تاند-  راپورونه وايي چې په کابل ښار کې د جنرال عبدالرشید دوستم د کور په شاوخوا کې د ښاري امنیت د قوماندانۍ ځواکونه ځای پر ځای شوي دي.

تراوسه پوري د دغو ځواکونو د ځای پر ځای کېدو د علت په اړه څه نه دي ویل شوي.

راپورونه وايي چې د پلازمېنې د شیرپور په سیمه کې، د جنرال عبدالرشید دوستم کور ته په غځېدلې کوڅه کې زغرګاډي درول شوي او لاره یې بنده کړې ده.

همداراز د جنرال دوستم د دفتر او د نوموړي د سلاکارانو د کورونو مخته هم زغرګاډي درول شوي دي.

دا شېبه د صدارت مخته، چې د جنرال دوستم د کار دفتر دی، زغرګاډي لیدل کېږي.

د جنرال دوستم پلویانو په ټولنیزو شبکو کې دا عکس خپور کړی او ویلي یې دي چې دا ځواکونه د دوستم په ننګه راوتلي. دوی د کابل د کارنیزیون له لوري د دوستم د کور او دفتر د محاصرې خبرونه رد کړي خو د دوستم رسمي ویندوی او د دفتر رييس تراوسه څه نه دي ویلي

دوستم پرون له څو میاشتو ناسوبتیا وروسته د لومړي ځل لپاره د خپل کار دفتر ته حاضر شو.

پرون مازدیګر څلور بجې له ۳ میاشتې غیرحاضرۍ وروسته دوستم په داسي حال کې دفتر ته لاړ چې په لسګونو ساتونکو بدرګه کاوه.

شاهدان وايي چې له تېرې شپې راهیسي په شیرپور کې د جنرال دوستنم د کور په شاوخوا کې غیرعادي حالت ویني، هر لور ته زغرګاډي او اضافي پوځیان لیدل کېږي.

راپورونه وايي چې د دوستم د دفتر د ريیس عنایت بابر فرهمند د کور مخته هم زغرګاډی ولاړ دی.

تراوسه پوري جنرال دوستم او ده ته نژدې کسانو څه نه دي ویلي خو ځیني حکومتي سرچینې وايي چې جنرال دوستم پرون د صدارت ماڼۍ ته د یو نیم سل وسله والو کسانو په بیولو سره د قانون یوه بله سرغړونه وکړه.

نور جزییات وروسته

3 thoughts on “امنیتي ځواکونو د جنرال دوستم کور او دفتر محاصره کړ”
  1. ښاغلیو د تاند بریښنایی ورځپاڼی مسولینو اودرنو لیکوالانو سلامونه اونیکی هیلي ! یوه لیکنه یا یو خبر یوازی ددی لپاره نه وی چی خبرتر لوستونکیو یا اوریدونکیو پوری ورسوی،بلکه ددی تر څنګ یی موخه د خپلي ژبي لیاره چوبړ اودهغي بډاینه هم وی ،دلته پهمدی لیکنه کی یوه غټه تشه یا خامی دغه ده چی ځنی لغتونه په نوی بڼه دسره جوړ شوی حال دا چی دغه فوځی اصطلاحګانی په پښتو ژبه کی په خورا خوندوره بڼه شته دی،داسی سوچ باید منځته رانشی چی پښتو ژبی تر دی وړاندی څه نه لرل،بلکه ډیر څه یی هم لرل، مګر خبره زموږپه بیځایه اندونو کی نغښتی ده. اوس به راشواصل ټکی ته: او هغه دا چی دلته د زغر ګاډی لغت کارول شویدۍ،دا سمه بڼه نه وړاندی کوی!کالونه وړاندی دغه عسکری ترمینولوژی ټوله په پښتو ژبه وه.اوهمدغی زغر ګاډۍ چی د ایرانی فارسی چوکاټ لری لکه ریزګرد ها چی موږ دوړي ورته وایو اودیته ورته نور، نو همدغه زغر ګادۍ په پښتو ژبه کی زغره وال ګاډۍ یا موټر،او همدا راز چین لرونکو یا ځنځیرلرونکوټانکو ته شوبله چی جمع یی شوبلی دی وایی. او بله دا چی دغه لیکنه ټوله د همدی لوغت قربانی شویده کټ مټ لکه د طلوع تلویزیون چی د یوه ایرنی لغت د رواجولولپاره ټول متن قربانوی.

  2. اصلا د ګاډي لغت په پښتوکې نشته دا د اردو کلیمه ده ، مونږ ورته موټر وایو، له بلې خوا زغره وال موټر او شوبلې د پښتو عسکري مروج لغاتونه دی.

  3. محمد ربي اماج صیب
    ښه نقطې ته مو اشاره کړي ده، باید چي زغرګاډي ته زغره وال موتر وویل شي. خوکه د تاند در پام شو، داسي نه وي چي ستاسو پر املا باندي نیوکه وکړي ځکه چي د یوه سره مو ټولي (ی) ګاني نه دي رعایت کړي. او یا شاید داسي ووایې چي (غلط تان غلت است).

ځواب ورکول محمدربی آماج ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *