیرامنډوی دپوهنتون نه فارغ التحصیل ملایان او تش په نامه مسلمانان په کفراودهریت متهم کوی
    چه لیکاڼی موونه دروۍ په لیکاڼی مو برکت شه

  9. تر هر څه وړاندې د تاند لوستونکو ته سلامونه وایم.
    مجیدالله قرار صاحب، ستاسو دغه تاریخي، تحلیلي او سیاسي لیکنه مې سر ترپایه ولوستله، د دغې لیکنې په لوستلو سره مو زما ذهن له امریکا سره د کیدونکي تړون په اړه بیخې بدل کړ.پر حقایقو، واقیعتونو او قوي دلایلو ولاړه لیکنه ده. زه وایم کاش چې ستاسو په څېر یو څو نور خواخوږي، د افغانستان او افغان ملت په درد درمن او په ګټو خوشحاله شي. الله دې تاسو ژوندي لري او دغه هیواد دې سر لوړی لري.

  10. سلام قرار صیب ډیر په زړه پوری لیکنه ده الله دی په قلم برکت کړه زه پر تاسو ویاړم . بی ادبی دی معاف وی ښځه د پنجاب او ایران د غلامانو اوغیم

  11. Mr,Qarar
    Well done
    Aafreen
    Shabash
    I congratulate you,that you successfully could diagnose and present the dilemma of Afghan nation in a very patriotic perspective.
    The Afghan past present and future scenario in a deep,broad and sharp intellectual realistic and scientific way.
    Thank you
    your sincerely
    Abdul Ali Durrani

  12. قرار صیب وایم په ګوتو د برکت شه نام خدا خدای ج ښه حوصله درکړی او ښه لیکل کوی، ماشاالله او درسره موافق یو.

  13. د مجید قرار صیب د لیکنی سره سل په سلو کې موافق یم ، حقایق یی بیان کړی دی ، د افغانستان په ګټه یی لیکنه کړی ده ، د افغانستان اصلی دښمن پاکستان دی باید ټول افغانان خپل دوست اودښمن وپیژنی ، وګوری ای اس ای د طالبانو سره څه وکړل؟ د طالبانو دیپلوماتان یی د ټولو نړیوالو قوانینو پر خلاف امریکا ته لکه تړلی چرګان په لاس ور نکړل ؟ همدغه پنجابیانو ځکمنی او هواوی حریمینو امریکایانو ته په اختیار کې ورنکړل ؟ پاکستانیان خپل عظمی کوښښونه کوی تر څو په افغانستان کې قوی او مرکزی دولت منځ ته رانشی ځکه چې دوی خپله بقا د افغانستان په بربادی کې وینی ، خو افغانان باید هوښیار ووسی ، د خپل هیواد لوړی ګ‍ټی تر هر څه نه محترمی وګڼی،

  14. د قرار پشان افغانانو باندی فخر پکار دی، د ځوان ته دی خدای ج د ژوند ټولی خوښی ورکړی،

    ګرانه ستا لیکل شوی متن دیر ښکلی دی،

    بس دعاګانی درته کوو چه دی ملک ته خداج تا غوندی بااحساسه، په وطن او دین میین کسان زیات کړی

    او دغه تورمخی د پنجاب، ایران او عربو سپی دی خدای ج ورک کړی

    امین
    ستا تراب خان

  15. Shaghelai Qarar saib!
    Rahmat aw afarin dey pe mor aw plaar sha , chey sta pe tol poora zoi ye zeygawelai dai.
    Deyra shkeley likena dey kerhey da, kho zmong hewad jahelaan araam ta ne preygdi. Prado kho dey wraan kerhai wai, kho de khpelo pe laas kho ne wai. Mong harwakht de yeway spegey de para tol postin ta or achawelai dai. Khdai dey pe khpel kamel qudrat da jelaan islah krhi.

  16. له ښاغلی مجید قرار څخه یوه نړی مننه چی په دی حساسو شرایطو کی یوه په حقیقت ولاړه لیکنه کړی د زړه له تله مننه ورڅخه کوم.

  17. ورونو خبری به پاکی او سپینی کووځکه بس دی نور ورکیږو اوورځ په ورځ کړیږو.
    دامنیتی تړون دلاسلیک تعریف: په افغانستان او پاکستان کی دپښتنو په ضد یوه لویه دسیسه ده، چه گـټه یی پنجابیانو اوفارسیوانانو ته رسیږی.
    وگوری په دغه تیر دولس کلن تړون کی دپښتنو نهه زره اوشپږسوه(حکومتی،طالیبی اوملکی)مشران اودسر سړی ترور شویدی، او په لسهاوو زره نورنظامی اوملکی عادی پښتانه ددغو دسیسوقربانی شویدی.
    دامریکا سره دافغانستان دامنیتی تړون په لاسلیک کی پنجابیان اوفارسیوانان دوا ړه ښه خوشحاله دی ځکه دیوی خوا دهغوی سرمایه قوی کیږی اودبلی خوا دهغوی دو ښمن( پښتنون) ورځ په ورځ ختمیږی.
    پښتنو ته یو پیغام: پښتونه وروره ترڅوچه امریکایان موجود وی زما اوستا په لیکنو، مقالو، تبصرواونورونصیحتونو کار نه کیږی، ځکه امریکا په مونږ اعتبار نلری، اوکه زما په دغه لیکنه باور نلری دښاغلی کرزی نه پوښتنه وکړی. بیاهم وایم دغه تړون فقط فارسی وانانو اوپنجابیانو ته ګټه لری، نه پښتون ته، زه وایم زمونږ یی دګټی څخه هم توبه خوچه ژوندی موپریږدی.

    دخدای په امان

  18. ډیره ښه لیکنه وه. افغانستان باید له نړیوالو سره همکاري ولري او ځان یواځی نه کړي. باید له احساساتو نه، له جوشه نه، بلکه له هوشه کار واخلو. ژوندی اوسې قرار صاحب٬

  19. قرار صاحب ستاسو نطریاتو سره سل په سل موافق یم٬ الله دی اجر درکړی٬ په دغه حساس وخت کی داسی پر محتوای لیکنه مونږ او زمونږ تول افغانستان خلکو ته دیر مهم او ضروری دی چی د افغانستان راتلونکی په هکله یو دقیق او موثر تصمیم ونیسو.

  20. ماشاالله قرارصاحب ستاسو قلم هغه څه بیانوی چی د ميلونونو افغانانو په زړونو کی پراته دی. وایی چی د شپی هر سړی ډاریږی خو څوک حال وایی او څوک خپل راز پټ ساتی. دا پنجابک او آی اس آی د ټولو بد ایسی او هیڅوک ښه خاطره له هغه نه نلری. مګر زمونږ منافع او ګټی خپل ځای لری. دوی خو يوځل زمون ملی اردو له منځه یو وړه. زمونږ 250 جیټ جنګی الوتکی 300 نوری مختلفی باروړونکی او نوری نظامی الوتکی ، 4500 زغروال تانکونه او شوبلی ، نوری سپکی او درنی وسلی دهمدوی له لاسه کباړ او بیا په پاکستان خرڅی شوی. سل کلنه روزل شوی او منظمه اردوی د هغوی د ګوډاګیانو په وسیله له منځه لاړه او مسلکی کدرونه تر نن پوری لالهانده او سرګر دانه پاته شول.
    ستاسو په قول پاکستان ـ دې رنډۍ خویه مېرمنې ته به اوس څوک ووایي چې امریکایی ستا مېړه وو، ستا دی، او ستا به وي. نور خلک امریکا، لکه ته، په مېړولي نه نیسي، نه لکه ستا، خپل دین او وجدان په اختیار کې ورکوي
    مونږ ته په کار ده چی خپلی ګټی په نظر کی ونیسو. لکه څنګه چی وایی که خان یی په یاران یی . زمونږ ګاونډیان هیڅکله نه غواړی چی افغانستان پر خپلو پښو ودریږی . دوی غواړی چی افغانستان بیرته پاته ، غریب ، بیچاره هیواد وی . خلک یی بیسواده او په خپلو منځو کی په جکړو اخته وی او د زمونږ بازارونه د پاکستان او ایران له چپلکو او پاپرو او …. ډک وی . زمونږ فابریکی د ولاړی وی ، اوبه د دوی لاهور او زاهدان ته ولیږدوی خو ننګرهار او نیمروز دی له تندی وسوځی. دوی به هیڅ وخت د افغانانو ښه ژوند پیرزو نه شی. که د ګوډاګیانو زور ونه رسید ه نو نو پوجیان او سپه به د افغانستان د مخالفینو په لباس کی رالیږی اودلته به ځانونه وژنی.
    زما د خبرو د تایید لپاره د تاند له خوا دا لاندی لیکنه هم ولولی:

    هغو افغانانو لست چې پاکستان ته یې افغاني الوتکې تښتولې دي
    Tuesday, 22.10.2013, 08:29am (GMT)

    له محور ورځپانې په منننې
    بار بار د هغه لست له خپرېدو سره چې ښیي، یو شمېر افغان پیلوټانو پاکستان ته افغاني الوتکې تښتولې دي، خو دفاع وزارت لا تراوسه په رسمي ډول د دغو الوتکو د بېرته ګرځولو غوښتنه نده کړې.
    دغه الوتکې د تاریخ په اوږدو کې په یوه او بله بهانه پاکستان ته تښتول شوې دي.
    پرمختګ وییپاڼې د همدغو کسانو نمونه او د امکان تر حده د تښتول شویو الوتکو ډولونه خپاره کړي، چې له تاسو سره یې شریکوو.
    ۱ ـ کندهار؛ تورن جمال الدين ۱۳۵۹ / ۱۲/ ۷ می – ۸ چورلکه.
    ۲ ـ شينډنډ؛ تورن محمد نبي ۱۳۶۲ / ۸ /۲۷ سو – ۷ الوتکه.
    ۳ ـ کابل؛ جګړن فقير محمد ۱۳۶۲ / ۷ / ۱ اين – ۲۶ الوتکه.
    ۴ ـ خوست؛ تورن محمد حسين ۱۳۶۴ /۴/۲ ايم – ۲۵ ايم – ۲۵جنګي چورلکه.
    ۵ ـ خوست؛ ۱۳۶۴ / ۲/ ۴ ايم – ۲۵ جنګي چورلکه.
    ۶ ـ بګرام؛ محمد داوود ۱۳۶۵ /۸ /۱ ميګ – ۲۱ الوتکه.
    ۷ ـ بګرام؛ عبدالمالک ۱۳۶۷ /۲/۳۰ اين – ۲۶ الوتکه.
    ۸ ـ بګرام؛ تورن اسدالله ۱۳۶۷ /۱/۸ ميګ – ۲۱ الوتکه.
    ۹ ـ کندها؛ر تورن سخي الله ۱۳۶۸/۴/۱۲ می – ۳۵ جنګي چورلکه.
    ۱۰ـ کندهار؛ تورن محمد حاد ۱۳۶۸ / ۴ /۱۲ می – ۲۵ چورلکه.
    ۱۱ـ بګرام؛ تورن جان محمد ۱۳۶۸ /۴/۱۵ سو – ۲۲ الوتکه.
    ۱۲ـ بګرام؛ جلال الدين ۱۳۶۸ / ۷/۷ ميګ – ۲۱ الوتکه.
    ۱۳ ـ شينډنډ؛ څخه د هغه ځای د ګارنيزيون د قوماندان بريد جنرال غلام رسول، د هغه وخت د دفاع وزير جنرال شهنواز تڼي او د سياسي بيرو د غړي نيازمحمد مومند له لوري پاکستان ته وروتښتول، ددې الوتکې خصوصیات پدې ډول ول، ۱۳۶۸ / ۱۲ /۱۷ — می – ۱۷ترانسپورټي — چورلکه .
    ۱۴ ـ جګړن ګلاب الدين پیلوټ، چې بريد جنرال خواجه محمد شفيع کشاف او ډګروال سيف الدين چې د تخنيک بورډ غړي هم ورسره مله وو، په داسې حال کې چې ډګر جنرال عبدالقادر، د هوايي او مدافع هوايي عمومي قوماندان بريد جنرال مير حمزه او يو څو نور کسان کودتاچيان هم ورسره سپاره و، د شهنواز تڼي له چورلکې سره يو ځای خپله (اين –۱۲) الوتکه د ۱۳۶۸ / ۱۲/ ۱۷نېټه د اسلام اباد په هوايي ډګر راښکته شول او هلته یې ګرم هرکلی وشو
    او د ایرانی ګوډاګیانو له خوا دهیواد دویش لپاره لکه زوړ غوایی چی کنجاړه په خوب وینی دا سایت وګوری:
    http://www.kabulpress.org/my/spip.php?article179878

  21. ډیره مننه قرار صیب ژوندی اوسي ټول په دي پوهیږي خو ځانونه ړانده، ګونګیان او کاڼه اچولي دي خدای د توفیق ورکړي چې ټول افغانان سره یو موټی شي او د حق آواز لوړ کړي امین ثم امین

  22. محترم ورور کابلی صاحب، د افغانستان خلک یو وجود دي. د هر قوم خلاف توطیه د ټولو خلاف توطیه ده. د افغانستان نور قومیتونه هیڅکله له پښتنو پرته ځان محفوظ نشي احساسولای. دا تاریخ ثابته کړی چي کله قومونو یو دبل د تباهي تماشه کړي ده نو هریو جدا جدا د دښمن په لومه کي لوېدلي دي. هیله ده قومي مسائلو ته لمن ونه وهو.

  23. مثلا کله چی موژ پښتنو د شمالي د خلقو د تباهي تماشه وکړل هماغه پنجاب خدای په موږ باندي زموږ په کورونو کي مسلط شو. اوس که تاجک په موږ خوشحال شي بیا به د دوی نوبت شي.

  24. اسلام اعليکم و رحمت الله و برکاته و اما بعد!
    ما نه غوښتل، چې په خپلو تبصرو ذهنونه ستړي کړم او د تاندوالو وخت بې ځايه ضايعې کړم، مګر افغانستان تر دې ټولو ما ته لوړ مقام لري! بايد ياده شي، چې د افغانستان له ژغورنې وروسته د سيمې د ايلولو څپه ورو ورو راخورېږي، مګر افغان ولس خپل هېواد ليا نن هم په وينو مينځلی دی او سبا به يې هم مينې ساتي. له ننه ۳۵ کاله مخکې يو شمېر کمونيستي مشرانو هم له شوروي اتحاد سره ګڼشمېر قراردادونه لاسليک کړل، چې په افغانستان بربنډ يرغل او له کمونيستانوسره پټ تړونونه هم صرف د پاڼو د کرښو تورې ليکې پاتې شوې، خو له بده مرغه د افغان ولس ذهنيت نن سبا داسې ځپل شوی، چې نن رعيت هم دا نارې وهي، چې د افغان ولس قباله امريکايانو ته ورکړی!!! ډېر د افسوس خبره ده.
    ما هغه افغانستان هم ليدلی وو، چې له غريبه تر اميره ټول د افغان په نوم وياړېدل، مګر د روسي کمونيستانو لاسپوڅو د تعاوني مرستو څپې او د کوپونونو کیسې مې هم وليدل، چې خلک يې په ګدايي روږدي کړل او د مجاهدينو د ملکولطوايفي رزالت مې هم په يآد دی، چې د افغان ولس وينه يې تويې کړه او د افغان ولس د خپلواک ذهنيت فکري شمزۍ يې ورماته کړه!
    طالبانو افغانستان په وينو وګټلو او په وينو يې بايلودلو، خو له بده مرغه له افغانيته يې سلفيزم او وهابيزم ته غاړه کېښودله، ملت يې د افراط او تفريط تر منځ وځپلو، مګر بيا يې هم نه د امريکا يونيکول ته او نه هم د ناټو کروز ته سر ښکته نه کړ، خو د پاکستان اسلامي نومي نيرنګ ته يې ملا ماته شوه، ځکه يې پنجابی هم د افغان ولس په سپېڅلې خاورې پرېښود، چې هم وغاپي او هم و ځغلي. له بده مرغه طالبان نه په سياست پوهېدل او نه هم په افغاني صفت او عفت! مګر د اسلام لپاره يې بيا هم خپل سرونه ورکړل او هم يې د نورو سرونه پرې کړل! خو د ۵۰ ميليونو پښتنو لپاره يې ځمکنی دوزخ جوړ کړ، چې نن هم پنجاب او هم کولاب ورباندې ملنډې وهي!
    د افغانستان تاريخ وروستي لس کلونه نه دي، چې هر څه پکې مدغم شي، مګر وروسته د انګليس له پرنګي يرغله افغان ولس له سره روسي او تورمخي امريکايي سره منګولې نرمې کړې دي، په لوږه، کلتوري يرغلونو او فکري مريتوب يې روږدی کړی دی، ځکه نو د سمې ادارې يا واک نه لري او يا يې پوهه نه لري! نو دا د ستراتيژيک تړون ډندوره هم يوه نوې د تورو ليکو پړپړه ده، چې نه د افغان په خير ده او نه هم د سيمي په نېکمرغي!
    موږ خپلواک افغانستان ته اړتيا لرو! په افغانستان کې روسي سوسياليزم آزمويل شوی دی او امريکايي امپرياليزم پړ شوی دی، نو موږ افغانان ډېر قوي ټولنيز فکري موقف لرو، ځکه بايد له خپلې خپلواکي ننګه وکړو او پرېنږدو چې د ستراتيژيک تړون د ليکو په لومو کې ونښلو، چې بيا به مو ټول ملت د دغه تړون مريان وي او دوښمن ته به د خلاص لاس جواز وي او بس!!!
    د ډيورنډ کرښه چا پر پښتنو تېره کړې! تاسو به وایی، چې انګرېز، مګر آیا امريکا، کاناډا، آسترليا دا ټول د انګرېز زامن نه دي! آيا پاکستان د انګرېز زېږنده ملک نه دی! آيا امريکا نن په منځنۍ آسيا کې ريښې نه دي ځغلولې! او داسې ډېر نور، خو ولې پر موږ نه رحمېږي! پاکستان موږ ته تقويه کوي، په سيمه کې ورته پښتانه ځپي! او نوې کرښې به هم په پښتنو کې تېروي، ځکه د لر او بر تر څنګ د لوی کندهار، لويې پکتيا او لوي ننګرهار کرښې معلومې دي او د شمال او جنوب جذر هم ايستل شوی دی، نو ځيني يې بيا تبليغي بنسټ هم ورته جوړ کړی دی، چې خپل ولس د مريتوب په لومه کې ښکېل کړي!
    افغانستان ۳۰ ميليونه وګړي لري! نو د يو مفکر په تفکر او د بل مفکر په کمپيوټري ښويې ټندې او که سخرې کوپړۍ دغه ولس نه غولېږي، ځکه افغان ولس ولسي، افغاني او اسلامي ذهنيت لري، چې په موډرنو پړپړو او لويديزو ولولو نه شي ورکېدلی، مګر ليا به پياوړي کېږي، ځکه ښه ويل شوي، چې افغان ذهنيت لکه سره وسپنه په سکروټو کې اوبړن شوی دی!، چې نه د سوټک په ورانو او نه هم د مارتول په ګوزارونو نه ماتېږي او نه هم کږېږي!
    د يو پياوړي، صادق او سر لوړي افغانستان په هيله! چې د رغنده رښکيو ځواک يې په خپلواک ځوان افغان نسل کې دی، نه په مجالي يآ دالري چارواکي فکرونو او يا اومو ذهنيتونو کې!
    معه سلاموکم الاهلول افغانيون
    ملا ميوند آخوند

  25. بښنه له ټولو غواړم خپه نسئ دغه د ملا میوند په نامه چې کوم پنجابي تبصره کړې دی >>>>>> به هم لکه د ملا ډاکټر نصیر الدین (ذبیح/قبیح الله مجاهد/مجاهل) په اسلام آباد کې یا د لاهور په کومه فاحشه خانه کې ناست وي هسې له دا وطن ورانوي د جوړولو خو ی یی نه دي…

