ارشیف

تاند- افغان امنیتي ځواکونو نن /دوشنبه/ یو مشکوک انتحاري حمله کوونکی مخکې تر دې وواژه چې ځان یوې اعتراضي غونډې ته ورسوي.

پولیس وايي، دغه انتحاري غوښتل چې د کابل په شهرنو پارک کې د جنرال عبدالرشید دوستم د پلویانو غونډې ته ځان ورسوي او همالته انتحاري برید وکړي خو امنیتي ځواکونو پرې وار مخکې کړ.

مشکوک انتحاري، چې سخت ټپي شوی و، پولیسو ونیوه، خو د ټپونو د سختوالي له کبله ومړ.

د دغه حمله کوونکي هدف ظاهراً هغه مظاهره چیان ول چې له ترکیې څخه د جنرال عبدالرشید دوستم د بېرته راستنېدو غوښتنه کوي.

دوستم د جوزجان د پخواني والي احمد ایشچي د قضیې په خاطر په ترکیه کې جلاوطنه دی خو پرون /یکشنبه/ ولسمشر غني وویل چې له لویې څارنوالۍ سره خبرې شوي چې د جنرال عبدالرشید دوستم راستنېدو ته لاره هواره شي.

په کابل کې نن د انتحاري حملې هڅه وروسته له دې وشوه چې پرون په یوه ځانمرګي برید کې د کلیو د پراختیا او بیارغونې وزارت لږترلږه ۷ مامورین شهیدان شول.

د دې حملې مسوولیت داعش ډلې په غاړه واخیست.

له دې جلا نن وسله والو طالبانو د ننګرهار په غني خېل ولسوالي کې د پولیسو پر یوې پوستې په برید کې ۷ پولیس شهیدان کړل.

په همدې حال کې دفاع وزارت ویلي چې په غني خېل ولسوالي کې یې دوه انتحاري حمله کوونکي ژوندي نیولي دي.

دې وزارت نه دي ویلي چې دا کسان څه وخت او د غني خېل ولسوالي په کومه سیمه کې نیول شوي دي.

2 thoughts on “امنیتي ځواکونو د دوستم د پلویانو غونډې ته روان انتحاري وویشت”
  1. په کوم انځور کې چې دحمله کوونکي دپښې عکس ښکاریږي هغه اصلي نه بلکه نقلي دی،دپښې انځور له
    دیوځای څخه او د صحنې دبل ځای ده یو له بل سره سر نه خوري. رسنۍ باید دپېښې په اړه کره معلومات خلکوته ورکړي.

    1. نه یوازې دا عکس بلکې اکثره نور هم د اصلي پېښې نه دي. موږ ورلاندې لیکلي چې ارشیف. دا کار د نړۍ نورې رسنۍ هم کوي
      مننه
      تاند

ځواب ورکول عبدالله هادي ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *