تاند- د افغانستان امنیتي چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو د افغانستان په مختلفو سیمو کې حملې کړي چې په نتیجه کې یې دې ډلې ته زیاته مرګ ژوبله اوښتې ده.
طالبانو پرون /دوشنبه/ د خیبر په نوم پسرلني عملیات پیل کړل. دوی وايي چې په لسګونو دولتي ځواکونه یې وژلي دي.
خو د افغانستان د دفاع وزارت ویندوی جنرال ظاهر عظیمي ادعا کړې ده چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په کونړ، هلمند، کندهار، روزګان، کابل، کندوز او هرات ولایتونو کې۱۱۱ یاغیان وژل شوي دي.
ده همداراز د ننګرهار ولایت په خوګیاڼي ولسوالۍ کې له وسله والو طالبانو سره د امنیتي ځواکونو د نښتې خبره کړې، ویلي یې دي چې په دې سخته جګړه کې، چې د اردو خاص ځواکونه او پولیسو پکې برخه لرله، لږترلږه ۲۵ وسله وال سخت دریځي او د هغوی قومندان وژل شوي دي.
دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د خوګیاڼو عملیات پرون پیل شوي و او نن هم روان دي.
په همدې حال کې د کورنیو چارو وزارت ویلي چې په دې عملیاتو کې پولیسو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې خو دفاع وزارت بیا ویلي چې څلور عسکر د ماین په چاودنې کې وژل شوي دي.
د دفاع او کورنیو چارو وزارتونه وايي چې خوګیاڼیو ته ګڼ شمېر وزیرستانیان راغلي دي او دا عملیاتو د هغوی پرضد روان دي.
په همدې حال کې د ننګرهار د شینوارو په ولسوالیو کې د منګل باغ پلویان خواره شوي او له خلکو یې امنیت اخیستی دی.
Dasi zaifa hamle zong zwakona na shi kamzori kawli ka har somra fetna aw fasad pake ham gad terso da starjec taron ta lara hawar shi hes kala ba ham mong khpal ba war da lasa war nakro pa khpala ordo aw policeo aw tashwiqwo ba ye.