  26. اسلام اعليکم و رحمت الله و برکاته و اما بعد!
    له ښاغلي لال ګله به زه مننه وکړم، چې په لنډو کرښو کې يې خپله کورنۍ روزنه او ټولنيزه مفکوره څرګنده کړې ده، خو د افغانستان د ستونزو د حللاره په ښکنځلو او سپکو سپورو نه کېږي، مګر ټولنيز، بشري او اقتصادي اړخ يې بايد وڅطړل شي او چارې يې وسنجول شي او د نننۍ نړۍ د مغلق چلول نيرنګ ته يې پام شي، ځکه نو افغانستان هم صرف په يوه وقوي اداره کې کېدلی شي خپل نړيوال، سيمه ييز او افغاني حقوق وغواړي، ځکه حق ترلاسه کېږي، مګر نه وېشل کېږي!
    روسانو د هند د بحر د تودو اوبو خوبونه ويني او امريکا بيا د منځنۍ آسیا د تورو تيلو خيالونه لري! مګر زما او ستا هېواد يې تر منځ پروت دی، ځکه نو د افغانستان له دغه جيوپوليتيک موقعيته د افغانستان د نيکمرغي لپاره بايد ګټه واخيستل شي. د امريکايانو او لوېديزوالو په لس کلن موجوديت کې افغانستان دغه چانس درلود، خو له بده مرغه د شنو فکرونو او تورو مخونو له برکته يې دغه طلايي چانس له لاسه ورکړ! ما ته به ډېرې سپکې سپورې ووایی، مګر د افغانستان د حللاره دا نه ده، چې مخور، خېټور او کونور ياد کړی، مګر د افغانستان د پرمختګ د چارو لپاره مسلکي پروګرامونه او طرحې، چې پلي شي يادې کړی او نه دا چې د موقتي ډنډورو ناندرې راپورته کړی.
    زه خو د نړۍ ګڼشمېر کتابتونونو ته لاره لرم او د خپلې خبرې د ثبوت لپاره موخذ هم وړاندې کولی شم، مګر نه دا چې پرته له علمي لاسونده تاسو او يآ بل څوک سپک کړم او يا يې په اړه خدای مه کړې سپکه سپوره څرګندونه وکړم! افغانستان د ځبرځواکونو د سياستونو قرباني دی، مګر دا بيا په افغانانو پورې اړه لري، چې څه ډول سياسي چلند له يو او بل سره وکړي!
    یوه بله به درته وکړم او هغه دا چې د نړيوالتوب يا ګلوبولوزېشن شل کلن سياست او د امريکا د يکه تازي موده مخ پر حتمېدو ده او نړۍ به بيا يو ځلې د نویو نړيوالو بدلونونو مشاهد وي، چې دبلاکونو سيستم به وي، بيا به افغانانو د «ګشنه در کون تشنه درآمد!» له وراشې سره خپل اومه ذهنيتونه ملامتوي. نن اروپايې اتحاديه خپل ځاي په نړيوال سياست کې تثبيتوي، جرمني خو ليا مخکې په نړيوال سياست کې خپل رول ياد کړی او د ملل متحد د امنيت د شورا تلپاتی غړيتوب غواړي، بل پلو ته د هند، چين او روسيې بلاک مخ پر پراخېدو دی، ځکه نو اسلامي بلاک او افريفايي او شرقي اسیا د بلاکونو رامنځ ته کېدل هم صرف د وخت مسئله ده، نو ځان داسې ارزانه په امريکايآنو مه پلوری!
    د پاکستان او ايران پېښه د افغانستان لپاره حياتي مسئله ده، ځکه ايران زموږ په هرات دعوه لري او د هريرود اوبه راڅخه په چلول وړي او افغانستان خپل آستان ګڼي، خو پاکستان بيا زموږ په پښتونستان خېټه اچولې او د ډېورنډ د کرښې وينې يې سترګو ته درېږي او افغانستان خپله بله سوبه ګڼي، نو اوس بيا په پښتنو پورې اړه لري، چې لکه يو مضبوت ټبر په سيمه کې خپل ځای په څه ډول تثبيټوي او څنګه د پنجاب، کولاب، مرغاب او فارس له ښکېلاکه ځان خلاصوي!
    بيا هم مخکې له دې چې ما ته نغوته او په تېره سپکه وکړی، نو ښه به دا وي، چې خپله شفافه کوپړۍ په موضوعاتو خړه کړی، چې هم ځان وپېژنی او هم زما په خبرو ځان پوه کړي، پرته له دې به مو يوه ګوته ما ته نېغه وي او نورې به تاسو ته کږې وي!
    د خپلواک افغانستان په هيله
    معه سلاموکم الاهلول جاهلين
    ملا ميوند آخوند

  27. ګران قرار صاحب:

    ستا استعداد او احساس د قدر وړ دی خدای دی راته همداسې د لیکنې په میدان کې ځلانده لره. د افسوس خبره داده چې زموږ مشران زمونږ مشران ندي بلکې د پردیو غلامان او مزدوران دي. زه کله نا کله دا وایم چې دوی به کیدای شي د ژوند وروسته مرګ له یاده ویستلې وي او همدارنګه کېدای شي چې د آخرت او د حساب ورځې په برخه کې هیڅ کومه عقیده ونلري. خبره به لنډه کړم او دا به ووایم چې د دوې او دال خورو یعنې د مردارستان د تور کونو ترمنځ هېځ توپیر نشته. دا هغه خلک دي چې لوڼې او ښځې يي په اروپا کې پوهنتونونه وايي حتا تر دې چې په کافرانو ځانونه خرابويچې بې حجابه او بې عزته ګرځي او خپله ټول عمر د مجاهد او جهادي دعوه کړې او ټول عمر يي د جهاد او اسلام په پلمه خپل ولس غولولې. خو دا ټولو بی غېرته او بې وجدانه مشرانو ته دا وایم چې وخت به یي راشي او ستاسې سره به همدا بېچاره او بې وزلې ولس حساب وکړي.ستاسې ټولو بی وجدانه او مړه مشرانو د تباهۍ په هیله

  28. قرار ګله ! په ګوتو دی برکت شه زبردست تحلیل مو کړی، موضوع مو ډیره ښه روښانه کړي ، الله تعالی دی اوږد ژوند او صحت نصیب کړه. په درنښت

  29. محترم ملا میوند اخونده، یوه پوښتنه درڅخه کوم.
    تاسې کله وایاست چې امریکا په افغانستان کې ماتې خوړلې ده، تښتي. او کله بیا چې له امریکا سره تړون کېږي، بیا وایاست چې امریکا د افغانستان دایمي اشغال غواړي. دا دواړه خبري خو ستاسې په دبیو نه سره ورځي. یوه وکړئ.

  30. نشیب صاحب لږ یې تشریح کړئ. د دې خو دا معنا ده چې ولسمشر کرزی دومره واک لري چې د امریکایانو ماته په تړون کې ورته جبران کولای شي. بیا خو نو ستاسې دا خبره غلطه ده چې کرزی لاسپوڅی دی. بیا خو تر امریکا هم زورور دی، ځکه، امریکا ستاسې په قول ماتې خوړلې خو کرزی یې ماتې ور جبرانوي.

  31. ای دخدای لیونیانو په څه نښتی یاستۍ دشیخ پانی حضرت صیب پاڼی ته ورشۍ چه بیا یی څه پلیتی ویشتلی دی

  32. ډیر عالی تحلیل ده ،یو څه چې مونږ پرې پوهیدو هغه داوه چې ما په خپل شخصی فکر ددې تړون لاسلیک او نه لاسلیک دواړه ماته ستونزې وې خو اوس پوه شوم چې کومه یې ستونزه ده کومه نه ده که په لنډ ډول ووایم ستاسې څیړنه دو ولس لپاره په رښتیا هم یو څه ورښود وه چې ډیر اړین بلل کیدل ګرانه په ګوتو او قلم دې برکت شه منننه

  33. بېشکه قرار صاحب، خوند دي په کړی!
    مېړه سړی يې. الله دي اوږد عمر درکړي. د قلم ژبه دي اورنۍ ده.
    صد سلام دی.

ځواب ورکول Speen ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *