تاند- د نیمروز ولایت پولیسو وویل چې یو تن یې په داسي حال کې نیولی چې غوښتل یې د یوې امریکايي بې پېلوټه الوتکې ټوټې پر ایرانیانو وپلوري.

د نیمروز امنیه قومندان جنرال محمد قسیم جنګل باغ وویل چې دا کوچینۍ بې پېلوټه کشافه الوتکه په وروستیو ورځو کې د نیمروز ولایت په یوه سیمه کې لوېدلې وه.

ښاغلي جنګل باغ وویل، دغه سړي د یو شمېر نورو خلکو په همکارۍ دا بې پېلوټه الوتکه په ایرانیانو باندې په یو نیم ملیون تومانه پلورلې وه، خو مخکې تر دې چې ایرانیانو ته یې وسپاري، د پولیسو له لوري ونیول شو.

ده زیاته کړه، په دې الوتکه کې د فلم اخیستلو او عکاسۍ کامرې نصب شوي او په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو له یوې اډې الوتې وه.

تراوسه پوري د امریکايي پوخیانو چارواکو د خپلې دې بې پېلوټه الوتکې د لوېدو په اړه څه نه دي ویلي.

د ۱۳۹۱ لمریز کال د قوس په څوارلسمه ایران د امریکا یوه بې پېلوټه الوتکه روغه ونیوله او ویې ویل چې دا الوتکه له افغانستانه الوتې وه.

One thought on “امنیتي ځواکونو یو تن پر ایرانیانو د یوې بې پېلوټه الوتکې د پلورلو په تور ونیوه”
  1. Dera manana da khabrono da nashrawlo sakha. Stase aksara khbrona lag sa rekhtya na we.koshesh wakre che rekhtya nashar kare che lostonke mo la zyat she. Wa Salaam

ځواب ورکول ismail ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *